کرېکټ: وروستي اوور کې د شپږو لوبغاړو د سوځولو ریکارډ

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

کرېکټ کې هم د نورو لوبو او سیالیو په څېر وخت ناوخت داسې څه پېښېږي، خو په لنډ وخت کې یې تکرارېدل ګران او ان ناممکن برېښي.

کڼ ریکارډونه هم داسې دي چې ماتول یې خورا سخت دي.

که کرېکټ ګورئ نو په روان نړیوال جام کې به مو د افغانستان او استرالیا لوبه حتما په زړه وي، چې د افغان لوبډلې لخوا د ۲۹۲ منډو ورکړل شوي هدف په تعقیب تر ۹۱ منډو د استرالیا ۷ لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو بیا ګلېن ماکسوېل په حیرانوونکي ډول تر پایه ودرېد او د ۲۰۱ منډو په جوړولو سره یې له لاسه وتلې لوبه بېرته راوګرځوله او تقریبآ په یوازې ځان وګټله.

د روان ۲۰۲۳ کال فبرورۍ کې د بریتانیا او شمالي ایرلنډ ترمنځ د پراته 'من' ټاپو ټوله لوبډله د اسپانیا خلاف په یوه رسمي شل اوریز لوبه کې پر ۱۰ منډو وسوځېده او اسپانیا ورکړ شوی هدف په دوو توپونو (دوو شپږیزو) ترلاسه کړ.

همداسې یوه حیرانوونکې لوبه تازه د ګولډ کوسټ د دریم ډوېژن په غوره لیک کې هم شوې ده.

هغه داسې چې د مدګیرابا لوبډلې کپتان 'ګېرت مورګېن' د 'سرفرز پېراډایز' کلب پر وړاندې د وروستي اوور په ۶ توپونو شپږ لوبغاړي وسوځول او د ۵ منډو دفاع یې وکړه.

سرفرز لوبډلې د ۱۷۹ منډو ورکړ شوي‌ هدف ته د رسېدو لپاره په وروستي‌ اوور کې یوازې ۵ منډو ته اړتیا درلوده او شپږ لوبغاړي یې لا پاتې وو.

خو مورګېن په شپږو توپونو د شپږو واړو لوبغاړو په سوځولو سره نه یوازې لوبه وګټله، بلکې نوی ریکارډ یې هم‌ جوړ او ډېر خلک حیران کړل.

هغه تر دې سیالۍ وروسته 'ګولډ کوسټ بولېټن' رسنۍ ته وویل "خندونکې ده - امپایر راته د اوور پیل کې وویل چې د لوبې ګټلو لپاره باید هېټرک وکړم... چې کله داسې وشول،‌ حیران یې راکتل."

ګېرت مورګېن د وروستي‌ اوور په لومړي بال د سرفرز پرانېستونکی توپ وهونکی 'جېک ګارلنډ' وسوځاوه چې تر هغه وخته یې ۶۵ منډې کړې وې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دوه نور ورپسې توپ وهونکي سر په سر پر مېډ ان او مېډ وېکټ کېچ شول.‌

مورګېن وايي "یاد مې دي‌ چې له هېټرک وروسته مې له ځان سره وویل چې اوس نو دا لوبه باید ونه بایلو."

په څلورم توپ بل لوبغاړی هم وسوځېد او له دې سره په ۱۷۴ منډو د سرفرز لوبډلې د سوځېدلو لوبغاړم شمېر له ۴ اتو ته ورسېد.

مورګېن په پاتې دوو توپونو پاتې دوه لوبغاړي‌ هم کلین بولډ کړل او ان خپلو ملګرو ته یې د کېچ نیولو زحمت هم ورنکړ.‌

دی وايي په وروستي‌ توپ چې مې د وېکټو غورځېدل ولیدل،‌ نو "زما هم باور نه کېده.‌ کله مې داسې څه نه وو لیدلي."

خو دا لومړی ځل نه وو چې مدګیرابا لوبډلمشر داسې ښه توپ اچوي.

د هغه پلار د دغه کلب پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې "مورګېن پخوا هم یو ځل په یوه اوور کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو."

دی زیاتوي هغه وخت یوه اوور کې شپږ وېکټې ځکه نه شوې، چې د سیالې لوبډلې همدا ۵ لوبغاړي پاتې وو.