پېښور کې AI او ځوان فکرونه

د ویډیو تشریح،
پېښور کې AI او ځوان فکرونه

اې‌ای یا مصنوعي ځیرکتیا به په راتلونکې کې د څه جوګه وي؟ مصنوعي ذکاوت په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دی او د ژوند هره برخه به اغېزمنوي. د انسانانو اړتیاوو ته د غبرګون وړتیا یې پرمختللې کېږي، له انسانانو سره به یوځای کار کوي، اخلاقي او قانوني پرېکړې به کوي، د روغتیا، زدکړو، اقلیمي بدلون او د ژوند هر اړخ به له اې‌ای سره تړلی وي.

خو موږ له دې چټک پرمختګ سره خپل ځانونه څنګه عیارولی شو. یوه لاره یې د پوهاوي خپرول دي. پېښور کې څه موده وړاندې یوه بنسټ د اې‌ای او ځوانو فکرونو په نامه یو پروګرام جوړ کړی و.