۴۵ زره کاله پخوا د سکاټلنډ ګالووې کې وژغون لرونکي فیلان ګرځېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ازموینو تایید کړې ده چې د سکاټلنډ سوېل لوېدیځ کې یوه سمندري کارمن یو لوی هډوکی موندلی چې د وژغونو (وړیو) لرونکي فیل دی.
دا کشف په ۲۰۱۸ کال کې سټرانریر ته څېرمه د سمندر پر څنډه شوی او بیا سکاټلنډ کې ملي موزیم ته سپارل شوی.
اوس تایید شوې ده چې دا هډوکی د لوی وژغونې لرونکی فیل دی چې لرغونتوب یې نژدې ۴۵٫۰۰۰ کلونو ته رسېږي.
د دې معنا دا ده چې "د یقین تر کچې په سول برابره" خبره کېدای شي چې هغه مهال دغه ډول مخلوقات دغه سیمه کې ګرځېدل.

د عکس سرچینه، DUNCAN MCGLYNN
د دغه حیوان هډوکی نیک کومبلي کشف کړی و، نوموړی د Solway Coastwise پروژې همغږی کوونکی و، هغه په ساحل کې قدم واهه چې هډوکی یې وموند.
دی وايي، دا هډوکی نژدې دوه فوټه (۶۰ سانتي متره) اوږد او په دې سیمه کې تر هر بل لوی موندل شوي هډوکي لوی و.
نوموړي وروسته د سیمه ییز موزیم خدماتو ته وسپاره او هغوی ملي موزیم ته ورکړ.
دوی دا یو 'بالقوه مهمه کشفونه' بللې ده.

د عکس سرچینه، SOLWAY FIRTH PARTNERSHIP
د سکاټلنډ د ملي موزیم د فقري څارویو د برخې همغږي کوونکي ډاکټر اندري کیچنر ویلي: "خوښ یو چې دا ډېر مهم کشف – کله څنګه مو چې پیل کې همدا تمه کوله - اعلانوو".
"موږ کولی شو تایید کړو چې دا واقعا د وژغون لرونکي فیل هډوکی دی، په تېره د ورانه هډوکی یې دی چې قدامت یې نژدې ۴۵ زره کالو ته رسي".
"په جلا توګه، موږ له هغې سیمې څخه چې لږ تر لږه ۴۶،۰۰۰ کاله عمر لري، د ماموت غاښونه پېژندلي، له دې کبله موږ په پوره ډاډ ویلی شو چې په دې وخت کې په ګالووې کې ماموت حیوانات ګرځېدل".
وژغون لرونکی ماموت څه و؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دوی شمالي ماموت یا سایبري ماموت هم بولي، دا یو ډول هغه فیل دی چې اوس یې نسل ختم شوی او د اروپا، د اسیا شمال او شمالي امریکا کې کیندنو کې یې نښې موندل شوې دي.
وژغون لرونکی ماموت په لویوالی، وژغونو او وېروونکو غاښونو (عاج) مشهور و. ددې مخلوق اوږدوالی له ۳ مترو نه تر ۳،۷ مترو (۱۰ ګامه تر ۱۲ ګامونو) پورې و او وزن یې د ۶۰ او ۸۰ ټنو ترمنځ و.
دغه فیل بوټی خوړونکی حیوان و او د بوټو پر پاڼو او ډنډر او د ونو پر پاڼو پایېده.
له ۱۰۰۰۰ کلونو راپدېخوا یې نسل تر ډېره له ورکېدو سره مخامخ و، لامل یې د انسانانو له لوري د ښکار ډېرېدو سره د اقلیم بدلون او د هوا تودېدل ګڼل شوي.
ځینې شواهد ښيي چې دوی تر ۴،۳۰۰ کاله د مخه د شمالي روسیې ورینګل ټاپو کې اوسېدلي.








