د ملګرو ملتونو سازمان اتیایمه کلیزه: یوناما وايي د ثبات او دوامداره پرمختګ پر لور د افغانستان لاره يوازې نشي وهل کېدای

Afghanistan

د عکس سرچینه، UNAMA

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، په افغانستان کې بشري بحران لا هم په نړۍ کې له خورا سختو ناورينونو یو دی او دا چې د دغه هېواد له دوه پر دريمې برخې زيات وګړي لا هم مرستې ته اړتيا لري.

یوناما زیاته کړې چې په ټول هېواد کې خلک د ميلیونونو کډوالو د راستنېدو له اضافي فشار سره مخ دي، د اقليم بدلون زيانګالي کسان نور هم زياتوي او پر دې سربېره وچکالي، سېلابونه او د چاپېریال تخريب هم د خوړو خونديتوب او د معيشت سرچينې اغيزمنوي.

یوناما دا څرګندونې نن (جمعه اکتوبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو سازمان د جوړېدو د ۸۰یمې کلیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې کړې.

دغه اداره زیاتوي چې د مرستندويه بنسټونو د تمويل کمښت د بېړنيو اړتياوو پوره کولو او د اړينو خدمتونو د چمتو کولو د دوام وړتيا ګواښي.‌

د یوناما اعلامیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستيالې او د يوناما د چارو مسؤلې جورجيټ ګانيون له خولې ویل شوي، چې "ثبات او دوامداره پرمختګ پر لور د افغانستان لاره په يوازې ځان نشي وهل کېدلای."

هغې زیاته کړې "سيمه‌ييزه همکاري، نړيوال تعامل، او د خبرو او ډيپلوماسۍ لپاره ګډه ژمنه اړينه ده."

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جورجیت ګانیون ویلي افغانستان د ثبات او دوامداره پرمختګ پر لور لاره په یوازې ځان نشي وهلی

د یادونې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو لخوا له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د مالي ملاتړ کمېدو د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې بشري مرستې اغېزمنې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان له تېر کال راهیسې سلګونه زره افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته استولي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

له دې سره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستيال او د بشري مرستو همغږي کوونکي اندريکا راټواټه پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې "خپل ملاتړ او پيوستون تازه کړي.‌"

هغه ویلي "ملګري ملتونه به له افغان وګړو سره نن، سبا او په راتلونکې کې ولاړ وي. راځئ په ګډه د ملګرو ملتونو د منشور ژمنې وساتو او د سوله‌یيز، سوکاله، ټول شموله او تل پاتې افغانستان لپاره کار وکړو. "

د مېرمنو خرابېدونکي وضعیت ته اندېښنه او د ټولګډونه حکومت پر اړتیا ټینګار

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

یوناما په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا دا یادونه هم کړې چې د طالبانو حکومت تر حاکميت لاندې "د ښځو او نجونو وضعيت مخ په خرابېدو دی" او دا چې په ښوونې او روزنې، کار موندنې او عام ژوند کې د دوی پر ګډون لګېدلي محدوديتونه، بنسټيز حقونه او د هېواد راتلونکې زيانمنوي.‌

یوناما خپله اعلامیه کې ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا له ورکړل شوي ماموريت سره سم "له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ټول شموله حکومتولۍ، د بشري حقونو د خونديتوب او افغانانو لپاره د نړيوالې مرستې زياتولو لپاره" خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه افغانستان کې د نجونو او ښځو "خرابېدونکې وضعیت" په تړاو د یوناما دې تازه اندېښنې او پر ټولګډونه حکومتولۍ ټینګار ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي، مېرمنو لپاره یې خوندي چاپېریال برابر کړی او دا چې د شریعت په چوکاټ کې یې د زدکړو او کار په ګډون د ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي.

طالبان خپل اوسنی حکومت هم پر دې ټولګډونه بولي، چې د دوی په وینا د ټولو قومونو، لوریو او ولایتونو خلک پکې شته دی.

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه له لسیزو راهیسې افغانانو سره بېلابېلو برخو کې مرسته کوي

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، تمويلوونکو بنسټونو او پروګرامونو له لسیزو راهیسې له ميلیونونو افغانانو سره د زده کړې، روغتيا، پاکو اوبو او معيشت ته د لاسرسي برخو کې مرسته کړې.

د یوناما اعلامیه کې ویل شوي چې ملګري ملتونه له لسيزو راهیسې د پرمختګ او ستونزو پر مهال د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي، د سولې له ملاتړ او د بنسټونو له پياوړتیا رانيولې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو تر برابرولو او د بشري حقونو تر ودې پورې بېلابېلو برخو کې "يو باوري او ژمن ملګری دی."