بېل ګېټس به د خپلې ۲۰۰ میلیارد ډالرو شتمنۍ ډېره برخه افریقا ته ورکړي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, فاروق چوتیا
- دنده, بيبيسي نيوز
د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس وايي د هغه ډېره شتمني به په راتلونکو شلو کلونو کې په افریقا کې د روغتیا او تعلیمي خدماتو په ښه کولو ولګول شي.
د بېل ګېټس اعلان د موزمبیق پخوانۍ لومړۍ مېرمنې ګراسا ماشېل له تاوده هرکلي سره مخ شو، چې ویې ویل: "دا اعلان د کړکېچ پر وخت راغی."
ماشېل زیاته کړه: "موږ د ګیټس پر صادقانه ژمنتیا تکیه کوو، چې زموږ د بدلون پر لاره کې له موږ سره مل پاتې شي."
له بلې خوا، د امریکا حکومت د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "لومړی امریکا" تګلارې په چوکاټ کې خپلې مرستې افریقا ته- په ځانګړي ډول د اېډز ناروغانو د پالنې پروګرامونو ته، کمې کړې دي.
دغه امریکایي سیاست د افریقا د روغتیايي خدماتو د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
خو۶۹ کلن ګېټس، چې بنسټ یې له پخوا نه په افریقا کې د فعالیت اوږده سابقه لري، غواړي تمرکز پر لومړنۍ روغتیايي پاملرنه وکړي.
هغه وویل: "موږ دا زدکړي که د یوې مور ته له میندوارۍ وړاندې او د حمل پر مهال ښه روغتیايي پاملرنه او تغذیه برابره شي، نو دا غوره پایلې لرلی شي."
ګېټس زیاته کړه: "همداراز، که ماشوم ته د ژوند په لومړیو څلورو کلونو کې ښه تغذیه ورکړل شي، دا به ستر توپیر رامنځته کړي."
د ځوانو نوښتګرو لپاره، د ټېکنالوژۍ دغه میلیاردر وویل: "د موبایل تېلیفونونو ټېکنالوژي په افریقا کې د بانکي چارو په برخه کې یو لوی بدلون راوست او اوس د مصنوعي ځیرکتیا وار دی چې د افریقا د خیر ښېګڼې لپاره وکارول شي."
د ګېټس په وینا: "افریقا له دودیزو بانکي نظامونو واوښته، اوس ستاسو لپاره موقع شته چې د روغتیا د پالنې نوی نسل رامنځته کړئ او مصنوعي ځیرکتیا د دې موخې لپاره وکاروئ."
د ګیټس بنسټ درې ستر لومړیتوبونه ټاکلي: د هغو میندو او ماشومانو د مرګونو مخنیوی چې د وقایې وړ دي، دا ډاډ چې نوی نسل له وژونکو او ساري ناروغیو خوندي وده وکړي، درېیم دا چې له فقر نه د میلیونونو انسانانو خلاصون.
دغه بنسټ په خپل یوه بیان کې ویلي: "په شلو کلونو کې به د بنسټ لمر عملًا پرېوځي."
بيل ګيټس په خپل بلاګ کې لیکلي: "خلک به ډېر څه زما په اړه ووایي کله چې مړ شم، خو زه هوډمن یم چې له هغو تورو یو یې دا نه وي چې: 'هغه بډای مړ شو.'"
خو د بلومبرګ په وینا، حتی د نړۍ د پنځم شتمن سړي د شتمنۍ ۹۹ سلنه بسپنه ورکول به هغه د میلیاردرانو له کتاره ونه باسي.
بېل ګېټس وايي چې هغه د سوداګر وارن بفټ او نورو خیریه کارکوونکو د پیسو بسپنه ورکولو ته هڅول شوی و.
خو ځینې نیوکوونکي وايي، ګېټس له خپل خیریه بنسټه د مالیاتو د نه ورکولو لپاره کار اخلي او دا هم وايي چې بنسټ یې د نړیوال روغتیايي نظام پر پالیسیو غیر ضروري نفوذ لري.











