ایتیوپیا کې د ځمکښویېدنې ژغورونکو له خټو ۲۲۹ جسدونه رایستلي

ایتیوپیا

د عکس سرچینه، REUTERS

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، ژغورونکو ډلو تر دې دمه په جنوبي حبشه (ایتیوپیا) کې د ځمکې ښویېدو په دوو پېښو کې د وژل شویو ۲۲۹ کسانو مړي موندلي دي.

د ځمکښوېیدنې د یکشنبې په ماښام او د دوشنبې په سهار د ګوفا زون په یوه لیرې پرته غرنۍ سیمه کې له سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې.

ځایي چارواکو وویل چې د ممکنه ژوندي پاتې شویو خلکو لټون "په شدت دوام لري" خو "د مړو شمېر لاهم لوړېدی شي".

په عکسونو کې ښودل شوي چې په سلګونو خلک د پېښې په ځای کې راټول شوي او نور د خاورو لاندې د خلکو په لټه کې دي.

د غونډۍ یوه برخه لیدل کېدی شي چې په جزوي توګه ښویېدلې او سوربخنه ځمکه له لیرې ښکاري.

د ګوزا زون مشر ډاګماوي عایل بي بي سي ته وویل، په وژل شویو کې لویان او ماشومان هم شامل دي، په داسې حال کې چې لس تنه ژوندي ژغورل شوي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ښاغلي ډاګماوي وویل، سخت باران د یکشنبې په ورځ د ځمکې ښوېیدنې لامل شو او کله چې د پولیسو افسران، ښوونکي او د نژدې کلیو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د لټون او ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړ، د ځمکې ښوېیدنې دویمه پېښه وشوه چې دوی یې هم تر خټو لاندې ښخ کړل.

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ لا هم پر کیندنه بوخت یو."

غوا

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د وچکالۍ له کبله خلک د مالونو ساتلو ته زړه نه ښه کوي.

د ګوفا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مارکاس میلیس ویلي، تر اوسه ۲۲۹ جسدونه رایستل شوي دي.

ګوفا د سوېلي ایتیوپیا یوه برخه ده چې د پلازمېنې ادیسه بابا سوېل لویدیز شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره (۱۹۹ مایله) کې موقعیت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، سوېلي ایتیوپیا د هېواد له هغو سیمو څخه ده چې په وروستیو میاشتو کې په ځانګړي ډول درنو بارانونو او سېلابونو ځپلي دي.

مخکې هم ایتیوپیا کې د ځمکې ښوېیدنې او سېلابونو پېښې رامنځ ته شوې دي. د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د هېواد په جنوب کې د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول.

نړۍ لا دمخه د صنعتي پېر له پیل راهیسې شاوخوا ۱،۲سانتي ګراده ګرمه ده او د تودوخې درجه په لوړېدو ده، یا دا چې په نړیواله کچه حکومتونه د شین کوریزو ګازونو خپرېدو کې شدید کمی راولي.