تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا نټینګهم برید درو وژل شویو کسانو کې زدکوونکي هم دي
د بریتانیا پولیسو د سې شنبې په ورځ درې مړي وموندل. په ورته وخت کې د بریتانیا نټینګهم ښار کې یوه تن په موټر د درو کسانو د وهلو هڅه کړې ده چې چارواکي وايي، دا جرمونه له یو بل سره تړاو لري.
پولیسو ویلي، د نټینګهم ښار د "خطرناکې پېښې" په اړه څېړنه کوي، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دوه مړي د سې شنبې په ورځ ګهیځ ۴ بجې په الکسټون لار کې موندل شوي او د دریم تن مړی د ښار په "مګډالا" لار کې پیدا شوی دی.
په وژل شویو کې دوه د پوهنتون ۱۹ کلن محصلان او یو بل سړی دی چې عمر یې تر ۵۰ کلونو لوړ ښودل شوی.
په یوه بله پېښه کې په موټر یوه تن غوښتل درې کسان په میلټن سړک کې ووهي چې دوی یې ټپیان کړي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو په ښار کې خپل حضور زیات کړی او د ډېری لارو عام ترانسپورت یې بند کړی دی.
په ښار کې د اور وژنې ادارې ویلي له پولیسو سره همکاري کوي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې لارو کوڅو او تړل شویو لارو ته را ونه وځي.
پولیسو یو ۳۱ سړی په بینټینګ لار کې د وژنې قضیه کې یو مشکوک سړی نیولی او لا هم له پولیسو سره دی.
د بي بي سي خبریال نفتیج جوهال وايي، په وسلو سمبالو ځینو پولیسو پر الکسټون لار پراته پر یوه کور چپاو ور وړی او ترې چارچاپېره سیمه یې کلابنده کړې چې ښکاري د مشکوکو کسانو د موندلو د لټون په هڅه کې دي.
د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک ویاند ویلي، لومړی وزیر په پېښه خبر کړل شوی دی.