هغه هېواد چې د کور له اخیستلو سره پاسپورټ هم ورکوي

د عکس سرچینه، Nadia Dyson
که د ختیځ کارابین په ټاپوګانو کې کور رانیسي، نو په دغو ښکليو سمندرغاړو کې د ارام ژوند دایمي اوسېدو لپاره پاسپورټ هم در کوي.
په ډېرو هېوادونو داسې اعلان کېږي چې وايي، د کور اخیستلو سره پاسپورټ هم درکوو. ویل کېږي، په امریکا کې د وروستیو سیاسي او ټولنیزو بېثباتو وروسته دغو هېوادونو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د سیمې پنځه هېوادونه – انټيګوا او باربودا، دومینیکا، ګرېنادا، سېنټ کیټس او نیوېس او سېنټ لوشیا کې که څوک د شاوخوا ۲ سوه زره امریکايي ډالرو پانګونه وکړي، نو یاد هېوادونه تابعیت هم ورکوي. یادو هېوادونه دغه پروګرام ته د (سي، بي، ای) نوم ور کړی دی.
یعنې که یو څوک کور واخلي، نو پاسپورټ هم ور کوي، چې د بريتانیا او د اروپا شېنګن په ګډون کابو ۱۵۰ هېوادونو ته به بې ویزې سفر پرې کولای شي.
د شتمنو لپاره، دا پروګرامونه ځکه هم مهم دي چې هلته د پانګې ګټې یا میراث په اړه مالیه هم نشته. سربېره پر دې دا هېوادونه خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل اصلي تابعیت هم وساتي.
په انټيګوا کې د کورونو غوښتنه ډېره شوې ده. د لګژري لوکېشنز مالک نادیا ډایسن وایي، "اوس شاوخوا اویا سلنه پېرودونکي د تابعیت غوښتونکي دي او زیاتره یې له امریکا راځې. "
هغه زیاتوي، که څه هم موږ له دوی سره سیاسي خبرې نه کوو، خو په امریکا کې سیاسي بېثباتي خلک دې ته اړه کوي چې بل ځای کې ځانونه خوندي کړي.
پروسږ کال یوازې، هغو کسانو کورونو رانیول، چې د ارام ژوند پلویان وو، خو اوس زیاتره وایي، 'داسې کورغواړم چې تابعیت هم ولري.'
آغلې ډایسن وايي، "سره له دې چې د انټيګوا پروګرام کې ځینې پیرودونکي د تل لپاره د ځای په ځای کېدو په لټه کې دي او یو څو یې لا دمخه ځای په ځای شوي دي."
د پانګونې د کډوالۍ متخصصینو هینلي او پارټنرز په وینا، په تېر کال کې په کرابین کې د سي، بي، ای غوښتنلیکونو لویه برخه د متحده ایالاتو وګړي جوړوي.
د بریتانیا شرکت، چې په ټوله نړۍ کې دفترونه لري، وايي: اوکرایین، ترکیه، نایجیریا او چین په یادو ټاپوګانو کې د غوښتونکو دوهمه لویه برخه جوړوي.
د دغه شرکت د مالوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال له وروستیو څلورمې میاشتو راهیسې د کرابین سي، بي، ای پروګرام په غوښتنلیکونو کې ۱۲ سلنه زیاتوالي راغلي دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یاد شرکت د مشورتي برخې یو کار کوونکي ډومینیک وولیک وايي، له وسلوال تاوتریخوالي نیولې بیا د یهود ضد لاریونونه پورې هر څه امریکایان له خطر سره مخ کړي دي.
"په حقیقت کې له ۱۰- ۱۵ سلنه پورې امریکا غواړې کډه وکړي. د دوی له ډلې د ډېرو لپاره د بیمې پالیسۍ یو سرخوږی دی، نو د دوهم تابعیت درلودل دوی ته یو ښه چانس دی."
ولې دغو ټاپوګانو ته د نورو پرتله امریکایان ډېر ځې؟
ښاغلی وولیک زیاتوي، د کارابین پاسپورټونو کې د سفر اسانتیاوې سوداګرو ته زړه راښکونکې دي او ممکن امنیتي ګټه هم ولري. "ځینې امریکایي مراجعین غوره ګڼي چې په سیاسي لحاظ نرم پاسپورټ باندې سفر وکړي."
ښاغلی وولیک ادامه ورکوي، له کوویډ وبا مخکې، امریکا حتی د هینلي په "درجه بندۍ" کې بېخې نه وه.
د تګ راتګ دا محدودیتونه د هغو شتمنو خلکو لپاره "یو څه هېښوونکي" وو، چې مخکې یې په شخصي جټ الوتکو کې هلته په ازاده توګه سفر کاوه. په امریکا کې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ ټاکنو وروسته غوښتلیکونو یو ځل بیا ډېر شول.
ښاغلی وولیک وايي، "داسې ډیموکراټان شته چې ټرمپ نه خوښوي، خو جمهوري غوښتونکي هم شته چې ډیموکراټان نه خوښوي."
"دوه کاله مخکې موږ په متحده ایالاتو کې یو دفتره هم نه درلود، خو اوس یې په ټولو لویو ښارونو کې اته دفترونو لرو او په راتلونکي کې به دوه یا درې نور دفترونه هم په امریکا پرانيزو."
کاناډایې رابرټ ټېلر په انټيګوا کې کوراخیستې. هغه به سږکال تقاعد شي او غواړي پاتې ژوند په خپل نوی کور کې تېر کړي.
ښاغلي ټېلر وايي، هلته د یو تبعه په توګه نه یوازې د استوګنې د مودې محدودیت نشته، بلکې له شته سوداګریزو فرصتونو هم ګټه اخیستلای شي. "ما انټيګوا غوره کړه ځکه ښکلې اوبه لري، زما خلک ډېر خوښېږي او غواړم د ژوند وروستي کلونو مې ارام تېر کړو او ښه هوا تنفس کړم."
خو دا ډول پروګرامونه هم خپل جنجالونه لري. کله چې د پاسپورټ پلور په لومړي ځل په ۲۰۱۲م کال کې د انټيګوان حکومت لخوا د خپل کمزوري اقتصاد پیاوړتیا په موخه اعلان کړ، نو ځینې د یاد ګام اخلاقي اړخ اندېښمن کړل.
د استازو جرګې پخوانۍ مشرې ګیزیل اسحاق د هغې پېښې یادونه کوي چې لاریون کوونکي د یاد پروګرام د غندنې لپاره سړکونو ته راووتل. نوموړې وايي، "د ملتپالني احساس موجود و؛ خلکو احساس کاوه، موږ هغه خلکو ته، چې زموږ په اړه په هېڅ نه پوهېږي، د پیسو په بدل خپل هویت پرې پلورو."
د ځینو نورو کرابین هېوادونو مشرانو هم پر سي، بي، ای پروګرام نیوکې کړې وې. د دوی له ډلې د سینټ وینسنټ او ګریناډینز لومړي وزیر رالف ګونسالویز یادولای شو. نوموړي په دې باور دی، چې تابعیت باید "د خرڅلا توکی نه شي."

د نړیوالې ټولنې په منځ کې، دا وېره شته چې کمزوری څارنه به د دې لامل چې مجرمینو په اسانه په یادو هېوادونو کې ځای پر ځای شي.
اروپايي ټولنې ګواښ کړی چې د کارابین هغه هېوادونه، چې سي بي آی پروګرام پلی کوي، له هغوی به اروپا ته له ویزې پرتله د سفر کولو امتیازه واخلي. اروپايي ټولنه دغه ګواښ په داسې حال کې کوي، چې امریکا لا وار دمخه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې خلک به له مالیې د تېښتې او له مالي جرمونو د ځان خوندیتوب په موخه له یاد پروګرام ګټه واخلي.
د اروپايي کمیسیون ویاند بي بي سي ته وویل، دوی په کرابین هېوادونو کې د یادو پروګرامونو "څارنه" کوي او له ۲۰۲۲م راهیسې له اړوندو چارواکو سره خبرې اترې کوي.
هغه وايي، یوه روانه ارزونه یې هڅه کوي، دا ثابته کړي چې ایا د پانګونې له لارې تابعیت ورکول "له وېزې پرته د رژیم ناوړه ګټه اخیستنه ده، که نه؟ او د دغو هېوادونو د سي، بي آی پروګرامونه څومره دا احتمال لري چې د اروپايي ټولنې لپاره به امنیتي خطرونه رامنځته کړي."
کمیسیون منلې ده چې ټاپوګانو ځینې اصلاحات راوستي او په وینا یې یاد اصلاحات به د هغوی د ارزونې پر پایلو هم اغېز وکړي.
خو د کارابین پنځه هېوادونه د کمیسیون د دغې ادعا له امله غوسه دي چې وايي، دوی د غوښتونکو د شالید پلټنه په سمه توګه نه کوي.
د ډومینیکا لومړي وزیر، روزویلټ سکېریټ، د خپل هېواد د تابعیت په بدل کې د پانګې پروګرام (سي، بي، ای) د "باور وړ او روڼ" بللی، نوموړي ویلي، چارواکو یې ډېر زحمت ایستلی څو د دغه پروګرام اعتبار خوندي کړي.
حکومت وایي، له ۱۹۹۳ کال راهیسې د پاسپورټ د پلور له لارې یې تر یو میلیارد ډالرو ډېري پیسې ترلاسه کړي. د نوموړې په خبره یاد عواید یې د مهمو پروژو لکه د یو عصري روغتون پر جوړولو او ځینو نورو برخو لګولې دي.
په سېنټ لوشیا کې، لومړي وزیر فېلېپ جې پېر وایي، په دغه ټاپو کې د لوړې کچې امنیت په دې موخه رامنځته کړی، تر څو ډاډ ترلاسه شي، د سي، بي، ای پروګرام له امله غیرقانوني کارونو ته لاره هواره نه شي.
د نړۍ له سترو هېوادونو سره د عاید زیاتولو په بدل کې د اړیکې خرابېدل یا سمېدل د کرابین کوچنیو هېوادونو لپاره ننګونکي کار دی، ځکه د دغو هېوادونو تکیه پر ګرځندویانو ده.
په اپرېل کې په یوه سیمه ییزه غونډه کې د تابعیت د پانګې اچونې پروګرامونه (سي، بي، ای) د ژوند ژغورنې لار وبلل شول، ځکه د یادو پروګروامونو له لارې ترلاسه شوې پیسې د طبیعي افتونو وروسته د پاک کارونو او د ملي تقاعدي صندوق د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.
د کور اخیستلو ترڅنګ، د پانګې له لارې د کرابین تابعیت ترلاسه کولو نورې لارې هم شته، لکه د ملي پرمختیايي صندوق سره یو ځل مرستې کول. په ډومینیکا کې د کورونو بیې د یو غوښتونکي لپاره له ۲سوه زره امریکایې ډالرو پیلېږي او سېنټ کیټس کې د یوه غوښتونکي او تر دريو پورې د هغه د کورنۍ غړو لپاره تر ۲۵۰ سوه زره امریکایې ډالرو پورې رسېږي. په انټيګوا کې پانګوال کولای شي د وېسټ انډېز پوهنتون سره د ۲۶۰ سوه زره امریکايي ډالرو مرستې په بدل تابعیت تر لاسه کړي.
د نړیوال فشار پر وړاندې، ټاپوګانو ژمنه کړې چې د څارنې د پیاوړتیا لپاره به نوې لارې عملي کوي، لکه د یوې سیمه ییزې ادارې جوړول چې معیارونه به وټاکي، فعالیتونه به څاري او د قوانینو پلي کېدل به یقیني کوي.
سربېره پر دې، له امریکا سره پر لاندې شپږو اصولو هم هوکړه شوې ده: د غوښتونکو د پسمنظر یا شالید کلکه پلټنه، منظم حساب ورکول، له ټولو غوښتونکو سره لازمي مرکې او د هغې تشې لیرې کول چې له مخې یې یو رد شوی غوښتونکی بل هېواد ته غوښتنلیک ورکولای شي.
نن سبا د پاسپورټ پلور د ټاپوګانو د ناخالص کورني عاید له ۱۰ تر ۳۰ سلنې پورې جوړوي.
د سېنټ کیټس خبریال، اندری هوی، وایي، د دوی د تابعیت پروګرام په عمومي ډول پلویان لري، ځکه خلک پوهېږي چې دا د اقتصاد لپاره ګټه لري او د حکومت د لاسته راوړنو درناوی هم کوي.











