د ایران حکومت ۱۰ تنه د نشه يي توکو په جرم اعدام کړي

د عکس سرچینه، SOPA IMAGES
د ایران د بشري حقونو سازمان خپل وروستي راپور کې وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۹مه د دې هېواد په قزلحصار زندان کې ۱۰ کسان اعدام شوي دي.
یاد سازمان خپل را پور کې زیاته کړې، چې اعدام شوي دا ۱۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان په خبره، د نشه يي موادو د قاچاق په تړاو ۹۰ سلنه اعدامونه په ایران کې ترسره کېږي.
تېر کال د بخښنې د نړیوال سازمان په یوه راپور کې راغلي و، چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۵۷۶ کسان اعدام کړي دي.
د دې راپور له مخې تېر کال له ۵۷۶ اعدامونو څخه ۲۷۹ کسان په قصاص محکوم وو، ۲۵۵ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په جرم محکوم وو، ۲۱ کسان په جنسي تېري محکوم وو او ۱۸ کسان په محاربه یا د خلکو ترمنځ وېره او ناامني خپرولو په جرم محکوم شوي وو.
د راپورونو پر بنسټ د تېر کال ۹۰ سلنه اعدامونه ایران، سعودي عربستان او مصر کې ترسره شوي دي.
د روان کال په اپریل میاشت کې د فرانسې ۲۴ راډیو د بشري حقونو د دوو ډلو له خولې ویلي و، چې ۲۰۲۲ کال کې ایران کې د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.
همدارنګه دوی زیاته کړې وه، چې دا د ایران د حکومت لخوا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کلونو ترمنځ په پرتلیز ډول د شویو اعدامونو شمېر ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو لوړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د حکومت لخوا د ۲۰۲۲ کال د اعدام شویو له ډلې ۴۴ سلنه یې هغه کسان وو، چې د نشه يي توکو په تور نیول شوي وو.
دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې د ترسره شویو اعدامونو د شمېر دوه چنده او په ۲۰۲۰ کال کې د نشه يي توکو په تړاو د اعدامونو شمېر پرتله لس برابره لوړ دی.
د یاد راپور له مخې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د حکومت ضد اعتراضونه او د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته اعدامونه زیات شوي دي.
یاد را پور په ډاګه کړې وه، چې د لاریونونو له پيلېدو وروسته د نشه يي توکو په تړاو نیول شویو کسانو ته د اعدام سزا ورکولو کې چټک زياتوالی راغلی او په دې اړه سختې اندېښنې ښودل شوې وې.
د بشري حقونو فعالو ډلو په بیا بیا ایران کې د اعدامونو د لړۍ درولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ ۲۰۱۷ کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې قانون له تعدیلولو سره د نشه يي توکو په تړاو د نیول شویو کسانو د اعدامونو په شمېر کې کموالی راغلی و، چې دا کموالی تر ۲۰۲۱ کال پورې روان و.











