د کور کار نه کولو له امله د دوه کلنې لور وژونکې مور ته د ۹ کلن بند سزا ورکړل شوې

ټيلي

د عکس سرچینه، ABC

د عکس تشریح، ټيلي کريګ په ۱۹۸۷ کې ورکه شوه چې څو لسيزې يې پلټنه روانه وه.

خبرداری: د دغه رپوټ محتوا ښايي تاسې وځوروي.

د 'رېچل کرېګ ایلن' په نوم یوې ۶۲ کلنې اسټرالیایۍ ښځې په ۱۹۸۷ کې خپله دوه کلنه لور په پايپ دومره وهلې وه چې ساه یې ختلې وه. اوس د نهو کلونو لپاره زندان ته لېږل شوې ده.

ايلن رېچل هغه مهال ۲۵ کلنه او د یوې داسې مذهبي ډلې غړې وه چې له مخې يې ماشومان باید د کور په چارو کې برخه واخلي. د عمر په پام کې نيولو پرته به ډېری وخت ماشومان په تور پايپ وهل کېدل.

د دې قضیې د اورېدنې پر مهال محکمې ته وویل شول چې په ۱۹۸۷ کې پولیسو ته د ټيلي کرېګ په نوم د یوې دوه کلنې ماشومې د ورکېدو رپوټ ورکړل شو. خو محکمې ته وویل شول چې هغه ورکه شوې نه بلکې په پايپ د وژل کېدو تر بریده وهل شوې وه.

تر قتل وروسته دې مېرمنې د خپلې لور ټيلي مړی د تشناب په ټب کې پټ کړی او د خپلې مذهبي فرقې مشر الیکساندر وایلن د راتلو په تمه ناسته وه.

د دې ډلې لارويانو خپل دغه مشر "پاپا" باله. کله چې دی هلته ورورسېد نو د ماشومې د بېرته راژوندي کولو لپاره یې دعا وکړه، خو د ټيلي ساه ختلې وه.

مذهبي مشر وایلن وروسته د ماشومې ټيلي مړی وسوځاوه او ایرې یې د سيمې په بېلابېلو ځایونو کې وشيندلې. هغه د دې پېښې په اړه خبرې کول "حرام" وبلل او خپلو پېروانو ته یې سپارښتنه وکړه چې باید پټه خوله و اوسي.

تر دې پېښې څو اوونۍ وروسته ايلن رېچل یعني دا مېرمن له دې مذهبي فرقې وایستل شوه چې دا خپل پلرني هېواد نيوزیلنډ ته کډه شوه. هلته یې تر ۳۷ کلونو په بدل نوم ژوند وکړ.

پولیس څنګه خبر شول چې قاتل څوک دی؟

پولیسو ته یوه څارګر خبر ورکړ او په ۲۰۲۲ کې ایلن رېچل کرېګ د خپلې لور د قتل په تور ونیول شوه.

ايلن کرېګ ته د سزا اورولو پر مهال قاضي وویل چې که څه هم د هغې نیت دا نه و چې خپله لور ووژني خو د یوې عادي پېښې په توګه هم چلند نه شي ورسره کولای ځکه چې بیا به دا د هغې له لور ټيلي سره نا انصافي وي.

د قاضي په وینا، "ټيلي د داسې یوه کس له لوري وژل شوې چې په اصل کې یې د هغې ساتنه باید کړې وای."

محکمې ته د ايلن یا د نجلۍ د مور له لوري یو لیکل شوی لیک هم ولوستل شو چې پر خپل دغه کار یې ډېره پښېماني پکې څرګنده کړې وه او ویلي يې وو چې نه پوهېږي، پر دې "څه چل شوی و."

دې زیاته کړې، "زه خپل ځان هېڅکله نه شم بښلی. غواړم لور ته مې انصاف ورکړل شي او ما ته په راکړې سزا راضي یم."

د ټيلي د وژنې قضیې پټوونکي د مذهبي ډلې مشر اليکساندر وایلن باندې هم پولیسو د جنسي ځورونې په ګډون تورونه لګولي وو خو هغه د خپلې ناروغۍ له کبله د محاکمه کېدو "وړ" ونه بلل شو.

د ټيلي پلار ګيرډ سټين‌هوپ نه و خبر چې لور یې مړه شوې ده. ده ته هله خبر ور ورسېد چې ایلن ونیول شوه. هغه د ده پخوانۍ ملګرې وه او سره بېل شوي وو.

د ټيلي د پلار له لوري هم محکمې ته لېږل شوی ليک ولوستل شو چې پکې لیکلي يې وو، "پر دې پېښه کلونه اوښتي دي خو زه هر سهار له دې هيلې سره له خوبه راويښېږم چې زه به یې نن پيدا کړم. خو چې بیا به ماخوستن بېرته ویده کېدلم نو زړه به مې وغورځېد چې نن مې بیا ونه شوه موندلی. اوس دا دی ۳۰ کاله واوښتل چې خبرېږم، لور مې مړه ده."

اوس د ټيلي وژونکې مور ایلن کريګ ته د نهو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده او د ۲۰۲۷ کال په نومبر کې به د دې حق ورکړل شي چې په ضمانت خوشې شي.