ریشي سوناک جي ۲۰ سرمشریزه کې اوکرایین کې د روسیې جګړه "وحشیانه" وبلله

د عکس سرچینه، Getty Images
د اندونیزیا بالي ټاپو کې د "جي شل" ډلې سرمشریزه کې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک په اوکرایین کې د روسیې جګړه "وحشیانه" وبلله او د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین یې نیوکه وکړه.
ښاغلي سوناک د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ته- چې د ښاغلي پوتین پر ځای یې دې غونډه کې ګډون کړی و- وویل روسیه باید له اوکرایین ووځي.
دا لومړی ځل دی چې پر اوکرایین د روسیې تر یرغل وروسته د بریتانیا لومړی وزیر له یوه جګپوړي روسي چارواکي سره مخامخېږي.
وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د اندونیزیا بالي ټاپو کې د 'جي شل' ډلې سرمشریزې ته ویلي چې د روسیې جګړه باید اوس پای ومومي.
هغه همدا راز له اوکرایینه د غلو دانو صادراتو تړون د غځېدو غوښتنه هم کړې.
د دغه تړون نېټه کمه پاتې ده.
زېلېنسکي 'جي ۲۰' غونډې ته: جګړه باید اوس پای ومومي

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي زېلېنسکي جي شل سرمشریزې ته دا څرګندونې د یوې ویډیو له لارې کړې.
روسیه هم د دې ډلې غړې ده خو ولسمشر پوتین په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او خپل بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف یې ور استولی.
د اوکرایین ولسمشر خپله وینا کې چې رپوټ یې لومړی 'اې اېف پي' خبري اژانس ورکړ ویلي "زه باورمن یم اوس هغه وخت دی چې د روسیې ویجاړونکې جګړه باید پای ومومي او درېدلی شي."
نوموړي د اټومي او غذايي خوندیتوب ډاډمنېدو، د دښمنیو پای ته رسېدو او کړکېچ ته د لمن وهلو مخینوي په ګډون یو شمېر ستراتېژۍ په ګوته کړې.
هغه بیا بیا د مشرانو دې ډلې ته د "جي-۱۹" خطاب وکړ او په دې توګه یې ظاهرآ روسیه پکې ونه شمېرله.

د عکس سرچینه، Reuters
د ښاغلي زېلېنسکي غوښتونو کې تر ټولو مهمه دا وه چې د تورې بحیرې له لارې د غلو دانو د صادراتو تړون دې وغځول شي.
دا هوکړه جولای کې د ملګرو ملتونو او روسیې ترمنځ شوې.
دغه تړون دا ډاډ رامنځته کاوه چې د روسیې جنګي بېړیو لخوا د اوکرایین بندرونو کې ایسارو غلو دانو ته به د صادرېدو اجازه ورکول کېږي.
ملګري ملتونه وايي د دغه تړون له لاسلیکېدو راهیسې له اوکرایینه لس میلیون ټنه غنم او نور خوارکي توکي په بریالیتوب ډول صادر شوي چې د نړیوال خوراکي کړکېچ له مخنیوي سره یې ډېره مرسته کړې.
خو دا هوکړه د نومبر په ۱۹مه پای ته رسېږي.
د اوکرایین ولسمشر همدې ته په کتو سې شنبه د خوړو امنیت په تړاو د "جي شل" غونډې ته وینا کې ویلي دا تړون "دې ته له پام پرته چې جګړه کله پای ته رسېږي" باید د نامحدود وخت لپاره وغځول شي.
هغه زیاته کړې چې "خوړو ته لاسرسی نړۍ کې د هر کس بنسټیز حق دی."
د اوکرایین ولسمشر همدا راز وړاندیز کړی چې دغه تړون کې دې د میکولایف سیمې نور بندرونه هم شامل کړی شي.











