افغانه مور: درې ماشومان مې له لوږې مړه شول

افغانستان

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

    • Author, یوګیتا لېمایې
    • دنده, د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله

کله چې غلام محي الدین او د هغه مېرمن نازو د هدیرې پر لور روان شول، باد له ځمکې دوړې پورته کړې.

دوی موږ ته د خپلو درېیو زامنو قبرونه وښودل چې په تېرو دوو کلونو کې یې له لاسه ورکړي وو - یو کلن رحمت، اووه میاشتنی کوتان او په دې وروستیو کې هم درې میاشتنی فیصل احمد.

غلام او نازو وايي، درې واړه له خوارځواکۍ کړېدل.

نازو وايي: "ایا تاسو تصور کولی شئ چې زما لپاره د درېیو ماشومانو له لاسه ورکول څومره دردناک وو؟ یوه دقېقه مو په غېږ کې یو ماشوم وي، بله دقېقه مو غېږ تشه وي."

"هره ورځ ارمان کوم، چې یوه ورځ به فرښتې زما ماشومان بېرته زموږ کور ته راولي."

داسې ورځې شته چې دا جوړه بې خوړو تېره وي. دوی د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات له ښار څخه بهر شیدايي سیمه کې د ژوند کولو لپاره چارمغز ماتوي او وایي، د طالبانو له حکومته یا خیریه موسسو یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

غلام محي الدین وویل: "په بې وسۍ سره مې لیدل کله چې زما ماشومانو د لوږې له امله چیغې وهلې، داسې احساس مې کاوه لکه بدن مې چې په اور کې سوځي. داسې احساس مې کاوه لکه څوک چې ارې باندې زما بدن له سره نیولې تر پښو پورې دوه برخې کوي."

د دوی د ماشومانو مړینه په هېڅ ځای کې نه ثبت کېږي، خو دا د مړینو د هغې خاموشې څپې ثبوت دی چې د افغانستان کم عمره ماشومان یې ځپلي دي، ځکه چې هېواد له داسې وضعیت سره مخامخ دی، چې ملګري ملتونه یې د لوږې بې ساری بحران بولي.

د غلام او نازو د ماشومانو قبرونه

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، د غلام او نازو د ماشومانو قبرونه

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف وايي: سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کچه کې ډېر زیاتوالی راغلی، همدې حال سره مو کال پیل کړ، خو اوس وضعیت لا خراب شوی دی. د خوړو مرستې په دې هېواد کې پر لوږې او خوارځواکۍ پرده واچوله، په ځانګړې توګه د پنځو میلیونو هغو خلکو لپاره چې اصلاً له نړیوال ملاتړ پرته نشي کولی مقابله وکړي. دا پرده اوس پورته شوې ده. د خوارځواکۍ ډېروالی د څه باندې درې میلیونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی."

مرستې ځکه په چټکۍ سره کمې شوې دي، چې یوازینی لوی مرستندویه هېواد امریکا د سږ کال په پیل کې افغانستان ته نږدې ټولې مرستې بندې کړې، خو ډبلیو اېف پي وايي، اته یا نهه نور مرستندویان چې په تېرو دوو کلونو کې یې تمویل کاوه، سږ کال د هغوی مرستې هم بندې شوې دي، او ډېری نور یې د تېر کال پرتله خورا کمې مرستې ورکوي.

یو لامل دا دی چې مرستندویان په ټوله نړۍ کې یو شمېر بحرانونو ته غبرګون ښيي، خو د طالبانو د حکومت پالیسۍ هم اغېز کوي، چې نړیوال څومره مرستو ته لیوال دي.

دوی له خپلو اتباعو سره د مرستې لپاره څه کوي؟

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین، بي بي سي ته وویل:

"هغه کسان چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، هغه کسان چې له لوږې سره مخامخ دي، دا د بندیزونو له امله دي، د نړیوالو سازمانونو لخوا د مرستو د کمولو له امله دي. دا د حکومت له امله نه دي، حکومت خلکو ته خپلې مرستې پراخې کړې دي او هغه څه کوي چې په توان کې یې دي، خو زموږ بودیجه د داخلي عوایدو پر بنسټ ولاړه ده، او موږ له بندیزونو سره مخامخ یوو."

د دې سیمې په هدیره کې له دریو دوې برخې قبرونه د ماشومانو دي.

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، د دې سیمې په هدیره کې له درېیو دوه برخې قبرونه د ماشومانو دي.

خو راپورونه وایي، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د حکومت بې رحمي د دوی د نړیوالې پېژندنې او پر دوی د لګېدلو بندیزونو د لېرې کولو هڅې اغېزمنوي. ملګري ملتونه وايي چې نورې پرېکړې، لکه د نا دولتي موسسو لپاره د افغان مېرمنو په کار کولو د وروستي اعلان شوي بندیز پلي کول، د "ژوند ژغورونکو بشري مرستو رسولو ته جدي خطر" رسوي.

د خوارځواکۍ بېړنی حالت د نورو عواملو سره هم یوځای شوی دی، لکه یوه سخته وچکالي چې د افغانستان له نیمایي څخه زیاتو ولایتونو کې یې کرنیزعاید اغېزمن کړی، او له ایران او پاکستانه د دوو میلیونو زیاتو افغانانو جبري ایستل او د دوی د بېرته لېږلو لپاره د پیسو کمښت هم پکې شامل دی.

د شیدایي سیمې په هدیره کې موږ د ماشومانو د مړینې حیرانونکي شواهد وموندل. هلته د خښ شویو خلکو هېڅ ریکارډ نه و، نو موږ پخپله قبرونه وشمېرل. د سلګونو قبرونو څخه نږدې دوه پر درېیمه برخه یې د ماشومانو وو او د لویانو پرتله د کوچنیو قبرونو پېژندل اسانه وو.

کلیوالو موږ ته وویل چې هدیره نسبتا نوې ده، د دوو څخه تر درېیو کلونو پورې وخت یې کېږي. دوی دا هم تائید کړه چې دا د ماشومانو لپاره ځانګړې هدیره نه وه.

کله چې موږ د شیدایي په سیمه کې ګرځېدو، خلکو خپل ماشومان له ځان سره راوستل. راحیلې دوه کلن هبت الله په غېږ کې نیولی و، چې نه یې شوای کولای پورته شی، درخانۍ خپل زوی محمد یوسف راوایست، چې هم نږدې دوه کلن دی او د ولاړېدو توان نه لري.

حنیفه رفیع الله ته د خوړو په توګه چای او وچه ډوډۍ ورکوي، او د خوب لپاره درمل ورکوي.

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، حنیفه رفیع الله ته د خوړو په توګه چای او وچه ډوډۍ ورکوي، او د خوب لپاره درمل ورکوي.

ملګري ملتونه وايي، د پنځو کلونو څخه کم عمره نږدې نیمایي افغان ماشومان د ودې له پلوه کمزوري دي.

د حنيفې سعيدي يو کلن زوی رفيع الله په خپل خټین کور کې په ناسته هم په سختۍ سره ځان تکیه کولای شي.

هغه وايي: "یوه کلینیک ته مې بېولی و، هلته يې راته وويل چې خوارځواکی دی، خو زه پيسې نه لرم چې هلته يې بوځم." هغه او مېړه یې دوه نور ماشومان لري، د دې کورنۍ توان دومره دی چې ځانته یوازې وچه ډوډۍ پیدا کړي او هغه له چای سره وخوري. ځینې ورځې دوی سره د خوراک لپاره څه نه وي.

رفيع الله لا تر اوسه غاښونه نه لري، نو حنيفه ډوډۍ په چایو کې ډوبوي او هغه ته خواړه ورکوي. دا وايي:

"دا کافي نه دي، تل وږی وي".

هغې د ګولیو دوه ټوټې راوایستې. " زه د ویده کولو لپاره یې دا درمل ورکوم"

یو یې د لورازپام یوه ګولۍ ده، چې د اضطراب ضد درمل دی، بل یې پروپانول دی، چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي. د دغه درمل یو پاکټ بیه لس افغانۍ ده چې یوه ډوډۍ هم پرې کېږي. حنیفه وايي چې دا ګولۍ له درملتون څخه اخلي، او ورته یې ویلي دي چې د ځان لپاره د خوب ګولۍ غواړي.

دا وايي: "زه ډېر د ګناه احساس کوم چې زما ماشومان وږي دي او زه ډېر څه نشم کولی. ساه بندي احساسوم او داسې احساسوم چې زه باید خپل ماشومان او ځان ووژنم."

ډاکټران وايي کله چې دا درمل کوچني ماشومانو ته ورکړل شي، نو دا ډول درمل کولی شي د ماشوم زړه، پښتورګي او ځیګر ته زیان ورسوي، او حتی که د اوږدې مودې لپاره ورکړل شي نو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

ماهرین وايي، دغه ډول درمل د ماشومانو پښتورګو، زړه او ینې ته زیان رسوي.

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، ماهرین وايي، دغه ډول درمل د ماشومانو پښتورګو، زړه او ینې ته زیان رسوي.

د حنیفې ماشوم لپاره د مرستې غوښتنه له میلیونونوغوښتنو څخه یوه ده. د نړیوال خوراکي پروګرام (ډبلیو اېف پي) جان ایلیف وايي: "دا زړه ماتونکې ده چې په دې هېواد کې اوسئ او دا پیښې وګورئ. د نړیوال خوراکي پروګرام (ډبلیو اېف پي) یوه د اړیکو شمېره لري. موږ باید د عامه اړیکو همکارانو ته بیا روزنه ورکړو، ځکه موږ له هغو مېرمنو څخه ډېر شمېر اړیکې ترلاسه کوو، چې د ځان وژنې ګواښ کوي، ځکه چې دوی ناهیلې دي او دوی یوازې نه پوهېږي چې څنګه نور خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړي."

د شیدايي او د افغانستان په نورو برخو کې خلکو ته د خوراکي توکو د مرستې بندېدل په دې معنی دی چې ډېر ماشومان له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي.

موږ د افغانستان په ټولو روغتونونو کې د دې شواهد لیدلي دي.

د شمال ختیځ بدخشان سیمه ییز روغتون د خوارځواکۍ په وارډ کې، په ۱۲ بسترونو کې ۲۶ ماشومان وو.

درې میاشتنۍ ثنا، چې په وارډ کې تر ټولو کوچنۍ ماشومه ده، د خوارځواکۍ، حاد اسهال او د شونډې اړوند ناروغۍ لري. هغه د خپلې مور ضمیر دویمه ماشومه ده. بله ماشومه یې هغه وخت مړه شوه چې ایله د ۲۰ ورځو وه.

د پنځو میاشتو مصلحه خوارځواکې ده او په شري اخته ده.

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، د پنځو میاشتو مصلحه خوارځواکې ده او په شري اخته ده.

ضمیره په غمجنه لهجه وايي:

"زه وېره لرم چې دا ماشومه به هم له ورته برخلیک سره مخامخه شي. زه له دې ژونده ستړې شوې یم. دا ژوند د کولو ارزښت نلري."

کله چې ضمیرې خبرې کولې نو په هغه وخت کې د همدې ماشومې لاسونه او پښې شنې شوې. ډاکټران وایي، زړه یې کمزوری دی او په کافي اندازه وینه نه شي پمپ کولای. یوه نرس هغې ته اکسیجن ورکوي.

په بل بستر کې پنځه میاشتنۍ مصلحه ده، چې خوارځواکې ده او شری لري. د هغې مور کریمه وايي چې په تېرو څو ورځو کې یې په سختۍ سره سترګې خلاصې کړې دي:

" له درده تېرېږي او زه نه پوهېږم چې څه وکړم. موږ بېوزلي یوو او ښو خواړو ته لاسرسی نلرو. له همدې امله هغه په ​​دې حالت کې ده".

د مصلحې ترڅنګ په بستر کې، دوه ګونې مطهره او مازیان دي. کوچنۍ نجونې هم خوارځواکې دي او شری هم لري، دوی دواړه د ۱۸ میاشتو دي خو وزنونه یې د خپل عمر په پرټله ډېر کم دي. مطهره کمزورې چیغې وهي. دا څرګنده ده چې هغه له درده ځورېږي.

ضمیره وايي، اندېښمنه ده، چې ثنا یې د مخکینۍ لور په څېر مړه نه شي.

د عکس سرچینه، Aakriti Thapar/BBC

د عکس تشریح، ضمیره وايي، اندېښمنه ده، چې ثنا یې د مخکینۍ لور په څېر مړه نه شي.

یوه اوونۍ وروسته چې موږ روغتون ته لاړو، موږ د ماشومانو له کورنیو سره اړیکه ونیوله. موږ ته وویل شول چې ثنا، مصلحه او مطهره مړې شوې دي.

'موږ نه شو کولی چې دوی ته خواړه ورکړو'

دا لومړی ځل نه دی چې موږ په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو مړینې ثبت کړې، خو دا تر ټولو ناوړه حالت دی چې موږ ولیدل.

د یوې اوونۍ په اوږدو کې د یوه وارډ څخه درې ماشومان د افغانستان د لوږې د بحران وروستي قربانیان شول او دا وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

جان ایلیف وايي: "د ډبلیو اېف پي بشري مرستې به په نومبر کې پای ته ورسېږي. اوس مهال، موږ د خوارځواکو مېرمنو او ماشومانو د درملنې مرکزونه تړو، ځکه چې موږ د دوی د تغذیه کولو توان نه لرو. که موږ سره مرستې و نه شي، دا روغتیایي مرکزونه به په نومبر کې وتړل شي."

د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د بېړني حالت په اړه ډېر څه ویل ګران دي.

د دې رپوټ په چمتو کولو کې محفوظ زبیدي، آکریتي تاپر او سنجې ګنګولي هم مرسته کړي.