ایا مصنوعي ځيرکتيا واورين پړانګان د ورکېدو له ګواښه ژغورلی شي؟

- Author, ازادہ موشیري، عثمان زاهد او کامل دایان خان
- دنده, بي بي سي
د واورينو پړانګانو نسل د کمېدو له ګواښ سره مخ دی. د طبيعت ساتنې نړيواله اداره (ډبليو ډبليو اېف) وايي، هر کال له ۲۲۱ نيولې تر ۴۵۰ واورين پړانګان وژل کېږي چې له دې کبله يې په تېرو شلو کلونو کې شمېر ۲۰ سلنه راکم شوی دی.
په دغو کې له نیمايي زيات د څارويو د داړل کېدو له وېرې وژل شوي دي.اوس ساينسپوهان اټکل کوي چې يوازې له څلور زرو تر شپږو زرو واورين پړانګان په طبيعت کې پاتې دي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۰۰ يې په پاکستان کې دي. د افغانستان په شمال ختيځو سيمو کې هم واورين پړانګان موندل کېږي.
اوسمهال د دې حالت د بدلولو په موخه د طبيعت ساتنې نړيوالې ادارې د پاکستان د لاهور اېل يو اېم اېس پوهنتون په مرسته په مصنوعي ځرکتيا سمبال کامرې جوړې کړې دي.
دوی غواړي د دې کامرو پر مټ واورين پړانګان وڅاري او کليوالو ته د ټېکسټ پيغام له لارې خبرداری ورکړي چې خپل څاروي خوندي کړي. په لمريزو دړو سمبال کامرې په دری زره متره لوړو غرونو کې ځای پر ځای شوې دي.

اصف اقبال چې د طبيعت ساتنې نړيوالې ادارې سره کار کوي وايي، "دا د واورينو پړانګانو سیمه ده". څو قدمه وړاندې ځي او ځمکې ته اشاره کوي او وايي، "دا نښې ډېرې تازه ښکاري."
نوموړی هيله لري چې له دې نښو ښکاري چې د اې ای يا مصنوعي ځرکتيا په مټ کېدی شي د انسانانو، واورينو پړانګانو او نورو حيواناتو تر منځ توپير وشي او دا په سمه توګه کار کوي.
تجربې او تېروتنې
د طبيعت ساتنې نړيواله اداره اوسمهال د ګلګت بلتستان په دريو کليو کې د لسو کامرو اغزمنتيا ارزوي. د منصوعي ځرکتيا سيستم دری کاله وخت ونيو چې د انسان، واورينو پړانګانو او نورو حیواناتو تر منځ توپير وکړی شي. تر ډېره دا کره وي خو ځينې وخت تېروتنې هم لري.
کله چې موږ له غره بېرته راښکته شوو اصف خپل لپټاپ راواخيست او د مصنوعي ځرکتيا د کامرې پر مټ اخيستل شوې ويډيو يې راښکاره کړه چې ښيي انسان له دې سيمې تېر شوی خو کله چې موږ نور راښکته شو زه بيا ښکاره شوم خو دا ځل يې د انسان او حیوان دواړو نښې ښودلې. دا ښايي زما د سپين جاکټ له کبله وي.
اصف د واورين پړانګ بله ځانګړې ويډيو چې څو ورځې وړاندې اخيستل شوې راښکاره کړه. په يوه بله ويډيو کې چې له دې يوه اوونۍ مخکې ثبت شوې يو واورين پړانګ ښکاري چې هلته نژدې ډبرې ته يې لکۍ پورته کړې ده، اصف وايي، "داسې ښکاري چې دا مور ده او خپله سيمه په نښه کوي."

دوی وايي، په دې غرنيو سیمو کې د کامرو لګولو ډېر وخت ونيو. ډېرې تجربې او تېروتنې وشوې. د طبيعت ساتنې ادارې بېلابېلې بېټرۍ و ازمويلې تر څو په دې ساړه موسم کې سم کار وکړي او داسې رنګ يې وکاراوه چې د شپې پرې د رڼا لګېدو له کبله انعکاس ونکړي.
که چېرې سېګنال یا د موبایل خدمت بند شي، دا کامرې بيا هم ويډيو ثبتولی شي. خو دا ډله مني، ځینې ستونزې شته چې دوی يې نشي حل کولی.
که څه هم د کامرې سترګه د اوسپني بکس باندې پوښتل شوې، خو د ځمکې ښوېدنې له کبله دوی اړ شوي چې لمريزې دړې يو ځل بدلې کړي.
په ټولنه کې شک او اندېښنه
یوازې ټکنالوژي نه ده چې ستونزې یې پیدا کړې دي. د ځایي خلکو رضايت ترلاسه کول هم لویه ننګونه وه. په پیل کې، ځینو کليوالو دا نه منله چې دغه پروژه به له دوی یا د واورينو پړانګانو سره مرسته وکړي.
اصف وايي، "د کامرو ځينې تارونه پرې شوي وو. خلکو پر کامرو کمپلې اچول شوې وې."
دوی اړ دي چې د ځايي کلتور او د ښځو محرميت ته هم پام وکړي خو لا هم ځینې کلیو اجازه نه ده ورکړي او د رضايت او محرمیت سندونه نه دي لاسلیک کړي. د دې معنی دا ده چې دا ټکنالوژي لا هلته نشي پلې کېدلی.

د سیمې يوې اوسېدونکې ستارې د روان کال په جنورۍ مياشت کې شپږ پسونه له لاسه ورکړل. دا وايي، پسونه يې له کوره بره د څر لپاره بېولي وو، چې واورين پړانګ پرې بريد وکړ.
"دریو څلورو کلونو کې مې دا پسونه لوی کړي وو، او دا ټول په یوه ورځ کې ختم شول".
کله چې ترې پوښتنه وشوه چې ايا د مصنوعي ځيرکتيا کامرې کولی شي راتلونکې کې مرسته وکړي؟ هغې وويل، "زما تلیفون د ورځې په اوږدو کې سېګنال نه لري، نو پيغام به څه مرسته وکړي؟"
د خیبر کلي مشران په يوه جرګه کې وایي، د کلونو په تېرېدو د خلکو ذهنیت بدل شوی، او اوس د کلي ډېری خلک د واورینو پړانګانو ارزښت او د چاپېریال پر توازن یې اغېز درک کوي خو لا هم ټول خلک په دې باور نه دي. یو ځایي بزګر د دې حیواناتو د ګټې په اړه شک لري.
"پخوا به مو ۴۰ یا ۵۰ پسونه لرل، اوس یوازې څلور یا پنځه پاتې دي، او لامل یې دا دی چې واورين پړانګان ګواښ دی، او غرڅه مو واښه خوري."

د عکس سرچینه، WWF
د اقلیم بدلون هم یوه بله وجه ده چې ځینې خلک واورينو پړانګانو اندېښمن کړي. ساینسپوهان وایي د هوا تودوخې خلک مجبور کړي چې خپلې کروندې او څاروي لوړو غرنيو سیمو ته یوسي، هلته چې د واورینو پړانګانو سیمه ده.
که ځایي خلک د طبیعت د ساتنې له پیغام سره موافق وي او که نه، ډبليو ډبليو اېف وایي، قانوني سزاګانو په وروستیو کلونو کې ډېر اغېز لرلی دی. په ۲۰۲۰ کال کې درې کسان د هوپر درې په سیمه کې د یوه واورین پړانګ د وژلو له امله بندي شول.
دا سیمه له خیبره دوه ساعته لېرې پرته ده. له هغوی یوه یې د مړه پړانګ سره خپل انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي وو.
که څه هم د دې پروژې غړي هیله لري چې په مصنوعي ځيرکتيا سمبال وسایل به اغېزمن وي خو دوی پوهېږي چې یوازې همدا حل نه شي کېدای.
په سپټمبر کې، دوی پلان لري چې له دې سیمو د واورينو پړانګانو د لېرې ساتلو لپاره د بویونو، غږونو او رڼاګانو کارول هم تجربه کړي.











