تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه پرمختللی هېواد چې هرو پنځو دقیقو کې یو موټر په کې غلا کېږي
لوګان لافرنیر د کاناډا په مېلټن سیمه کې ژوند کوي. هغه وايي د ۲۰۲۲ کال اکتوبر یو سهار چې له خوبه راویښ شو، پر تم ځای کې یې نوې اخیستې لارۍ نه وه.
وروسته یې د لګول شوې امنیتي کمرې انځورونه وکتل او ویې لیدل دوه تنه چې مخ او سر یې پټ کړي وو، د شپې په تیاره کې د هغه لارۍ ته پورته کېږي او په اسانۍ سره یې موټر تښتولی دی.
څو میاشتې وروسته، هغه لارۍ ۸۵۰۰ کیلومتره لېرې په ګانا کې پلورل شوې وه.
لوګان بي بي سي ته وویل: "زه پوهېږم چې دا زموږ لارۍ وه ځکه چې موږ د خپل زوی لپاره د موټر چلونکي څوکۍ شاته د کمپیوټر لپاره ځای جوړ کړی و، زموږ د زوی توکي هم هلته پاته وو."
هغه وايي، پر انټرنټ د پلورل کېدو پر مهال عکسونو کې هماغه توکي هم لیدل کېږي.
"زه ډاډه وم چې دا زما لارۍ وه."
دا یوازې لوګان نه دی، داسې ډېرې نورې کیسې هم شته.
په ۲۰۲۲ کال کې په کاناډا کې تر ۱۵۰ زره ډېر موټر غلا شوي چې په اوسط ډول په هرو پنځو دقیقو کې یو موټر غلا شوی دی.
د کاناډا د عدلیې وزیر هم په قربانیانو کې دی. د هغه دولتي ټویوټا ډوله موټر دوه ځله غلا شوی دی.
د روان کال د دوبي په پیل کې د انټرپول لخوا د خپاره شوي لیست له مخې کاناډا د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډېر موټر پکې غلا کېږي. په دغه نوملړ کې ۱۳۷ هېوادونه شامل دي.
د یوه ویاند په وینا، دا "حیرانونکې" ده ځکه چې کاناډا د روان کال په فبرورۍ کې انټرپول ته د معلوماتو ورکول پیل کړل.
چارواکي وايي غلا شوي موټر یا په جرمي کې کارول کېږي یا په کاناډا کې پر نورو خلکو پلورل کېږي او یا هم د پلور لپاره بهر ته لېږدول کېږي.
انټرپول وايي، له فبرورۍ راهیسې یې په ټوله نړۍ کې تر ۱۵۰۰ ډېر موټرونه موندلي چې له کاناډا څخه غلا شوي وو. سربېره پردې، هره اوونۍ له کاناډا څخه شاوخوا ۲۰۰ غلا شوي موټر بېرته ترلاسه کېږي، چې ډېری یې د نورو هېوادونو په بندرونو کې ولاړ وي.
د بیمې شرکتونو ته سرخوږی
د رپوټونو له مخې تېر کال د بیمې شرکتونه شاوخوا یو نیم میلیارد کاناډايي ډالر د موټر د غلا ادعاوو لپاره ورکړي دي.
په کاناډا کې د موټرو د غلا ستونزه دومره جدي شوې چې د کاناډا پولیس اړ شوي، د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي، چې څنګه وکولای شي خپل موټر له غلو څخه خوندي کړي.
له بلې خوا، یو شمیر کاناډایانو پرېکړه کړې چې خپله هم د دې چارې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. دوی اوس په خپلو موټرو کې څارونکې وسیلي یا ټرکر نصبوي او یا هم هره خوا امنیتي کمرې لګوي.
نعمان خان د کاناډا په ټورنټو کې اوسېږي. هغه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، يو ځل غله يې په نيمه شپه کور ته ورننوتل. دی، مېرمن او ماشومان یې ویده وو.
غله په حقیقت کې له کور بهر درول شوي د نوموړي د بنز موټر په کيلي ګانو پسې ګرځېدل. خو کله چې نعمان خان پرې راویښ شوی، غلو د تښتېتې لار خپله کړې.
هغه وايي تر هغې پېښې وروسته يې د دوو عادي کورنيو موټرونو پرته، نور ټول موټر وپلورل.
نعمان وايي، کله چې د کاروبار پر مهال په ټورنټو کې له ډېرو خلکو سره ګوري، دوی هم ورته کیسې لري.
که څه هم په امریکا، کاناډا او بریتانیا ټولو کې د کورونا وبا پر مهال د موټرو په غلا کې زیاتوالی راغلی و، خو په کاناډا کې د موټر غلا کچه د د انګلنډ او وېلز پرتله لوړه ده.
د وروستیو شمېرو له مخې، په کاناډا کې په هرو سل زرو موټرو کې ۲۶۲ موټر غلا کېږي، په انګلنډ او وېلز کې دا شمېره ۲۲۰ ده.
د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې په امریکا کې بیا دا کچه نوره هم لوړه ده او په هرو ۱۰۰ زرو موټرو کې ۳۰۰ یې غلا کېږي.
د کاناډا د موټرو اتحادیې د اړیکو مشر اېلټون سېلورسټین وايي، په نړیواله کچه د موټرو د ځانګړو ماډلونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده، چې د سازمان شویو جرمي ډلو لپاره د عاید سرچینه ګرځي.
اېلیټون زیاتوي، د نورو هېوادونو پرتله، د کاناډا بندر سیسټم داسې دی چې دا ډول غلا په کې اسانه ده.
هغه وايي: "په بندرونو کې د هغه څه پرتله چې له هېواده بهر وړل کېږي، هېواد ته د ننوتو په برخه کې ډېره پاملرنه کېږي."