اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مظاهره: پولیسو د عمران خان دوو خویندو په ګډون له ۱۰۰ ډېر کسان نیولي

بي بي سي ته په رسېدلي ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې ښځینه پولیس د عمران خان خور له ځان سره بیايي.
د عکس تشریح، بي بي سي ته په رسېدلي ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې ښځینه پولیس د عمران خان خور له ځان سره بیايي.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د پلازمېنې اسلام اباد په ډي چوک سیمه کې یوه احتجاجي مظاهره رابللې، خو چارواکو نه یوازې ښار ته غځېدلې لارې تړلې، بلکې له نن (جمعه) ګهیځ راهیسې یې مخابراتي شبکې هم غیرفعالې کړې دي.

بل لور ځايي پولیسو د عمران خان دوې خویندې علیمه خان او عظمیٰ خان د پلازمېنې له ډي چوک سیمې نیولې دي.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک سره خبرو کې اسلام اباد پولیسو منلې چې علیمه خان یې نیولې او سکرتریت پولیسو مرکز ته یې بیولې ده.

ځايي پولیسو تائید کړې، چې په راولپنډۍ او اسلام اباد ښارونو کې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ۱۰۰ ډېر فعالان او پلویان نیولي دي.

د بي بي سي خبریال وايي، له هغه وروسته چې د پي ټي ای ګوند فعالان د ښار په منځ او شاوخوا سیمو کې یو ځای کېدل، پولیسو یې د مخنیوي لپاره اوښلن ګاز وکاراوه.

ځايي پولیس بیا ادعا کوي، چې د سوهان لویې لارې په اوږدو کې پي ټي ای کارکوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې له کبله یې د علي رضا په نامه یو پولیس ټپي شوی دی.

پولیسو د مظاهرینو شړلو لپاره اوښلن ګاز کارولی.
د عکس تشریح، پولیسو د مظاهرینو شړلو لپاره اوښلن ګاز کارولی.

د پاکستان په اساسي قانون کې د وړاندیز شویو بدلونونو پر ضد د پي ټي ای له احتجاج مخکې تېره شپه د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل ''هېڅکله به پر اسلام اباد یرغل ته اجازه نه ورکول کېږي.''

نوموړی وايي، په اسلام اباد کې د قانون ۱۴۴ مادې له مخې د ګڼو کسانو یو ځای کېدو ته اجازه نه ورکول کېږي او د دې قانون پلي کولو لپاره پوځیان او ملېشه ځواکونو پلازمېنې ته بلل شوي دي.

د ګوند مشر عمران خان چې د مالي درغلیو او نورو تورونو له کبله په زندان کې دی، د خپل ګوند له فعالانو او مشرانو غوښتي چې د پلازمېنې ډي چوک سیمې ته د احتجاج لپاره ځانونه ورسوي.

ښاغلي خان د راولپنډۍ له اډیاله نومي زندانه پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي: ''زه غواړم تاسو ټول د سوله ییز احتجاج لپاره د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه ورسوئ. د لاهور او شاوخوا سیمې اوسېدونکي دې د اکتوبر پر پنځمه (شنبه) مینار پاکستان شاوخوا کې احتجاج ته چمتوالی وکړي.''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، د پي ټي ای فعالان به په هر صورت ډي چوک سیمې ته ځان رسوي.

نوموړی وايي، تر اوسه پورې دوی ته د احتجاج ځنډولو په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي. ښاغلی ګنډاپور وايي، ''زموږ چمتوالی بشپړ او زموږ احتجاج سوله ییز دی. که څوک زموږ پر لاریون سره زور زیاتی وکړي، د وضعیت مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.''

د یادونې ده، چې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو صوبايي ادارې د پلازمېنې اسلام اباد تر څنګ د ایالت په مرکز لاهور، راولپنډۍ، اټک او سرګودها ښارونو کې هم پر سیاسي غونډو، پرلتونو، مظاهرو او لاریونونو بندیز لګولی او په دې ټولو ښارونو کې یې پوځیان او ملېشه ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د ویډیو تشریح، پښتین: د جرګې ناکامولو لپاره لپاره لارې مه پرانیزئ