د طالبانو حکومت:‌ نږدې ۶۳۹ زره کونډې، یتیمان او معلولان مو ثبت کړي او معاش ورکوو

کابل

د عکس سرچینه، GMIC

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي نږدې ۶۳۹ زره کونډي، یتیمان او معلولان ورسره راجستر شوي دي.‌

د دغه وزارت د چارواکو په وینا په دې ډله کې د طالبانو، د تېر حکومت د سرتېرو او همدارنګه د ملکي برخې کونډې، یتیمان او معلولان شامل دي.

دوی زیاتوي چې په دغو کسانو د څه باندې ۳۰ زره ۷۰۰ ښځو په ګډون تر ۱۸۰ زرو ډېر معلولان دي.

د طالبانو حکومت سره همدا راز څه باندې ۸۷ زره کونډې او تر ۳۷۱ زره ډېر یتیمان ثبت شوي‌ دي.‌

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو وزارت په وینا دغو کسانو ته د خصوصي بانکونو له لارې په میاشتیني ډول ټاکلې تنخوا ورکول کېږي.‌

د دغه وزارت چارواکو دا مالومات د طالبانو د حکومتي ادارو لخوا ولس ته د حساب ور کولو په پروګرام کې شریک کړي.

د طالبانو حکومت کې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني، کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د جمهوریت پر مهال ثبت شوې کونډې، یتیمان او معلولانو یې له سره ارزولي او زرګونه داسې کسان یې پکې موندلي‌ چې په جعل سره یې ځانونه د کونډو، یتیمانو او معلولانو په لیست کې ثبت کړي وو.

د هغه په وینا په دې لړ کې تر اوسه شاوخوا ۱۲ زره کونډې او یتیمان او ۷ زره ۵۰۰ معلولان غیر مستحق تثبیت او له سیستمه ایستل شوي دي.‌

کابل

د عکس سرچینه، GMIC

د دغه وزارت مالي او اداري رییس مولوي "کلیم الله افغان" وویل چې له حکومته یې د خپلو چارو پرمخ وړلو لپاره ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه تر لاسه کړې او تر اوسه یې ۵ میلیارده ترې لګولې دي.

نوموړي‌ همداراز وویل، د تېر کال پرتله یې سږکال بودیجه هم دوه میلیارده افغانۍ ډېره شوې ده.

د ښاغلي افغان په خبره، د کونډو، یتیمانو او معلولینو د ثبتولو بهیر په شفافیت کې یې پر خپلو پخوانیو تجربو سربېره له ټکنالوژۍ هم استفاده کړې چې پر مټ یې دغه بهیر ډېر شفاف شوی دی.

د هغه په خبره، دمګړۍ یې په ۱۸ ولایتونو کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو بایومټریک ثبت پیل کړی او ژر به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

طالب چارواکي وایي، چې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي، غیر خوراکي او بیا ځواکمنتیا وسایلو د مرستو برابرولو برخه کې یې له ۲۳ ملي او نړیوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت داسې مهال کونډو، یتیمانو او معلولانو ته په وخت د معاشونو د ورکړې، چارو کې د شفافیت او دې برخې ته د ځانګړې شوې بودیجې د راڼه مصرف خبرې کوي چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول معلولانو له بي بي سي سره خبرو کې د دوی د معاشونو نه ور کول کېدو شکایتونه کړي‌ دي.