د یوې هندۍ ښځې په مینه کې د نېلسن منډېلا د زړه ماتېدو کیسه

- Author, ریحان فضل
- دنده, د بي بي سي خبریال، نوی ډیلی
نېلس منډېلا یو ځل د ټوکې په انداز وویل: "کله مې چې ښځې وګوري او له ما سره دلچسپي ولري، دا زما نیمګړتیا نه ده. صادقانه باید ووایم چې زه پرې نیوکه نه کوم".
نېلسن منډېلا - چې درې ځله یې واده کړی، ان په زړبودۍ کې هم د نړۍ په لر و بر کې د ښځو پام پرې ور ټول و.
امینې ولې دا وړاندیز رد کړ؟
امینه په ۱۹۳۰ کال زیږېدلې. هغې د جنوبي افریقا د هغه وخت د توکمپال حکومت د تګلارې ضد خوځښت کې مهم رول لوبولی دی.
امینه په ۲۱ کلنۍ د نېلسن منډېلا لیدو لپاره زندان ته ورغله.
امینې له یوسف چچالیا سره واده وکړ چې نوموړی په ۱۹۹۵ کال ومړ، هغه وخت نېلسن منډېلا د خپلې دویمې ښځې د طلاق کار پیل کړی و.

د عکس سرچینه، GHALEB CHACHALIA/FACEBOOK
د امینې زوی غالب چچالیا وايي: "موږ پوهېدو چې منډېلا او زما پلار خواږه ملګري وو. دی به ډېری وخت زموږ کور ته راته".
دی وايي: "په ۹۰مو کلونو کې یو ځل، زما مور زه او خور مې څنګ ته کړو او راته یې وویل چې نېلسن منډېلا ورته د واده وړاندیز کړی چې هغې رد کړی دی".
هغه وخت منډېلا ۸۰ کلن او امینه ۶۸ کلنه وه.
له غالب مې وپوښتل چې ولې یې مور د داسې یوه مشهور سړي د واده وړاندیز رد کړ؟
د غالب ځواب دا و چې: "مور مې له نېلسن منډېلا سره مینه لرله، خو دې ته چمتو نه وه چې زما پلار پرېږدي. زما پلار له هغې ۱۵ کاله مشر و. ښايي د هغه له مرګ وروسته به دې نه غوښتل چې ژوند کې یې کوم بل څوک ور ګډ شي.
په زړه پورې او جذاب چم

د عکس سرچینه، GHALEB CHACHALIA
مشهور ورځپاڼه لیکونکی سعید نقوي وايي، کله چې نېلسن منډېلا له زندانه خوشی شو، د لومړي ځل لپاره یې له امینې سره د لیدلو موقع ومونده. هغه وخت د امینې مېړه ژوندی و. کله چې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د نېلسن منډېلا لیدو ته ورغی، امینه یې د منډېلا څنګ ته ناسته ولیده.
سعید نقوي وايي: "امینې ته په کتلو مې وانګېرله چې هغه یو وخت ډېره ښکلې، زړه راښکونکې او لوبګره وه. د هغې شخصیت د یوې اتلې په څېره کې معلومېده".
"هغې د افریقا ملي کانګرس کې کار کاوه. هغه د منډېلا ملګرې وه او فکري کچ یې هم د نېلسن منډېلا له فکر سره یو شان و."
کیت مېلر هم له امینې سره مینه لرله
جالبه دا ده چې د اسټرالیا د کرېکټ لوبډلې غړي کیت میلر چې په ۱۹۴۸ کال یې جنوبي افریقا ته سفر کړی و، له امینې سره مینه لرله.
دا هغه مهال مجرده وه او کیت میلر یو نړیوال مشهور ورزشکار و.
سعید نقوي وايي، دواړو په یوه مېلمستیا کې سره پېژندلي وو او وروسته کیت میلر شپه او ورځ له امینې سره په اړیکه کې و. د خندا وړ ټکی دا دی چې هغې به یې اړیکه اخیسته خو د لیدو توان یې نه درلود.

یوه ستونزه دا وه چې امینه د هند په قلمرو کې اوسېدله. مېړه یې یوسف بهايي ډېر خندل او دا داستان بیاناوه چې توکمپالنې له موږ سره ډېره مرسته کړې وه، که نه نو کیت میلر به راغلی وای او له امینې سره به یې لیدلي واي".
امینه او نېلسن منډېلا د سعید نقوي پر وړاندې ډېرې لیدنې او ناستې لرلې، خو کله چې دوی په ۱۹۹۵ کې جنوبي افریقا ته ولاړل، د امینې مېړه یوسف مړ شوی و.
څو ځله داسې پېښه شوې کله به چې سعید نقوي د امینې لیدو ته ورغی، پام به یې شو چې نېلسن منډېلا هم همالته دی.
سعید نقوي وايي: "بیا پر دوی وپوهېدم چې نېلسن منډېلا یو داسې کار کړی چې کیت میلر یې توان نه درلود. وروسته ورو-ورو د ټولو پام شو چې نېلسن منډېلا له هغې سره د واده کولو پرېکړه کړې وه".

د عکس سرچینه، GHALEB CHACHALIA/FACEBOOK
امینې منډېلا ته سموسې پخولې
امینې وروسته مرکه کړې او پکې ویلي یې دي له نېلسن منډېلا یې په زړه پورې خاطره دا ده چې له ولسمشر کېدو وروسته یې یوازې یو ځل کور ته ورغلې ده.
امینه په دې مرکه کې وايي: "په پخلنځي کې پرلت وهلی و او ما ورته سموسې پخولې".
امینه پخپل ژوندلیک کې د (وان هوپ اېنډ هسټري رایم) کې لیکلي، "یو ځل دریم وار له ګرېس میچل سره تر واده وروسته، نېلسن منډېلا جوهانسبرګ کې زما کور ته راغی او په ښکاره یې د خپلې مینې اظهار راته وکړ".
"ما یې مخالفت وکړ او ومې ویل تا تازه واده کړی. زه ازاده یم او ته نه یې. نېلسن منډېلا په دې خبره په غوسه شو، که څه هم څو ځله یې وویل خو ما کبان پخول او بیا بهر ته ووت".

امینه په خپل ژوندلیک کې وړاندې لیکي چې "نېلسن منډېلا هېڅ عاشقانه اړیکه نه لرله. ښايي د کلونو زنداني کېدو یې دا احساس له منځه وړی وي. زما هغه خوښېده، خو نه په هغه کچه چې زما له مرحوم مېړه سره به مې د هغه د زړبودۍ په کلونو کې لرله".
سعید نقوي وايي: "باور دا و چې نېلسن منډېلا ته د یوې هندۍ ښځې پر ځای د موزمبیق د ولسمشر له کونډې ګریس میچل سره واده کول غوره دي، ده په دې کار کې په ارامه ګامونه اخیستل".
د هغه په وینا، "ددغو ادعاوو ریښتینولي ثابتول ممکن نه دي چې چا هو وویل او چا نه، خو په ډاډ سره د دوی ترمنځ یو څه وو، د دوی دواړو ترمنځ له نژدې لیدو وروسته ویلی شم چې د دواړو لوریو د اور تاو یو شان و".











