موساد ادعا کوي چې څنګه یې ایران کې یو "مسلکي قاتل" وتښتاوه

مشکوک سړی

د عکس سرچینه، ISRAEL MINISTRY OF FOREIGN AFFAIRS

د عکس تشریح، په یوه خپره شوې وېډیو کې ظاهراً دا سړی قبرص کې د وژلو د دسیسې په اړه معلومات ورکوي

د اسراییلو څارګرې ادارې (موساد) ویلي، د ایران د ننه یې په عملیاتو کې د هغې یوې تښتوونکې ډلې مشکوک مشر نیولی چې په قبرص کې یې د اسراییلیانو د وژنې او تښتونې مسؤلیت درلود.

موساد – چې تر ډېره له رسنیو سره لږ خبرې کوي ـ ویلي، دې سړي د ایران د انقلابي ګارد له لوري د ترلاسه شویو امرونو په اړه مفصل "اعتراف" کړی دی.‌

دغه بنسټ زیاتوي، په قبرص کې یې چارواکي پر دې ډلې خبر کړي او یاده ډله یې له منځه وړې ده.‌

دا د اسراییلو او ایران ترمنځ‌ د اوږدې سړې جګړې یوه بله یادونه ده.

یوه اسراییلي کارپوه بي بي سي ته ویلي، له دې پېښې د اسراییلو لخوا د پردې پورته کول د هغو رپوټونو له کبله ګڼل کېدای شي چې ګنې امریکا اوس په نرمۍ غواړي له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه نا مستقیمې خبرې پیل کړي.

د "ایران ضد اسراییل:‌ نیابتي جګړه" کتاب لیکوال او خبریال یعقوب کاتس ویلي، په دې اعلان سره اسراییل نړۍ ته دا روښانول غواړي چې ګنې له ایران سره د اټومي پروګرام په باب معامله کېدای شي، خو ایران تر دې لا لوی سرخوږی کېدای شي".‌

دی زیاتوي: "ایران د اروپا په څېر ځایونو کې د سوداګرد وژلو هڅه کوي؛ د یورانیمو د بډایولو پرتله لا ډېر څه کوي".

د قبرص د دسیسې په تړاو د اسراییلو د ګومان په باب په خپلواکه توګه تایید ګران دی او تهران او نیکوشیا هم لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

موساد په یوه بیان کې دا ماموریت "د ایران د خاورې د ننه یو کمساری او زړه ور عمل" بللی دی.‌

په بیان کې د موساد یوه لوی چارواکي ویلي: "په نړۍ کې به هر هغه مسؤل کس ته ځان رسوو چې د یهودو او اسراییلو ضد ترهګري دودوي، چې له دې نه ایران هم مستثنا نه دی".‌

په یوه وېډیو کې چې اسراییلو خپره کړې ده، د یوسف شهبازي عباسیالیو په نامه یو سړی ښکاري چې ویل کېږي ددې دسیسې اصلي مشکوک مشر دی، له ایران نه بهر د موساد یوه جاسوس ته په فارسي غږېږي.

دا سړی په وېډیو کې پر دې هم غږېږي چې څنګه د ترکیې تر واک لاندې شمالي قبرص ته تللی او په ناقانونه توګه یې د ټاپو جنوب ته د بې‌نومه اسراییلي سوداګر د وژلو لپاره ځان رسولی دی.

انقلابي ګارډ

د عکس سرچینه، AFP

وايي مخکې له دې چې د ایران انقلابي ګارډ یې وګوماري، ده ته د یاد سوداګر یو عکس او پته ورکړل شوې ده.‌

یاد سړی وايي: "زما پلان دا و چې هلته ځان ورسوم، که په لار کې مې خنډونه نه وای، نو په وسله مې واژه".

د یاد سوداګر د عکس او د کور د پتې تر لاسه کولو وروسته،‌ مشکوک قاتل له قبرصه ایران ته تښتېدلی، ځکه چې ورته ویل شوي وو چې پولیس یې په لټه کې دي.

لا روښانه نه ده چې یاد سړی په وېدیو کې پخپله خوښه غږېږي او که اړایستل شوی دی.

موساد دا نه دي ویلي چې دا دسیسه کله او د قبرص په کوم ځای کې ترسره کېده.‌

اسراییل له لسیزو راهیسې ظاهراً ایران خپل لوی دوښمن ګڼي او پر ایراني حکومت تور لګوي چې ګنې تهران د اسراییلو ضشد وسله والو ډلو او د هغوی د بریدونو ملا تړي.

پر امریکا او اروپا سربېره سراییل داسې انګېري چې ګنې ایران د اټومي وسلو د پراختیا او پرمختیا هڅه کوي، خو ایران ټینګار لري چې اټومي هڅې یې سوله ییزې دي.

په وروستیو کلونو کې اسراییلو د ایران د اټومي بنسټونو د ویجاړولو ډېرې هڅې کړې او د ګڼو ایراني اټومپوهانو په وژلو تورن شوي.

اسراییلو په ۲۰۱۸ کې وویل، یو تر ټولو پاموړ عملیات یې په تهران کې د ایران د اټومي پروګرام پر اړوندو لویو اسنادو د اسراییلي جاسوسانو برید و.