د پاريس اولمپيک لوبې په ځانګړو مراسمو پای ته ورسېدې

اولمپيک لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال نړیوالې اولمپیک لوبې په پرتمینو مراسمو په رسمي توګه پای ته ورسېدې. په دې اولمپيک لوبو کې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو لوبغاړو په ۳۲ برخو کې د ۳۲۹ مډالونو د ګټلو لپاره سيالي وکړه.

د دغو دوه اونیزو سیالیو په پای کې امریکا د سرو زرو د څلوېښتو او په ټوله کې د ۱۲۶ مډالونو په ګټلو لومړی ځای خپل کړ.

چین هم د سرو زرو څلوېښت او ټول ۹۱ مډالونه وګټل. جاپان ۲۰، اسټرالیا ۱۸، فرانسې ۱۶، نېدرلنډز ۱۵ او بریتانیا د سرو زرو ۱۴ مډالونه وګټل.

د پاريس اولمپیک لوبو کې شپږو افغانانو چې دری نارينه او دری ښځينه وو په بېلابېلو سپورتي برخو کې د افغانستان په استازولۍ سيالي وکړه.

پنځو نورو افغان لوبغاړو هم د اولمپيک نړيوالې کمېټې د کډوالو ټيم په چوکاټ کې په دې سياليو کې ګډون درلود خو هېڅ کوم افغان لوبغاړی د مډال په ګټلو ونتوانېد.

د افغانستان لپاره کيمیا یوسفي په ځغاسته، محمد صمیم فیض‌زاده په جودو، فریبا هاشمي په بایسکل ځغلونه، شاه محمود نورزي په ځغاسته، فهیم انوري په لامبو کې او یولدوز هاشمي هم په بايسکل ځغلونه کې برخه واخيسته.

افغان لوبغاړي اولمپيک

د عکس سرچینه، Getty Images

نګاره شاهین په جودو کې، امیر انصاري د سړک بایسکل ځلغونه کې، منیژه تلاش په برېک ډانس، فرزاد منصوري په تکواندو او صبغت الله عرب په جودو کې د کډوالو لوبډله کې افغان لوبغاړي وو.

بل پلو پاکستان بيا ۳۲ کاله وروسته په اولمپيک سياليو کې مډال خپل کړ. ارشد نديم د نېزې غورځولو سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

پاکستان وروستی ځل په ۱۹۹۲ کال کې د ژېړو مډال ګټلی و.

د پای په مراسمو کې د اولمپیک بیرغ د امریکا د لاس اېنجلېس ښاروال ته وسپارل شو، چې ښار به یې په ۲۰۲۸ کال کې د را روانو اولمپیک لوبو کوربه وي.

د مراسمو د یوې برخې په توګه، د امریکا اوڅار فلم ستوری، ټام کروز، په پاریس کې د فرانسې سټېډیم ته په خپل فلمي انداز د رسیو په مټ ورښکته شو او د اولمپیک بیرغ یې په موټرسایکل له لوبغالي له ځانه سره یووړ.

د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر دا لوبې بریالۍ وبللې او ټینګار یې وکړ چې په یوه وېشلې نړۍ کې اولمپیک د سولې هڅوونکی دی.