۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره د یوې لسیزې تر ټولو "خونړی کال" و

په موبایل کې د زبېر ګمن تصویر لیدل کېږي.
د عکس تشریح، زبېر ګمن د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې د اسلام‌اباد د عدلي کمپلېکس مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
    • Author, فرحت جاويد
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان سترې محکمې مخې ته حقوقي چارې د معمول په شان روانې دي. وکیلان او د هغوی مراجعین له امنیتي خنډونو په بیړه تېرېږي، دفتري کارکوونکي د دوسیو بنډلونه وړي راوړي او د چایو او خوړو وړوکي خوړن‌ځای خدمت کوونکي د مراجعینو د ورتګ په تمه ولاړ دي. خو د وکیل اسلم ګمن لپاره ژوند د ګړۍ ستن ولاړه برېښي.

یو سړی په خپل موبایل کې انځورونه ګوري. دا یې د زوی زبیر ګمن تصویرونه دي. زبیر له تېرو ۱۲ کلونو په اسلام‌اباد کې وکالت کاوه او تازه یې په ستره محکمه کې د وکالت د عملي کار کولو اجازه هم ترلاسه کړې وه. خو څو اوونۍ وړاندې، د نومبر پر ۱۱مه، هغه د اسلام‌اباد د جوډیشل کمپلېکس په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

اسلم ګمن وايي، "هر څه بدل شوي دي. داسې احساس کېږي چې د یوه ماشوم له تللو سره هر څه بدل شول." دا خبره یې لا نه وه پای ته رسولې چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.

سږ کال، د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د زرګونو نورو کورنیو په څېر، د ګمن کورنۍ هم د یوې داسې جګړې ښکار شوه چې دوی پکې هېڅ لاس نه درلود. د سختدریځو د بریدونو زیاتېدو ۲۰۲۵ کال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو خونړی کال دی.

هغه ورځ هم د نورو عادي ورځو په څېر پیل شوې وه

تصویر کې سپین‌ږیری سړی ښکاري. د همدې سپین‌ږیري زوی وکیل و چې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د عکس تشریح، اسلم د زبېر ګمن پلار دی

وکیل اسلم ګمن وايي، هغه هماغه ورځ په ستره محکمه کې و چې پر ټلویزیون یې د چاودنې خبر واورېد او سملاسي یې خپل زوی ته زنګ وواهه.

په هغه ورځ زبېر ګمن د اسلام‌اباد د جي–۱۱ سکټور په هغې محکمې کې کومه دوسیه نه لرله چې پرې برید شوی و. اسلم ګمن وايي، "هغه د جي–۱۰ د کورنیو چارو له محکمې د خپلې دوسیې کار خلاص کړی و او خپل ډرایور ته یې وویل چې بلې محکمې ته ولاړ شي."

هماغه شېبه، د هغوی موټر ته یو سپین‌ږیری سړی له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره ورنږدې شو او زبېر ته یې وویل چې هغوی په تېروتنې سره غلطې محکمې ته تللي دي او باید د جي–۱۱ جوډیشل کمپلېکس ته ولاړ شي.

د اسلم ګمن په وینا، زوی یې هغه سپین‌ږیری سړی او د هغه کورنۍ په خپل موټر کې کېنوله او په خپله یې د جوډیشل کمپلېکس ودانۍ ته د رسولو لپاره روان شو.

"زما زوی هغوی د دروازې ترڅنګ ښکته کړل او لا د بېرته ګرځېدو په حال کې و چې ناڅاپي ځانمرګی برید وشو."

په دې چاودنه کې د زبېر ګمن په ګډون ۱۲ ملکي کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په پاکستان کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو خونړی کال

ګرافیک دی چې له نظامیانو شاته د چاودنې اورجنې دوړې ښکاري.
د عکس تشریح، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو له امله مرګ‌ژوبله د وړم کال پرتله ۷۰ سلنه زیاته وه.

زبېر ګمن له هغو زرو زیاتو عامو وګړو له ډلې و چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول پاکستان کې د سختدریځو په بریدونو کې ووژل شول.

بي‌بي‌سي د دولتي سرچینو، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د مالوماتو مرکز او د نورو خپلواکو څېړنیزو بنسټونو شمېرې څېړلې دي. د دغو شمېرو له مخې، د ډسمبر تر پنځمې پورې، په ټول هېواد کې د ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۳۸۰۰ کسان وژل شوي دي. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله نږدې ۷۰ سلنه زیات دی.

شمېرې دا هم ښيي چې (۲۰۲۵) تر ټولو ډېر تلفات یا عامو وګړو، یا امنیتي ځواکونو او یا هم سختدریځو ته اوښتي دي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ډېری مرګ‌ژوبلې د سختدریځو د بریدونو له امله وې. په هغه کال کې ۷۵۴ امنیتي سرتېري وژل شوي وو او نږدې ۹۰۰ سختدریځي د بېلابېلو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال له منځه وړل شوي وو.

خو په ۲۰۲۵ کال کې وضعیت بدل و. په‌ دې کال د ټولو تلفاتو له نیمایي زیات سختدریځي وو چې د امنیتي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۰ زیات سختدریځي ووژل شول، په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو تلفات له ۱۲۰۰ کم پاتې شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ (PICSS) د یوه تازه راپور له مخې، له ۲۰۱۵ کال ورسته ۲۰۲۵ د سختدریځو لپاره، د امنیتي ځواکونو لپاره او د تېرې یوې لسیزې په ترڅ کې د عامو وګړو لپاره تر ټولو مرګونی کال ثابت شوی دی.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۵ کال کې د سختدریځو د بریدونو شمېر هم د ۲۰۱۴ وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. په ځانمرګو بریدونو او د وړو ډرون الوتکو په کارولو کې هم څرګند زیاتوالی لیدل شوی دی.

د دولتي شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې له ۶۷ زرو زیات استخباراتي بنسټیز عملیات (IBOs) ترسره شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د دومره لوی شمېر استخباراتي عملیاتو ترسره کېدل د وسله‌والو ډلو او سختدریځو سازمانونو پر ضد د یوې پراخې او د پخوا پرتله د لا سختې مبارزې څرګندونه کوي. شنونکي وايي، دا چاره دا هم ښيي چې سختدریځۍ یو ځل بیا ژورې ریښې غځولي دي.

ملکي ګاډی دی چې د چاودنې له امله زیانمن شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سخت‌دریځو ډلو سږ کال هغه ښارونه هم په نښه کړل چې نسبتاً خوندي بلل کېدل.

سږ کال هغه ښارونه هم په نښه شول چې خوندي بلل کېدل

سږ کال د تاوتریخوالي پېښو او ترهګریزو بریدونو یوه بله مهمه ځانګړنه دا وه چې دا بریدونه په کومو سیمو کې ترسره شول.

له ځانمرګو بریدونو تر هدفي وژنو پورې، سختدریځو هم خپل لاسرسی پراخ کړ او هم یې خپل هدفونه زیات کړل. په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د سختدریځو فعالیتونه تر ډېره د پولو سیمو او لرې پرتو ولسوالیو پورې محدود وو، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو برخو کې. خو په ۲۰۲۵ کال کې سختدریځو پر ښارونو او پر لوړ امنیت لرونکو ځایونو هم بریدونه وکړل. اوس هغه ځایونه هم په نښه کېږي چې پخوا نسبتاً خوندي ګڼل کېدل.

د نومبر په میاشت کې پر اسلام‌اباد د جوډیشل کمپلېکس ځانمرګی برید د دې څرګنده بېلګه ده. اسلام‌اباد د هېواد له تر ټولو خوندي ښارونو شمېرل کېږي.

د امنیتي شنونکو په وینا، اوس د ګواښ بڼه هم بدله شوې ده.

د امنیتي چارو شنونکي افتخار فردوس په خبره، سختدریځې ډلې اوس د وسلو نوې بڼې کاروي.

هغه وايي، "له ۲۰۲۱ کال وروسته موږ ولیدل چې امریکايي او ناټو وسلې د دغو ډلو لاس ته ولوېدې خو اوس داسې وسلې او سیستمونه مخې ته راغلي چې پخوا ډېر کم د سختدریځو په واک کې وو."

د هغه په وینا، د بریدونو پر مهال د کوادکاپټر ډرونونو زیاتېدونکی کارول یو مهم لامل دی. په بلوچستان کې سختدریځي اوس داسې ماینونه (IEDs) هم کاروي چې د امنیتي ځواکونو د جیمرونو فریکوینسي په نښه کولی شي.

افتخار فردوس وايي، "همدا لامل دی چې مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده. دا وسایل دودیز امنیتي تدابیر بې‌اغېزې کوي چې له امله یې ډېر افسران او سرتېري وژل کېږي."

د پاکستان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نومبر میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې پر واڼا کیډیټ کالج برید وشو، خو امنیتي ځواکونو هغه شنډ کړ.

د دې بریدونو تر شا څوک دي؟

پاکستان یوازې د یوې سختدریځې ډلې له ګواښ سره نه‌ دی مخ، بلکې ګڼې ډلې دي چې د بېلابېلو موخو، لارو چارو او سیمو له مخې فعالیت کوي.

سږ کال د تر ټولو ډېرو بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر ناقانونه سختدریځې ډلې اچول شوې ده. دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې او د پاکستان د دولت واک او حاکمیت ننګوي او غواړي، د خپل تفسیر له مخې اسلامي قانون پلی کړي. که څه هم دا ډله په تېر کې د پوځي عملیاتو له امله کمزورې شوې وه خو اوس بیا له سره منسجمه شوې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا، اوس ټي‌ټي‌پي د یوې کلکې مرکزي مشرۍ پر ځای د بېلابېلو څانګو او ډلو د شبکې په بڼه فعالیت کوي چې له امله یې هره کوچنۍ فرعي ډله په خپل سر د بریدونو کول اسانه ګڼي.

امنیتي چارواکي وايي، د ټي‌ټي‌پي تمرکز لا هم پر خیبر پښتونخوا دی، چېرته چې دا ډله د پولیسو تاڼې، د امنیتي ځواکونو کاروانونه، استخباراتي چارواکي او ځایي حکومتي چارواکي په نښه کوي. دا بریدونه عموماً لږ لګښت لري خو شمېر یې ډېر وي او موخه یې دا ده چې پر امنیتي ځواکونو پرله‌پسې فشار وساتي.

له بلې خوا، په بلوچستان کې د تاوتریخوالي بڼه بېله ده.

هلته بېلتون‌پالې ډلې، په ځانګړي ډول ناقانونه سختدریځه ډله "بلوچ لبرېشن ارمي" (BLA)، د مذهبي ایډیالوژۍ پر ځای د سیاسي محرومیت، پر طبیعي سرچینو د کنټرول او د دولتي زورزیاتي پر ضد د شکایتونو له مخې بریدونه کوي.

سږ کال هم د دوی د بریدونو هدف ډېری پوځي تاسیسات، د چین په همکارۍ جوړېدونکي پروژې، د اورګاډي پټلۍ او د انرژۍ بنسټیزې شبکې وې. خو په همدې کال کې عام وګړي هم په نښه شول. د مارچ په میاشت کې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس برید وشو او سپاره مسافر یرغمل شول. د یوه لوی پوځي عملیاتو وروسته دا مسافر بېرته خلاص کړل شول. همداراز، په کوټه کې د رېل‌ ګاډي پر مرکز برید کې ګڼ عام وګړي او پوځي سرتېري ووژل شول.

په پاکستان کې د داعش سیمه‌ییزې څانګې، ای اېس–کې (IS-K) له لوري هم بریدونه شوي دي. دا ډله د ټي‌ټي‌پي پرتله کوچنۍ ده خو څو لوی او د پام وړ بریدونه یې ترسره کړي دي.

شنونکي وايي، دا ډلې که څه هم ډېری وخت د یو بل پر وړاندې سیالۍ ته مخه کوي خو ټولې له یو شان شرایطو ګټه اخلي؛ یعنې سیاسي بې‌ثباتي، پرانستې پولې، اقتصادي ستونزې او د قانون پلي کوونکو ادارو کمزورۍ.

د ټرېن دوزاه کې پولیس او دوو کړکیو کې یې یو یو عام وګړی ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مارچ میاشت کې په بلوچستان کې فعاله وسله‌والې بېلتون‌پالې ډلې "بي‌اېل‌اې" پر جعفر ایکسپریس برید وکړ.

شنونکي وايي، سږ کال سیاسي وېش هم د ترهګرۍ ضد هڅې کمزورې کړې دي، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې، چېرته چې د پوځ او د عمران خان د ګوند تحریک انصاف (PTI) د صوبایي حکومت ترمنځ اړیکې ترینګلې پاتې شوې دي.

د امنیتي شنونکي افتخار فردوس په وینا:

"د داسې حالت، یعنې د سختدریځۍ، پر وړاندې د مقابلې لپاره د خلکو ملاتړ ډېر اړین وي او دا ملاتړ د سیاست او سیاستوالو له لارې تر لاسه کېږي. خو دا مهال د صوبې او مرکزي حکومت ترمنځ ژور درز موجود دی. دواړه پر یو بل سیاسي بریدونه کوي او همدا چاره د سختدریځۍ پر ضد مبارزه کمزورې کوي."

له بلې خوا، سږ کال هم د پاکستان حکومت پرله‌پسې ګاونډی هېواد افغانستان تورن کړی چې هلته سختدریځو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ وايي، د افغانستان او دغو ډلو ترمنځ ښکاره اړیکه موجوده ده.

هغه وايي:

"دا خبره بېخي روښانه ده چې افغانستان ورسره تړاو لري، د هغوی ګډون پکې شته، د هغوی خاوره پکې کارول کېږي او هغه کسان چې هلته پناه اخلي هم پکې شامل دي. دا ډېره څرګنده ده چې دا د هغوی لپاره د جګړې اقتصاد دی او هغوی پرې ژوند کوي."

خو کابل دا تورونه په کلکه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د افغان چارواکو په وینا، د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ دي او پړه یې باید پر افغانستان وانه‌چول شي.

همدا راز، د روان کال په اکټوبر کې د همدې لانجې پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې هم وشوې او له هماغه وخته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ځنډېدلې او د تګ‌راتګ ټولې لارې تړلې دي.

شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دې شخړې له مخکې نازک وضعیت لا پسې ترینګلی کړی او د ترهګرۍ په څېر ستونزه یې لا پېچلې کړې ده. دا هر څه په داسې وخت کې پېښ شوي چې د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ ته تر ټولو ډېره اړتیا وه.

په تورخم کې د پاکستان هغه ځای چې باري موټر پکې ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د اکټوبر میاشتې راهیسې پوله تړل شوې ده.

"دا معلومه نه وي چې ماښام به بېرته کور ته ورسېږو که‌ نه"

خو د تګلارو، تورونو او د ستونزو د حل لټولو پر سر د روانو ټولو بحثونو تر منځ، د اسلم ګمن په څېر د زرګونو کورنیو لپاره هېڅ تسلي نشته.

اسلم ګمن وايي، د دې شخړې بیه عام وګړي پرې کوي، داسې شخړه چې کوم روښانه پای یې نه ښکاري.

هغه زیاتوي:

"هره ورځ بې‌ګناه او بې‌وزله خلک په دغو بریدونو کې وژل کېږي. پر خدای باور وکړئ، دا هېڅ معلومه نه وي چې که سهار له کوره ووځو، ماښام به بېرته کور ته ورسېږو که‌نه."

هغه یوه شېبه غلی کېږي، بیا زیاتوي:

"داسې ښکاري چې موږ د ترهګرۍ یوې کندې ته ټېل وهل شوي یو. هېڅ لاره نه ښکاري. تر هغه چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ ستونزې هوارې نه‌شي، هم عام خلک او هم امنیتي ادارې به د ترهګرۍ د اور سون‌توکي پاتې شي."