د ترکیې ټاکنې: سېنان اوغان دویم پړاو ټاکنو کې د اردوغان ملاتړ اعلان کړ

سېنان اوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سېنان اوغان اذربایجان الاصله ترکی دی چې په ۱۹۶۷ کال په سرحدي اغدیر ولایت کې زیږېدلی

د ترکيې په ټاکنو کې ملتپال نوماند سېنان اوغان په دویم پړاو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان ملاتړ اعلان کړ.

اوغان په لومړي پړاو ټاکنو کې د آتا په نامه د یوې ښي اړخې ټلوالې نوماند و چې دغې ټلوالې بل عمده جوړوونکي ګوند ظفر ویلي چې یاده ټلواله هم د ښاغلي اوغان له دغه اعلان وروسته له منځه تللې.

ښاغلی اوغان د دغو ټاکنو له دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او د هغه له مخالف نوماند کمال کلیچداراوغلو ډېر شاته و، خو د چارو څارونکي يې دا اعلان د اردوغان د مخالفې ټلوالې د نوماند لپاره پام وړ زیان ګڼي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو ملتپال نوماند سېنان اوغان د ټاکنو په لومړي پړاو کې درېیم ځای او د ټولو کارېدلو رایو پنځه سلنه خپلې کړې وې خو په دویم پړاو ټاکنو کې يې د پلویانو رایې مهمې ګڼل کېږي.

دغه ښي پالي نوماند په را روانه یکشنبه د دغو ټاکنو د دویم پړاو په درشل کې د یوه بیان له لارې له خپلو پلویانو وغوښتل چې اوسني ولسمشر او په روانو ټاکنو کې تر دمګړۍ مخکښ نوماند رجب طیب اردوغان ته رایه ورکړي.

ده ویلي، "زه اعلان کوم چې موږ به د ټولټاکنو په دویم پړاو کې د ولسي ټلوالې د نوماند ښاغلي رجب طیب اردوغان ملاتړ وکړو".

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

"زه خپلو رای ورکوونکو ته چې په لومړي پړاو کې یې موږ ته رایه ورکړه بلنه ورکوم چې په دویم پړاو کې د ښاغلي اردوغان ملاتړ وکړي".

کله چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې، ښاغلي اوغان له واکمنې ټلوالې او اپوزېسيون دواړو سره خبرې پیل کړې.

اوس د افراطي ښي اړخي سیاستوال امید اوزداغ ګوند ظفر چې ټلوالې (آتا) يې سېنان اوغان خپل نوماند معرفي کړی و، ویلي چې له منځه تللی. امید اوزاغ چې ظفر ګوند يې د آتا ټلوالې اصلي جوړوونکی و ویلي چې زر به اعلان وکړي چې د کوم نوماند ملاتړ کوي.

څارونکي وايي، د ښاغلي اوغان دا اعلان چې په دویم پړاو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان تر څنګ درېږي د اپوزيسيون د ټلوالې نوماند کمال کلیچداراوغلو ته دروند تمامېدی شي، ځکه هغه په وروستیو ورځو کې هڅه کړې وه چې د ملتپالو رایه ورکوونکو ملاتړ خپل کړي.

هغه پر حکومت تور لګولی چې له کډوالو سره ډېره نرمي کوي او دا یې هم ویلي چې هېڅکله به کرد اورپکو سره خبرو ته حاضر نشي.