ولې امازون ځنګل ورو ورو له منځه ځي، نړۍ ته به یې زیان څه وي؟

د جنوبي امریکا د امازون باراني ځنګل د نقشې او د یوې ونې د سیلویټ یو انځور، چې د ګڼو بوټو د یوې سیمې د څنډې په هوایی عکس لګول شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC, Getty Images

د عکس تشریح، د جنوبي امریکا د امازون باراني ځنګل نقشه
    • Author, نوین سینګ خدکا، انتونیو کیوبیرو او د بصري ژورنالیزم ټیم
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

د ملګرو ملتونو د سږ کال د اقلیم نړيوال کنفرانس (COP30) د برازیل په شمال کې بیلیم ښار کې جوړېږي. دغه ښار ډېر کله د امازون لپاره د دروازې په نوم یادېږي، چې د نړۍ تر ټولو ستر باراني ځنګل دی.

دا ځای یو سمبولیک ارزښت لري ځکه چې د پاریس له اقلیمي کنفرانسه لس کاله وروسته غوره شوی، هغه کنفرانس چې د شین کوریزو ګازونو د اخراج د خوندي کچې ته د کمولو په اړه تاریخي هوکړه پکې وشوه.

خو تر اوسه دغه هڅې بریالۍ نه دي ځکه د ګازونو اخراج لا هم مخ په زیاتېدو دی او امازون چې له هوا د ډېرو کاربون ډای اکسایډ CO2 ګازونو د جذبولو وړتیا لري د وضعیت د بدلولو لپاره مهم رول لري.

خو ساینسپوهان وایي د امازون راتلونکی هم روښان نه دی ځکه د لسیزو قطعې او اوسني اقلیمي بدلونونو دغه ځنګل له سختو ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

په پارا ایالت کې چې بیلیم یې پلازمېنه ده د باراني ځنګلونو له منځه تلو کچه په ټوله امازون سیمه کې تر ټولو لوړه ده.

له همدې کبله بي بي‌سي د امازون اوسنی حالت او هغو ګواښونو ته په جدي ډول کتنه کوي چې دغه سیمه ورسره مخامخ ده.

نخچه

برازیل چې د امازون ۶۰٪ برخه تر خپل واک لاندې لري وایي، هڅه به وکړي داسې هوکړه ترلاسه کړي چې د استوایي باراني ځنګلونو پیاوړې ساتنه تضمین کړي.

دا هغه ځنګلونه دي چې ډېری یې د استوا په څنګ کې وي، دنګې او تر ډېره تل شنې ونې لري او د ډېر باران او رطوبت له امله شنه بوټي پکې وده کوي.

خو امازون یوازې باراني ځنګلونه نه لري بلکې پکې د سېلاب د اوبو سیمې او د سوانا پراخې ځمکې هم شاملې دي.

امازون د سوېلي امریکا له ۶,۷ میلیونه مربع کیلومتره ډېر پراخ دی چې له هنده دوه برابره لوی دی او د نړۍ د ژویو او نباتاتو له خورا بډایه سیمو شمېرل کېږي.

په دې سیمه کې دا شته:

  • لږ تر لږه ۴۰ زره د بوټو ډولونه
  • ۴۲۷ د تي لرونکو ژویو ډولونه لکه د مورخور (Anteater) او سترو اوبو ځالو (Giant Otters)
  • ۱۳۰۰ د الوتونکو ډولونه لکه هارپي عقاب او توکان
  • ۳۷۸ د رېږندیو (Reptiles) یا خزنده وو ډولونه له شنو ایګوانو تر تورو کیمنونو پورې
  • له ۴۰۰ ډېر د امفیبي ژویو ډولونه لکه د زهري ډارټ زهرجنې چونګښې او نرم‌پوستی وزغ

شاوخوا ۳۰۰۰ د خوږو اوبو د کبانو ډولونه لکه پیراڼها او غټ ارپایما کب چې تر ۲۰۰ کیلوګرامه وزن لرلی شي

د دې ډېری ډولونه د نړۍ په بل هېڅ ځای کې نه موندل کېږي.

نخچه

سربېره پر دې په دې سیمه کې سلګونه بومي (اصلي اوسېدونکي) قبایل ژوند کوي.

امازون

د امازون سیند د نړۍ تر ټولو لوی سیند دی او په ۱۱۰۰ ډېرو څانګو سره په نړۍ کې د خوږو اوبو تر ټولو ستره سرچینه جوړوي.

دغه اوبه د اتلانتیک سمندر ته بهېږي او په هغو سمندري جریانونو کې مهم رول لري چې کولی شي د سیمه‌ییزو او نړیوالو اقلیمي نظامونو پر بدلون اغېز وکړي.

ځنګلونه یې هم د کاربون لوی زېرمتون ګڼل کېږي، که څه هم له بده مرغه په ځینو ورانو شویو سیمو کې اوس د کاربون ډای اوکسایډ ګاز اخراج د هغې له ذخیرې ډېر شوی دی.

امازون د خوراکي توکو او درملو ستره سرچینه هم ده. په دې سیمه کې د سرو زرو په ګډون بېلابېل فلزات ایستل کېږي او امکان لري چې د تېلو او ګازو د یوه مهم تولیدوونکي په توګه هم وده وکړي. د ځنګلونو د پراخو سیمو له منځه تلو له امله دغه سیمه د لرګیو لوی صادروونکی هم ګرځېدلی دی.

اوس څه روان دي؟

د حفاظت یا ساتنې سازمانونه وايي، تر اوسه د امازون شاوخوا ۲۰٪ برخه له منځه تللې ده او نژدې همدومره ساحه د انسانانو د فعالیتونو له امله زیانمنه شوې ده؛ لکه کرنه، د څارويو پالنه، د لرګیو پرې کول او کان‌ کيندنه. او اوس د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ او د تودوخې زیاتوالی هم دغه ځنګل ته تاوان رسوي.

د امازون د ساتنې د "اندیز او امازون د څارنې پروګرام" (MAAP) د معلوماتو له مخې، د ونو پرې کېدو وروستی لوړ حد په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شو چې نژدې ۲۰ زره مربع کیلومتره ځنګل له منځه ولاړ. دا د ۲۰۲۱ کال پرتله ۲۱٪ ډېر او له ۲۰۰۴ وروسته تر ټولو خراب کال و.

په ۲۰۲۳ کال کې د برازیل د حکومت له بدلېدو وروسته د برازیلي امازون د ځنګلونو د ویجاړېدو کچه سمدلاسه نیمایي ته راښکته شوه - که څه هم په هغو سیمو کې چې د نورو هېوادونو تر واک لاندې دي دا بدلون ونه لیدل شو - او نړۍ یې له دې پرمختګه خوشحاله شوه.

خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د امازون ځینې برخې په داسې سخت زیان اخته شوې چې ښايي هېڅکله بېرته ونه رغېږي.

دا یوازې د کلونو کلونو د ځنګل وهلو پایله نه وه، بلکې د اقلیم د کړکېچ اغېز هم په کې څرګند شوی دی چې د امازون پر طبیعي نظام یو نوی او جدي ګواښ ګرځېدلی دی.

وچکالۍ د امازون له لارې بهېدونکي سېندونه لکه تاپاجوس اغېزمن کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters/Amanda Perobelli

د عکس تشریح، وچکالۍ د امازون له لارې بهېدونکي سېندونه لکه تاپاجوس اغېزمن کړي دي.

د تودوخې د پام وړ زیاتوالي او اوږدمهاله وچکالۍ د امازون پر بنسټیزو فعالیتونو اغېز کړی دی، داسې چې دا عموماً لمده سیمه اوس لا وچه شوې ده او د ځنګلي اورونو پر وړاندې ډېر زیان‌ګالې ګرځېدلې ده.

د بېلګې په توګه، د برازیل د فضايي ادارې INPE د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې یوازې د برازیلي امازون په سیمه کې ۴۱٬۴۶۳ د اور لمبې یا ګرمې کړۍ ثبت شوې چې له ۲۰۱۰ کال وروسته د همدې میاشتې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د امریکا د ییل پوهنتون د کاربون ترلاسه کولو د ایکوسیستم متخصص استاد پاولو براندو وايي:

"موږ د وچکالیو او اورونو پېښې زیاتې وینو او دا په بېلابېلو سیمو کې د امازون د ویجاړېدو لامل ګرځېدلې ده."

هغه زیاتوي: "دا ډول تخریب اوس د امازون لپاره یو لوی او راټوکېدونکی ګواښ دی."

د "الوتونکو سېندونو" ګډوډېدل

ستونزه داسې رامنځته کېږي: د امازون ستره سیمه خپل داخلي اقلیمي سیستم لري. د دې ځنګلونه د اتلانتیک سمندر له رطوبته ګټه اخلي او په هوا کې داسې "اوبیز سېندونه" جوړوي چې ورته الوتونکي سېندونه یا(Flying Rivers) ویل کېږي.

دا فضایي سیندونه لومړی د امازون په ختیځ کې چې له اتلانتیک سره نژدې دی باران کوي. بیا دا اوبه د خاورې او بوټو له لارې (د تبخیر او خولې ورکولو په بهیر بېرته فضا ته پورته کېږي او لوېدیځ لوري ته ځي چې هلته بیا پرېوځي او باران جوړ کړي.

دا د اوبو دا لېږد د یوه ځنګل له ټوټې بلې ته په ټول امازون کې روان وي او همدا د دې پراخ ځنګل د بقا او شتمن ژوند یو مهم لامل دی.

هوايي سېندونه د اوبو بخار لېږدوي او له اسماني سېندونو سره پرتله کېدی شي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images/NELSON ALMEIDA

د عکس تشریح، هوايي سېندونه د اوبو بخار لېږدوي او له اسماني سېندونو سره پرتله کېدی شي.

د "امازون د ساتنې" د سازمان ساینسپوه او د الوتونکو سېندونو د وروستي څېړنیز راپور شریک لیکوال مېټ فاینر وايي:

"هغه وړې-هوايي اقلیمي دورې چې د امازون د ټولو ځنګلي سیمو ترمنځ سره نښلول شوې وې، اوس ماتې شوې دي."

هغه زیاتوي چې تر ټولو زیاته زیانمنه شوې سیمه د لوېدیځ امازون ده چې له اتلانتیک تر ټولو لېرې ده، په ځانګړي ډول د پېرو سوېل او د بولیویا شمال.

فاینر وايي: "د پېرو او بولیویا د باراني ځنګلونو بقا په حقیقت کې د برازیل په ختیځ کې د سالمو ځنګلونو پورې تړلې ده. که دغه ځنګلونه ویجاړ شي، هغه د اوبو دوران چې الوتونکي سېندونه یې جوړوي، ماتېږي او اوبه لوېدیځ امازون ته نه شي رسېدلی. دا ټول یو له بل سره نښتي دي."

دغه ستونزه په ځانګړي ډول د وچکالۍ په فصل کې چې له جون تر نومبر پورې وي، نوره هم شدیده کېږي.

د امازون سیندونو د اوبو کچه په وروستیو کلونو کې ریکارډ ټیټه شوې ده

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images/Pedro Pardo

د عکس تشریح، د امازون سیندونو د اوبو کچه په وروستیو کلونو کې ریکارډ ټیټه شوې ده

د بدلون پړاو څه دی؟

پخوا لمده او رطوبت‌ لرونکی امازون د ځنګلي اورونو پر وړاندې ډېر مقاومت درلود، خو په هغو سیمو کې چې باران پکې کم شوی، دغه مقاومت اوس ورو ورو کمېږي.

ځینې ساینسپوهان وېره لري چې وچه کېدونکی د امازون طبیعي نظام د داسې یوې خطرناکې مرحلې یا د بدلون پړاو پر لور روان دی چې که هغې ته ورسېږي، نور به هېڅکله بېرته ونه رغېږي او ښايي دایمي له منځه لاړ شي.

د "امازون د ساتنې" د سازمان ساینسپوه مېټ فاینر وايي: "موږ په ځینو برخو کې دغې کچې ته د رسېدو لومړني نښې وینو."

د برېتانیا د اکسفورډ پوهنتون د ایکوسیستمونو د څېړنیز لابراتوار مشره څېړونکې اریکا بیرنګر هم دا خطر تاییدوي، خو زیاتوي چې د زیان کچه په ټولو سیمو کې یو ډول نه ده:

"دا یو ډېر ورو بهیر دی چې یوازې په ځانګړو سیمو کې روان دی."

کرنه، د غواګانو روزنه، د لرګیو پرې کول او کان کیندنه د ځنګلونو په وده اغېزه کړې ده.

د عکس سرچینه، The Washington Post via Getty Images/Rafael Vilela

د عکس تشریح، کرنه، د غواګانو روزنه، د لرګیو پرې کول او کان کیندنه د ځنګلونو په وده اغېزه کړې ده.

ستونزمنې اوبه

کارپوهان وایي، د امازون د اسمانونو په هوا کې د اوبو د دوران کمښت یوازې د ځنګل روغتیا ته زیان نه رسوي، بلکې د امازون سېند او د دې ډېرو څانګو پر جریان او حالت هم لوی اغېز لري.

په تېرو کلونو کې د امازون د حوزې ګڼ شمېر سېندونه د اوبو د کچې ثبت شویو تاریخونو کې تر ټولو ټیټه کچه تجربه کړې ده او په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو ۴۵ کلونو تر ټولو سخته وچکالي رامنځته شوه.

د ۲۰۲۳ کال وچ شرایط او د ۲۰۲۴ کال د لومړي نیمایي وچکالي یوه برخه د ایل نینو (El Niño) له امله رامنځته شوي وو - دا یو طبیعي اقلیمي سیستم دی چې پکې د ختیځ ارام سمندر د سطحې تودوخه لوړېږي او د نړۍ د باران د نمونو په شمول د سوېلي امریکا پر باران اغېز کوي.

د امازون سیمه د میلیونونو خلکو کور دی

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images/Rafael Guadeluppe

د عکس تشریح، د امازون سیمه د میلیونونو خلکو کور دی

د کان‌کيندنې ستونزې

ګواکې د ځنګل پرې کولو او د اقلیم بحران زیانونه بس نه وو، اوس غیر قانوني کان‌ کيندنه - په ځانګړي ډول د سرو زرو کان‌ کيندنې - د باراني ځنګل د ایکوسیستم لپاره ډېر لوی زیانونه رامنځته کړي دي.

اریکا بیرنګر وايي: "او اوس په دې سیمه کې د نایابو معدني موادو کان‌کيندنه هم پیل شوې ده."

دغه معدني مواد د برېښنايي موټرو، د باد ټرباینونو، موبایلونو او مصنوعي سپوږمکيو لپاره کارول کېږي، نو ځکه د عصري اقتصاد لپاره ډېر مهم دي.

که څه هم کان‌ کيندنه ډېر ځنګل نه له منځه وړي، خو د سېندونو، خاورې او نباتاتو د ککړتیا لامل کېږي، ځکه په دې کې د مرکري (Mercury) په څېر کیمیاوي مواد شامل وي چې وروسته حیوانات او انسانان هم زهرجنوي.

کارپوهان وایي چې د غیر قانوني کان‌ کيندونکو او منظمې جرمي شبکو ترمنځ اړیکې هم ورځ تر بلې زیاتېږي، په ځانګړي ډول هغه ګروپي ډلې چې وسلې قاچاقوي.

مېټ فاینر وايي:

"دا جنایي شبکه په ټول امازون کې پراخېږي او له همدې امله چارواکي د ځمکې پر سر د وضعیت کنټرول ډېر ستونزمن بولي".

غیرقانوني کان کیندنه نه یوازې د ځنګل لپاره بلکې د هغو اصلي خلکو د بقا لپاره هم ګواښ دی چې په هغې تکیه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters/Ueslei Marcelino

د عکس تشریح، غیرقانوني کان کیندنه نه یوازې د ځنګل لپاره بلکې د هغو اصلي خلکو د بقا لپاره هم ګواښ دی چې په هغې تکیه کوي.

دا حقیقت چې امازون په اتو هېوادونو کې پراخ شوی او هر هېواد خپل قانوني سیسټم او د قانون پلي کولو ځانګړی نظام لري، د سرحدونو او د جنایي فعالیتونو د کنټرول پر وړاندې ستونزې لا زیاتوي.

یوه بله احتمالي اندېښنه د دې کشف دی چې د امازون لاندې لویه اندازه هایډروکاربون موجود دی. د InfoAmazonia د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵.۳ میلیارده بیرلو تېلو سره مساوي زېرمې وموندل شوې. راپور وايي دا سیمه د نړۍ د نویو کشف شویو تېلو شاوخوا پنځمه برخه لري او په دې توګه د فوسیل سونګ د صنعت لپاره یوه نوې ساحه بلل کېږي.

ان د دې زېرمو د کشف او د الوتونکو سېندونو له وروستیو څېړنو مخکې، د امازون د ساینس پینل (Science Panel for the Amazon) ښودلې وه چې د ځنګل د ویجاړېدو له امله له ۱۰٬۰۰۰ ډېر د بوټو او حیواناتو ډولونه د نابودۍ په لوړ خطر کې دي.

له سیمې هاخوا اهمیت

امازون

امازون لا هم د کاربون یو ځواکمن زېرمتون دی، چې د سیارې د تودوخې د زیاتوالي اصلي ګاز، کاربون ډای اوکسایډ د ډېرې اندازې جذبولو وړتیا لري.

د ۲۰۲۲ کال تر پایه، د اندیز امازون د څارنې پروګرام (MAAP) په ۲۰۲۴ کال کې خپور شوي راپور له مخې اټکل شوی و چې امازون شاوخوا ۷۱.۵ میلیارده میټریک ټنه کاربون لري، هم په خاوره کې او هم د ځمکې لاندې.

دا د ۲۰۲۲ کال د نړیوالو CO2 اخراجاتو شاوخوا دوه کلنه اندازه ده.

خو ساینسپوهان وايي د ځنګل پرېکول او سوځول او اقلیمي بدلون د باراني ځنګلونو پر اغېز، ګواښ پېښوي چې د سیمې نورې برخې هم د ګازونو د خالصو اخراجوونکو سیمو په توګه بدلې شي.

هغوی زیاتوي چې د امازون له لاسه ورکول به د اقلیمي کړکېچ پر وړاندې د مبارزې له ماتېدو سره مساوي وي.

د امازون دننه ځمکه پاکه شوې ده ځکه چې د سویابین کرنه پراخه شوې ده

د عکس سرچینه، REUTERS/Amanda Perobelli

د عکس تشریح، د امازون دننه ځمکه پاکه شوې ده ځکه چې د سویابین کرنه پراخه شوې ده

استوایي ځنګلونه د وريځو د جوړېدو لامل هم ګرځي، چې د لمر وړانګې بېرته فضا ته منعکسوي او پر سیاره یخوونکی اغېز لري.

تر هغه وخته پورې چې دا عمل دوام وکړي، د ځمکې د تودوخې زیاتوالی ورو کېږي.

د برازیل د ځنګلونو ساینسپوه تاسو آزېویډو وايي:

"لکه څنګه چې استوایي ځنګلونه لکه امازون د کاربون د ذخیره کولو او د تودوخې د محدودولو وړتیا لري، همدارنګه د سیارې د یخولو ظرفیت هم لري."

هغه زیاتوي: "همدا دلیل دی چې موږ امازون د دې تودېدونکي نړۍ لپاره لوی هوايي یخچال بولو."

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د نړۍ تر ټولو لوی د خوږو اوبو حوض (freshwater basin) پر نړیوال اقلیم هم لوی اغېز لري.

ساینسپوهان وایي د خوږو اوبو پراخ بهېدل په اتلانتیک سمندر کې د سمندري جریانونو ټاکنه کې مرسته کوي او که د دې اوبو بهېدل بدل شي، نو هم جریانونه او هم سیمه‌ییز او نړیوال اقلیمي نمونې اغېزمنېږي.