د امريکا ټاکنې؛ بارک اوباما د کمالا هرېس ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد ولسمشرۍ ته د ديموکرات ګوند نوماندې کملا هرېس ملاتړ وکړ.
ښاغلي اوباما او مېرمنې یې مېشل اوباما په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، دوی باور لري چې اغلې هرېس هغه "ليد، شخصيت او ځواک لري چې په دې نازک وخت کې ورته اړتيا ده. "
د راپورونو له مخې د ولسمشرۍ له نوماندۍ د جوبايډن له تېرېدو وروسته چې کله کملا هرېس وينا کوله ښاغلی اوباما هم د ناستو کسانو په ډله کې موجود و.
هغه مهال په يوه بيان کې بارک اوباما د ولسمشرۍ له نوماندۍ د جوبايدن د وتلو هرکلی کړې و، خو د کملا هرېس د ملاتړ په اړه يې څه نه و ويلي.
د بارک اوباما کورنۍ نن جمعه په يوه بيانيه کې د کملا هرېس ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هغې د برياليتوب لپاره هر څه چې دوی کولی شي ترسره به يې کړي.
دغې جوړې وويل، "موږ له ولسمشر بايډن سره همغږی يوو، د کملا غوره کول پر ځای پرېکړه ده چې هغه کړې ده. "
په همدې مهال کملا هرېس د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره کتلي دي. نوموړې ويلي دي، چې د فلسطیني ملکي وګړو پر کړاوونو به پټه خوله پاتې نه شي.
نوموړې دا هم ویلي چې پر نتنیاهو یې د غزې د وضعیت په تړاو زغرده خبرو کې فشار راوړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر له هغې لږ مخکې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم لیدلي وو.
دا له تېر کال راهیسې د دوی لومړنۍ کتنه وه.
کملا هرېس ویلي چې نتنیاهو ته يې په غزه کې د مرګژوبلې اړوند جدي اندېښنه څرګنده کړې.








