رپوټونه: له تاجکستانه هم د افغان کډوالو په زوره ستنولو لړۍ چټکه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
افغانستان ته له ایران او پاکستانه په ورځني ډول د زرګونو کډوالو د ستنېدنې پر بهیر سربېره، له تاجکستانه هم داسې ریپوټونه دي چې له هغه هېواده هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د تاجکستان حکومت یو شمېر افغان کډوال دوشنبې ښار کې نیولي او ایستلي او دا بهیر په وروستیو ورځو کې ګړندی شوی دی.
په ځینو رسنیزو رپوټونو کې ادعا شوې، چې په تاجکستان کې افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له هغه هېواده ووځي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت او د تاجکستان حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې هلته د افغانانو د نیولو د بهیر په لړ کې په دې وروستیو کې یو شمېر کورنۍ هم نیول شوې او د ځمکې له لارې افغانستان ته اړول شوې دي. د دې سرچینې په وینا، دغه بهیر د تېر زېږدیز کال په وروستیو کې پیل شوی دی.
بل پلو، ځینو رسنیو په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له خولې رپوټونو کې ویلي، چې په وروستیو ورځو کې په پلازمېنه دوشنبه او هغو سیمو کې چې افغان کډوال پکې مېشت دي کډوالو ته ویل شوي چې باید په دوو اونیو کې له دغه هېواده ووځي.
بي بي سي ته یوه وېډیو هم رسېدلې چې ښيي چې د تاجکستان پوځي مامورینو په یوه افغان مېشته سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
خو د تاجکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان سفارت چې د پخواني افغان حکومت ډېپلوماتان یې چارې سمبالوي، هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال هم په ورته ډول د افغان کډوالو د نیول کېدو او په زوره ستنولو لړۍ پیل شوې وه خو د رپوټونو له مخې، اوس یې کچه چټکه او پراخه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
څو میاشتې وړاندې د کډوالو د نیولو له پېښو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تاجکستاني حکومت پر دغو کړنو اندېښنه ښودلې وه.
یو اېن اېچ سي آر پر تاجکستاني چارواکو غږ کړی و چې د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو په تړاو نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال د لسو او دیارلسو زرو تر منځ افغان کډوال په تاجکستان کې اوسېږي، چې یوې برخې يې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هلته پناه ور وړې.
د دغو کډوالو ډیر په قانوني ویزو په تاجکستان کې میشت دي او د دوی د اوسېدو ویزې هرو څو میاشتو کې یو ځل تمدیدیږي.
تهران: د افغانستان سفارت کې ګڼه ګوڼه
په تهران کې د افغانستان سفارت بیا ویلي چې له دې وروسته هغه افغان کډوال چې د سرشمېرنې پاڼه، پاسپورټ یا تذکره لري او افغانستان ته ستنېدل غواړي اړ نه دي چې دغه سفارت ته د معرفي لیک لپاره ورشي. د طالبانو حکومت همداراز په ایران کې د مېشتو کډوالو لپاره د افغان پاسپورت بیه هم پاموړ راکمه کړې ده.
له ایرانه د افغانانو د ایستلو د لړۍ چټکېدو سره په تهران کې د طالبانو د حکومت پر سفارت هم کاري فشارونه ډېر شوي.
تر دې مخکې، افغان کډوالو اکثراً له بیاستنېدو مخکې په تهران کې د طالبانو حکومت له سفارته د ستنېدو معرفي ليک اخیست.
خو اوس په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې هغه افغان کډوال چې د سرشمېرنې پاڼه، تذکره یا پاسپورټ لري، کولی شي مستقیم د کډوالو د لېږد کمپونو یا کفالت دفترونو ته ورتللی شي.
وړاندې په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د معرفي-لیکونو د ترلاسه کولو لپاره سفارت ته د لوی شمېر کډوالو ورتګ د ګډوډۍ او د مراجعینو د اعتراض لامل شوی.
په ایران کې د افغان کډوالو د مدافعې یوې موسسې مسئول، رامین کبیرزاده بي بي سي ته ویلي، دا پرېکړه به په ایران کې بې اسنادو کډوال له لا زیاتو ننګونو سره مخ کړي.
"مخکې به هغه کډوال چې هېڅ هويتي اسناد به یې نه لرل سفارت ته به ورتلل چې یوه هويتي فورمه واخلي چې لږ تر لږه ثابته کړي چې د افغانستان وګړي دي خو اوس دغه بیروبار چې حتی پرون د کډوالو او د طالبانو د سفارت د کارکوونکو تر منځ د فیزيکي اخ و ډب لامل شوی و بالاخره یې دا بهیر ودراوه چې دا کډوال له غټ سرخوږي سره مخ کوي، په تېره بیا دا چې د کډوالو د ځپلو څپه په ایران کې پیل شوې او له کډوالو شوکې او اخاذۍ او سوءاستفادې کېږي".
ایراني رسنۍ وايي، له ایرانه د کډوالو د راستنېدو لپاره د افغانستان سفارت معرفي لیک یوه پاڼه ده چې د استوګنې اسنادو لرونکو ته ورکول کیږي او ځینې امتیازات لري، لکه د ځینو خدماتو ترلاسه کول، قونسلي خدماتو وړاندې کول او د راستنېدو بهیر اسانه کول.
همدارنګه ویل شوي چې دا پاڼه له ایرانه د حتمي وتلو په معنی نه ده او لرونکي یې کولی شي که غواړي او لازم شرایط لري، بیا ایران ته ورستانه شي.
دا داسې مهال ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته په ایران کې افغان کډوال د افغانستان پاسپورت د ۱۲۰ ډالرو پر ځای په پنځوس ډالرو تر لاسه کولی شي.
د طالبانو د حکومت چمتووالي
له ایرانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدنې بهیر روان دی او د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، راستنېدونکو کډوالو ته يې د مرستې هلې ځلې ګړندۍ کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سې شنبې پر ورځ له ۱۵ نیم زرو ډېر کډوال د اسلام کلا او نیمروز بندرونو له لارې له ایرانه ورستانه شوي، چې یوه برخه یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو حکومت کې پېښو ته د چمتووالي ادارې ویلي چې په نیمروز کې یې دغو کډوالو ته یو لنډ مهالی پنډغالی هم فعال کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه
د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله د اسانیو کمی، د تودوخې لوړه درجه او له ایرانه د ډېرېدونکو کورنیو ستنېدنه هلته وضعیت ورځ تر بلې ناسازه کوي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې افغانستان ته د ور ستنېدونکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره یې د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دې ټولنې ویلي، راستنېدونکي په تېره بیا، میندوارې ښځې، نوي زېږېدلي او بې سرپرسته ماشومان له لږو امکاناتو سره بېرته ستنېږي چې ډېر یې د روغتیا نړیوالې ټولنې په وینا روغتیايي پام، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.
دا ټولنه همداراز وايي، ور رسېدلي معلومات یې ښيي، چې د کډوالو په منځ کې د داسې ماشومانو او لوړعمرو خلکو شمېر په ډېرېدو دی، چې د ټپونو، د بدن د اوبو د کمي، او خوارځواکۍ په ګډون له بېلابېلو روغتیايي ستونزو کړېږي.








