استرالیایۍ سناتوره د بریتانیې پاچا ته: "ته د استرالیا او زمونږ پاچا نه یې"

بریتانیا

د عکس سرچینه، Reuters/BBC

د عکس تشریح، دغې استرالوۍ سناتورې په پرتمنیو مراسمو کې مخامخ د بریتانیا پر پاچا نیوکې کړي

د استرالیا د پارلمان ماڼۍ کې تر خبرو وروسته کله چې د برتانیې چارلز دریېم پر څوکۍ کېناست، د استرالیايۍ سناتورې لېډیا تورپ د اعتراض لوړ غږ پورته شو او د لوړې کچې دا مراسم یې ګډ وډ کړل.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې نوموړې پاچا ته په خطاب کې پر هغه د نسل وژنې تور پورې کوي او وايي"دا ستاسو خاوره نه ده، ته زما پاچا نه یې، ته د استرالیا او زمونږ پاچا نه یې."

نوموړې چې د استرالیا اصلي اوسېدونکې ده، د اعتراض پر مهال پر پاچا مخامخ دغو پرتمنیو مراسمو کې تور پورې کړ او زیاه یې کړه: "تاسې زموږ د خلکو نسل وژنه کړې، زموږ هېواد بېرته موږ ته راکړئ، هغه څه چې مو له موږ غلا کړي، بېرته یې موږ ته راکړئ، هډوکي، جمجمې، نوي زیږدلي ماشومان او زموږ خلک. تاسې زموږ هېواد له منځه یووړ."

وروسته نوموړې له دغو مراسمو وایستل شوه.

د استرالیا په پارلمان کې د پاچا چارلز لپاره جوړ شوي مراسم پرته له دې چې یادې پیښې ته کومه اشاره وکړي پای ته ورسېدل، او شاهي جوړه له سلګونو هغو خلکو سره د لیدو لپاره بهر ووتل چې د پارلمان مخې ته د هغوی د ښه راغلاست لپاره ورټول شوي وو.

د بریتانیا پاچا دغه مقام که څه هم په استرالیا کې یو تشریفاتي مقام دی، خو په ټوله کې دغه هېواد ته د پاچا چارلز دریېم دا تاریخي سفر له بحثونو سره مل دی.

پاچا چارلز له شاوخوا ۲۲ ساعته پرواز وروسته روانه اونۍ استرالیا ته ورسېد، چې هلته ورته په "لوړه کچه" ځانګړي مراسم نیول شوي و.

بي بي سي سره مرکه کې اغلې تورپ له خپل اعتراضه دفاع وکړه

بریتانیا

د سناتورې تورپ له اعتراض وروسته بي بي سي له هغې سره مرکه وکړه، نوموړې له خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ویې ویل " زه غواړم د انګلنډ پاچا ته یو ښکاره پیغام ورسوم، هغه دا چې نوموړی زموږ د هېواد پاچا نه دی. هغه زما پاچا نه دی. هغه واکمن نه دی موږ واکمنان یوو."

نوموړې همدا راز بي بي سي سره خبرو کې وویل " د واکمنۍ لپاره باید د دې هېواد واوسې. هغه دې خاورې پورې اړه نه لري. موږ له لسیزو راهیسې د یوه تړون غوښتونکي یوو، دی څنګه کولی شي هلته ودریږي او ووايي چې زموږ د هېواد پاچا دی. هغه زموږ له خلکو او هېواده ډېره شتمني پټه کړې ده او اړ دی، چې هغه بېرته یې موږ ته راکړي. او هغه باید په دې هېواد کې د سولې لپاره خبرې پیل کړي."

خو د استرالیا ځینې نور اوسېدونکي بیا د شاهي کورنۍ ورتلو ته خوښ وو او د هغوی لیدو ته ساعتونه انتظار وو.

د دغه هېواد یوه اصلي اوسېدونکې وایلېټ شېرېډان چې وړاندې یې د پاچا او ملکې تود هرکلی کړی وایي، د تروپ اعتراض بې احترامي وه او هغه زما په استازیتوب خبرې نه کوي.

سناتوره تورپ، چې د ویکتوریا څخه یو خپلواکه سناتوره ده، د هغو کسانو له ډلې ده چې د استرالیا د حکومت او د دغه هېواد د اصلي یا لومړنیو اوسېدونکو ترمنځ د یوه تړون ملاتړ یې کړی.

د نیوزیلینډ او برتانیې لخوا د نورو پخوانیو مستعمرو پر خلاف په استرالیا کې له اصلي اوسېدونکو سره دغه ډول تړون نه دی شوی.

د استرالیا ډېری بومي یا اصلي اوسېدونکي او د ټوريس سټريټ ټاپو اوسېدونکي ټينګار کوي، چې هغوی هېڅکله خپله واکمني او ځمکه د برتانیې پاچاهۍ یا د دوی تر استعمار لاندې حکومت ته نه ده سپارلې.

له لسیزو راهیسې، استرالیا پر دې بحث کوي، چې ایا د برتانیې له پاچاهۍ جلا شي او یو جمهوریت شي او که نه؟

په ۱۹۹۹ میلادي کال کې دغه سوال په یوه ټولپوښتنه کې چې یوازینۍ لار د اساسي قانون بدلون دی وشو، خو په قاطع ډول یې ماتې وخوړه.