د نابینایانو کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان لومړی ګډون: دوی څرنګه کرېکټ کوي؟

cricket

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ کوم نړیوال جام ته د نابینایانو لوبډله لېږلې
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د نابینایانو شل اوریزو سیالیو څلورم نړیوال جام نن (شنبه د نومبر ۲۳مه) د پاکستان په کوربتوب لاهور کې پیل شو، او کوربه لوبډلې پکې د سویلي افریقا د نابینایانوخلاف د اتو وېکټو په توپیر لومړۍ بریا خپله کړه.

د افغانستان د نابینایانو کرېکټ ملي لوبډله په لومړي ځل تر داسې سترو سیالیو رسېدلي او پکې ګډون کوي، خو هند بیا د خپلو دلایلو له کبله پاکستان ته لوبډله نه ده لېږلې او له نړیوال جامه تېر شوی دی.

د افغانستان د نابینایانو کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر اباسین سیلاب بي‌بي‌سي ته وویل "موږ په افغانستان کې د ننه د کرېکټ ډېرې لوبې او تمرینات کړي، خو کله مو نړیوال جام کې لوبې نه دي کړي او له همدې کبله دا لوبې ډېرې مهمې او ارښتناکې دي."

هغه په لومړي ځل دې ځای ته رسېدو له کبله د افغان کرېکټ بورډ له هڅو خوښ دی او وايي لوبډله یې هیله لري چې خپل هېواد لکه د بلې ملي لوبډلې په څېر لوبیز ډګر کې وځلوي.

د نابینایانو کرېکټ د نړیوالې ادارې او پاکستان کرېکټ بورډ لخوا د اعلان شوې مهالوېش له مخې د سیالیو پیل نن د سوېلي افریقا او پاکستانۍ لوبډلو ترمنځ پر لوبه وشو، نن دویمه لوبه د شري‌لنکا او نیپال او درېیمه هغه بیا د هند او بنګله‌دېش ترمنځ پلان وه، خو د هند د نه ګډون له کبله به نن درېیمه لوبه نه کېږي.

د افغانستان لوبې

cricket

د عکس سرچینه، acb

په دغه نړیوال جام کې د هند له نه ګډون وروسته د پاکستان، افغانستان، بنګله‌دېش، نیپال، شري‌لنکا، سوېلي افریقا لوبډلې پاتې چې ټولې به له یوه بل سره لږ تر لږه یو ځلې لوبېږي.

د افغانستان د نابینایانو کرېکټ لوبډله خپل نړیوال سفر د (یکشنبې په ورځ، نومبر ۲۴مه) د شري‌لنکا له نابینایانو سره پر لوبې پیلوي.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې هره ورځ درې درې لوبې کېږي او هره لوبډله هره ورځ له یوه سیال سره مخ ده.

د دغو سیالیو پایلوبه د ډېسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پلان ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه دغې سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه.

کرېکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي چې په پیل کې د نابینایانو ټولنې لخوا ۵۰ لوبغاړي ور په نښه شوي وو چې دوی له پرلپسې ارزونې وروسته ترې غوره لوبغاړي نوملړ کې شامل کړل.

نابینایان څنګه کرېکټ کوي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د نابینایانو کرېکټ هم لکه د عمومي کرېکټ د لوبې ډېر ورته جوړښت او قوانین لري خو د توپ اچونې او توپوهنې انداز یې جلا دی.

د افغانستان د نابینایانو کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اباسین سیلاب بي‌بي‌سي ته وویل " زموږ کرېکټ د نورو له کرېکټ سره لږ توپیر لري، موږ په یوه شرنګ لرونکي توپ کرېکټ کوو او بال راته په ځمکه راغړول کېږي.".

د نابینایانو کرېکټ کې هم لکه د عمومي کرېکټ په شان شل اورونه ترسره کېږي، لوبډله کې یوولس لوبغاړي لوبېږي او هر توپ اچوونکی څلور اورونه ترسره کولی شي.

ایا د نابیایانو په لوبډله کې ټول لوبغاړي څه نه ویني؟

د دې پوښتنې واضح او ښکاره ځواب نه دی، د نابینایانو کرېکټ لوبډلې ته لوبغاړي له درېیو جلا کتګوریو غوره کېږي.

لومړۍ برخه لوبغاړي: د نابینایانو د لوبډلې هغه لوبغاړي چې اصلا هیڅ شی نه ویني یا په بله اصطلاح سترګې یې سل سلنه کار نه کوي.

دویمه ډله: هغه لوبغاړي چې تر پنځو یا شپږو مترو پورې یې سترګې کار کوي یعنې د لنډ واتن لید لري.

درېیمه کتګوري: هغه لوبغاړي چې سترګې یې تر پنځلسو مترو پورې لیدل کولی شي.

دې جوړښت ته په کتو د قوانینو له مخې هره لوبډله په یوولس کسیز نوملړ کې څلور د لومړۍ کتګورۍ، څلور د دویمې کتګورۍ چې نژدې واټن لیدلی شي او درې نور د درېیمې کتګورۍ چې نسبي ښه لید لري لوبېدلی شي.

د افغانستان له نابینایانو سره په سفر تللي د لوبډلې مسول زاهد الله ځدراڼ بي‌بي‌سي ته وویل افغان لوبغاړي هم له دغو کتګوریو تېر او لوبډلې ته غوره شوي دي.

نوموړی وايي د لوبډلې له سفر او غوراوي مخکې یو زیات شمېر نابینا لوبغاړو په کور د ننه شاوخوا دوه میاشتې تمرینات درلودل او "ځلېدونکي هغه یې ترې نړیوال جام ته غوره شوي."

cricket

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، د افغانستان نابینایانو کرېکټ لوبډلې مېنېجر: افغان لوبغاړي منل شویو کتګوریو ته په کتو له تمریناتو وروسته غوره شوي

له اصلي کرېکټ سره د نابینایانو د کرېکټ نور توپیرونه

بل څه چې بدل دي هغه دا چې د لومړۍ کتګورۍ لپاره چې اصلا هېڅ شی نه ویني بل لوبغاړی منډه وهي او د داسې لوبغاړو یوه منډه په دوه، دوه یې په څلور او څلور یې همداسې په اتو منډو حسابېږي.

د دوی توپ د ځمکې پر مخ ورته راځي یعنې توپ ور رغړول کېږي. د نابینایانو کرېکټ کې یارکر، باونسر او شاټ پیچ بالونه نشته، توپ اچوونکی به د ځمکې په مخ ورته توپ را غورځوي د دوی توپ په منځ کې یو څه وي چې خپله شرنګا (اواز) لري. نابینایانو ته همدا شرنګا دا پیغام ورکوي چې توپ دلته را رسېدلی دی. نو په دوی کې هغه ډېر ځلېږي چې د غږ له ښه درک سره سم پر بېټ ګوزار کوي.

په ټوله کې دا په دې ډګر کې د افغانستان د یوه بل سفر پیل دی، په ځانګړي ډول هغو خلکو ته چې د کوم معلولیت له کبله ورته ډېر پام نه کېږي او د رپوټونو پر بنسټ له رنګا رنګ توپیري چلند سره مخ دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي د دې تر څنګ پلان لري چې په راتلونکي کې د نورو معلولیت لرونکو لوبغاړو لوبډلې هم جوړې او رسمي کړي.