فلسطین کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "د لا بې پرېتوب" غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې چې د انروا په اړه دی ويل شوي، دغه اداره بايد د بې پرېتوب، روڼتيا او د کارکوونکو د ګومارلو لپاره لا نورې غوره کړنې ترسره کړي.
انروا د ملګرو ملتونه اداره ده چې د کډوالۍ په برخه کې له فلسطيني وګړو سره مرستې کوي.
په همدې حال د ملګرو ملتونو دغه راپور کې ويلی شوي چې اسرائیل نه دي توانېدلي د خپلې هغې ادعا ثابتولو لپاره چې ویلي يې وو د انروا غړي د حماس له خوا د اکټوبر پر اوومه پر اسرائيلو بريد کې ښکېل وو شواهد وړاندې کړي.
اسرائيلو ويلي د انراو يو شمېر کارکوونکو د حماس غړي دي او ځينو يې د اکټوبر د اوومې په بريد کې ګډون درلود.
دا تورونه د دې لامل شول چې يو شمېر هېوادونو د کډوالو له دغې مرستندويه ادارې سره مالي مرستې بندې کړې.
په نوي راپور کې راغلي چې د دغه ادارې د څارنې بهير بايد نور ښه شي.
اسرائيلي چارواکو د دغه راپور موندنې رد کړې دي او ادعا کوي چې د راپور چمتوکوونکو د وضعيت شدت له پامه غورځولی دی.
اسرائيلو په پيل کې ادعا کړې وه چې پر دغه هېواد بريد کې د انروا ۱۲ کارکوونکو لاس درلود. انراو خپل لس کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او په دې اړه د ملګرو ملتونو د پلټنې دفتر له خوا خپلواکه څېړنه لا هم روانه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې ورځې راپور کې د اسرائیلو نورو ادعاو ته هم اشاره شوې چې وايي د انروا لوی شمېر کارکوونکي د حماس غړي دي او يا هم په حماس پورې تړاو لري.
اسرائيل وايي د انرواو ۲۱۳۵ کارکوونکي د حماس يا اسلامي جهاد غړي دي، دا هغه ډلې دي چې امریکا، بريتانيا او اسرائيل يې د ترهګرو په توګه پېژني. اسرائيل دا ادعا هم کوي چې د دغه ادارې يو پر پنځمه برخه د ښوونځيو مديران هم د حماس غړي دي.
انروا بيا ټينګار کوي چې خپل ټول کارکوونکي په خورا غور سره ګوماري او د دوی د نومونو لېست د اسرائیلو په ګډون له هېوادونو سره شريکوي.
د ملګرو ملتونو نوی راپور چې د فرانسې د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې کاټرين کولونا په مشرۍ او د اروپايي ټولنې د دريو څېړنيزو بنسټونو په ملاتړ چمتوی شوی، دې پايلې ته رسېدلي چې اسرائيل نه دي توانېدلي په انروا کې د حماس د غړو په اړه خپل اسناد په ډاګه کړي خو زياته کړې يې ده چې د بې پرېتوب لپاره بايد نور ګامونه واخيستل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د انروا مشر د دې راپور موندنې منلې او ژمنه يې کړې چې په دې سپارښتنو به عمل کوي.
ملګرو ملتونو هيله ښودلې چې دا راپور او د سپارښتونو پلي کول به د مالي مرستو بيا پیلولو ته لار هواره کړي.
کاناډا، جاپان، سويډن، فنلنډ او اروپايي ټولنې پر انروا د مرستو بندېدو لړۍ پای ته رسولې خو بريتانيا او امريکا مرستې لاه هم بندې دي.








