تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جي اووه ډلې لوېدیزه غاړه کې د اسرائیلي ښارګوټو د پراخولو پلان وغانده
د جي-اووه هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اسرائیل لخوا د فلسطین په نیول شوې لوېدیزه غاړه کې د ښارګوټو پراخولو پلان وغانده او دا یې "سولې ته زیان اړونکی ګام" وباله.
اسرائیل تېره میاشت وویل هوډ لري چې په لوېدیزه غاړه کې د یهود مېشتو ښارګوټو پنځه مرکزونه قانوني اعلان، درې نوي ښارګوټي جوړ او د هغې خاورې ځینې نورې برخې هم لاندې کړي چې فلسطنینیان په کې ځان لپاره د یوه خپلواک حکومت جوړول غواړي.
خو د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي-۷ ډلې دا پلان غندلی دی.
په دې ډله کې امریکا، بریتانیا، کاناډا، جاپان، فرانسه، المان او ایټالیا شامل دي.
د جي اووه ډلې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو چې په واشنګټن کې سره راټول شوي، له اسرائیل دا هم وغوښتل چې د فلسطین کورواکې ادارې ته ټول ځنډول شوې مالیاتي عواید ور وګرځوي.
د دوی په وینا په لوېدیزه غاړه کې د اقتصادي ثبات ساتنه سیمه ییز امنیت لپاره اړینه ده.
د جي اووه ډلې بهرنیو چارو وزیرانو پر دې هم ټینګار وکړ چې دوی د اسرائیل او فلسطین دوو خپلواکو هېوادونو د رامنځته کېدو حللارې پر بنسټ د دایمي سولې ټینګښت ته ژمن دي.
پر توندلارو اسرئیلو د امریکا نوي بندیزونه
بلخوا د امریکا متحدو ایالتونو پنجشنبه د جون ۱۱مه د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالي له کبله پر اسرائیلي توندلارو نوي بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، "لهاوا" له لس زرو د ډېرو غړو په درلودو سره "اسرائیل کې تر ټولو د تاوتریخجن سازمان" په توګه تور لیست کې ځای پر ځای شوی دی.
د دغه وزارت ویاند "متیو مېلر" ویلي، "موږ د اسرائیل حکومت په کلکه هڅوو چې له دغو افرادو او بنسټونو ځواب غوښتلو لپاره سملاسي ګامونه واخلي. که اقدام نه کېږي، موږ به د خپلو ځواب ویونکو لارو چارو پلي کېدو ته دوام ورکړو."
د امریکا متحد ایالتونه که څه هم له اسرائیل سره په غزه کې د حماس خلاف روانه جګړه کې ملاتړ کوي، خو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې په وار وار خبرداری ورکړی چې په لوېدیزه غاړه کې دې د کړکېچ له ډېرولو ډډه وشي.