'پټان': څلور کاله وروسته د شاه رخ خان نوی فلم

د عکس سرچینه، Getty Images
شاه رخ خان تر خپل (زیرو فلم) وروسته بېرته صحنې ته راستنېږي او داسې ښکاري چې د جنورۍ په ۲۵ مه به یې د پټان په نوم فلم په خپرېدو سره دا خوب ریښتیا شي.
په فلم کې د یوې سندرې په اړه لانجې وې، خو ښکاري چې تر خپرېدو مخکې ځینو صحنو دا فلم بریالی کړی دی.
د دوبۍ په برج الخلیفه کې د شاه رخ خان د فلم ځینو صحنو خپرېدو سره، له وړاندې ټکټونه اخیستل شوي او پر ټولنیزو رسنیو له بحثونه هم ښکاري، که فلم بریالی شي یا نه خو لومړۍ اوونۍ به یې له خبرونو سره مله وي.
له یوې خوا د شاه رخ خان د مینه والو لیونۍ مینه او بل پلو د ځینو خلکو پرېکون هم مهم دی، چې دواړه به یې جلا کیسې ولري.
له ټولو لانجو سره سره د بالیووډ ستوري شاه رخ خان پټان فلم له خپرېدو وړاندې یو میلیارډ هندي روپۍ ګټلې دي.
د دې فلم په خپرېدو سره به شاه رخ خان تر څلور کلونو وروسته سینما ته راستون شي. شاه رخ خان په ۲۰۱۸ کال کې وروستی ځل په زیرو فلم کې رول لوبولی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
نن سبا د شاه رخ خان تر څنګ د هغه د زوی ارین خان نوم هم په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې یادېږي.
د متحده عربي اماراتو له سټي ټايمز سره په خبرو کې پاکستانۍ ممثلې سعديه ويلي، له ارين سره يې لیدلي او د نورو خلکو په څېر يې له هغه سره يو عکس هم واخيست.
هغې وايي، ارین "ډېر ښه او دروند انسان" دی، هغې ټولې هغه اوازې بې بنسټه بللي چې تر دې وړاندې د ارین خان په اړه ویل شوي دي. نوموړې ویلي، دا ډېره عجيبه ده چې خلک پرته له دې چې په ټوله کيسه پوه شي، د چا په اړه خبرې پیل کړي، د خبر او کېسې خپرولو لپاره بايد يو حد موجود وي.
ویل شوي ارین خان د فلمونو ستوری نه بلکې د پردې تر شا فلم جوړولو پرېکړه کړې ده. هغه پر خپل انسټاګرام لیکلي "کیسه تیاره ده اوس د عمل وخت دی" او دا چې د فلم جوړولو پر کار پیل کوي.
شاه رخ خان د بالیووډ یو وتلی ستوری دی او په فلمي صنعت کې تر دېرش کلونو ډېر کار کړی دی. هغه په ټوله نړۍ کې په میلیونونو مینه وال لري.











