د امریکا هغو پوځي اډو ته چې افغانانو ته یې ځای ورکړی و "۲۶۰ میلیون ډالره زیان اوښتی"

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي رسنیو د پنټاګون د یوه نوي رپوټ پر بنسټ خبر ورکړی چې د دغه هېواد هغو پوځي اډو ته ۲۶۰ میلیون ډالره زیان اوښتی چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته یې ایستل شویو افغانانو ته ځای ورکړی و.
د دغو رپوټونو له مخې د امریکا هوايي ځواکونو ان دا هم ویلي چې ځینې اوښتي زیانونه "د رغونې وړ" نه دي.
د امریکا دفاع وزارت سر پلټونکي تېره اوونۍ ویلي په ټکزاس، ویسکانسېن، نیو جرسي، ویرجینیا، نیو مکزیکو، او انېډیانا کې اتو پوځي اډو ته چې پناه غوښتونکو ته یې ځای ورکړی و، ۲۶۰ میلیون ډالره زیان اوښتی او بیا رغونې لپاره یې پیسې غوښتې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې دغه زیانونه له میز او څوکیو رانیولې تر ودانیو بېلابېلو برخو ته اوښتي او ځینې تاسیسات تر هغې د پوځ لخوا د کارېدو وړ نه دي، چې نلونه پکې له سره تېر او دیوالونه یې له سره جوړ نه شي.
له دغو اتو پوځي اډو ځینو له دفاع وزارت زیاتې پیسې غوښتې دي.
ټکزاس کې 'فورت بلیس' اډې چې ۱۱ زره ۴۷۲ پناه غوښتونکو ته یې ځای ورکړی و، یوازې څه باندې نیم میلیون ډالر غوښتي، خو ویسکانسن کې 'فورت مک کوی' پوځي اډې بیا چې څه نا څه همدومره کډوال پکې مېشت وو، د ۱۴۵ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنټاګون سر پلټونکي په دې اړه هم پوښتنې مطرح کړې، چې ایا دا پیسې یوازې د هغو ودانیو بیا رغونې ته غوښتل شوې چې افغانان پکې مېشت وو، که څنګه.
بهرنیو ځواکونو د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو لاس ته د کابل له کیوتلو وروسته په ۱۷ ورځو کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان وایستل چې ګڼ شمېر یې امریکا ته ولېږدول شول.
امریکایۍ رسنۍ وايي د دغه هېواد دفاع وزارت د دغو افغانو له ایستلو وروسته د ۲۰۲۱ کال سپتمبر کې له یوې سترې ننګونې سره مخ و او د بشرپاله سازمانونو په همکارۍ یې دغو تازه ورغلو کډوالو ته رسېدنه کوله.
دغو کډوالو ته ژر د کورونو پیدا کول، ښوونځیو کې یې د ماشومانو شاملول، دوی ته د بانکي حسابونو پرانیستل او د نږدې جوماتونو او حلالې غوښې د هټیو موندل داسې ننګونې وې چې د بېلابېلو ادارو او سازمانونو مرستې ته پکې اړتیا وه.











