ایران کې اعتراضونه؛ ایراني حکومت ته د ټرمپ ګواښ

د ویډیو تشریح، ایران کې اعتراضونه؛ ایراني حکومت ته د ټرمپ ګواښ
ایران کې اعتراضونه؛ ایراني حکومت ته د ټرمپ ګواښ

په ایران کې د لاریونونو د دوام او له هغې سره هم‌مهاله د ایراني چارواکو له‌خوا لاریونوالو ته د همغږو خبرداریو تر ورکولو وروسته، په دوو روغتونونو کې یوه ډاکټر او یو روغتیايي کارکوونکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دوی روغتیايي مرکزونه ته زښت ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.

یوه ډاکټر وویل، په تهران کې د سترګو یو روغتون د بېړني حالت پړاو ته ننوتی. همداراز بي‌بي‌سي د بل روغتون د یوه روغتیايي کارکوونکي پیغام ترلاسه کړی چې پکې ویل شوي، دوی د ناروغانو د زیات شمېر د درملنې لپاره کافي جراحان نه لري.

د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې ایران له "سترې ستونزې" سره مخ دی او خبرداری یې ورکړ: "ښه ده ډزې پيل نه کړئ، ځکه که تاسو ډزې پیل کړئ، موږ به هم ډزې پیل کړو."

ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یوه لیک کې امریکا تورنه کړه چې دغه هېواد لاریونونه په هغو څه بدل کړي چې تهران یې "تاوتریخجن تخریبي اعمال او پراخه ورانکاري" بولي.