اسرائیل وايي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نوي مېشت ځایونه ودانوي

په اشغال شوې سیمه کې اوس هم د یهودانو مېشت ځایونه شته، چې له حکومتي اجازې پرته ودان شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په اشغال شوې سیمه کې اوس هم د یهودانو مېشت ځایونه شته، چې له حکومتي اجازې پرته ودان شوي دي.

اسرائیلي وزیران وايي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره ۲۲ نوي مېشت ځایونه جوړوي، چې دا به په لسيزو کې د یهودانو مېشت کولو تر ټولو لویه پروژه وي.

په دې سیمه کې اوس هم داسې یو شمېر مېشت ځایونه شته، چې د حکومت له اجازې پرته ودان شوي دي، خو اوس د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز او اقتصاد وزیر بیزالیل سموتریچ وايي، اوس به د اسرائیلي قانون په چوکاټ کې چمتو کېږي.

په دې سیمو کې د یهودانو مېشت کولو موضوع، چې د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني کړنه بلل کېږي، خو اسرائیل یې دفاع کوي، د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ د شخړې دوام له لاملونو یو بلل کېږي.

کاتز په دې هکله وايي، دغه چاره به ''د فلسطیني دولت رامنځته کېدو مخه ونیسي، چې اسرائیل له خطر سره مخامخ کوي.''

خو د فلسطین ولسمشرۍ بیا دا ''خطرناکه پارونه'' بولي.

'پیس نئو' په نامه سازمان چې د اسرائیل له لوري د یهودانو مېشت کولو چارې مخالفت کوي وايي، نوي مېشت ځایونه به ''په ډرامايي توګه د لوېدیځې غاړې بڼه بدله کړي او د اشغال بڼه به نوره هم پیاوړې کړي.''

اسرائیل په ۱۹۶۷ منځني ختیځ جګړه کې د لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس له اشغال وروسته هلته داسې ۱۶۰ مېنې یا مېشت ځایونه چمتو کړي دي، چې نژدې ۷۰۰ زره یهودان پکې مېشت دي.