"ډالۍ ماشومان" څوک دي او ولې له بدنامۍ سره مخامخ دي؟

استي، امینه او فاطمه درې خویندې، چې کډوالې کارګرې مور په اندونیزیا کې د خپلوانو کورونو کې پرېښې وې.

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir

د عکس تشریح، استي، امینه او فاطمه درې خویندې، چې کډوالې کارګرې مور په اندونیزیا کې د خپلوانو کورونو کې پرېښې وې.
    • Author, هانا ساموسیر
    • دنده, بی‌بی‌سی نیوز- اندونیزیا

خبرداری: دا لیکنه خواشینونکې محتوا لري.

دوی ته "ډالۍ ماشومان" ویل کېږي. دا د هغو کډوالو کارګرو اولادونه دي چې له هېواده بهر یې اړیکې جوړې کړې. دا ماشومان اوس په اندونیزیا کې له مور او پلار پرته لویېږي او په ټولنه کې له بدنامۍ سره مخامخ دي.

په تاریخي توګه، دې ماشومانو ته پېژند پاڼې یا د هویت اسناد نه ورکول کېدل، چې له امله یې ښوونځي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی هم نه لري.

له همدې کبله دوی له پرلپسې بېوزلۍ، ناوړه چلن او په ماشومتوب کې د واده له خطرونو سره هم مخامخ دي.

په لوېدیځ نوسا ټینګارا ایالت کې داسې زرګونه "ډالۍ ماشومان" ژوند کوي. دا په اندونیزیا کې له هغو سیمو یوه ده، چې تر ټولو ډېر کارګر ترې بهر ته د مزدورۍ لپاره ځي.

ماشومتوب او یوازیتوب

Siti Aminah stood at the door, wearing a hijab and black dress, smiling at the camera.

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir

د عکس تشریح، سیتي امینه وايي چې له ماشومتوبه رټل شوې وه

۲۳ کلنه سيتي امینه د ګڼ شمېر "ډالۍ ماشومانو" له ډلې یوه ده. د دې مور ۱۹۹۰مو کلونو کې له له لومبوک سیمې د مزدورۍ لپاره سعودي عرب ته تللې وه.

د امینې مور همالته په سعودي کې یو ځل له یوه پاکستاني او بیا له یوه سعودي نارینه سره غیر راجستر شوی واده کړی و، چې (پټه نکاح) هم ورته وايي. دا به اندونیزیا ته ستنېده او اولادونه به یې زېږېدل.

دغه ډول ودونو کې له دیني اړخه نکاح شوې وي، خو رسمیت ځکه نه لري، چې له حکومت سره ثبت او راجستر نه وي.

امینه وایي، مور یې شپږ ماشومان پرېيښې او هغوی د بېلابېلو خپلوانو په کورونو کې لوی شول.

اندنګ سوسیلواتي، چې د "کډوالو پاملرنې" مرکز سیمه‌ییزه همغږي کوونکې ده، په دې هکله وایي:

"ډېر کډوال کارګر له مېرمنې یا خاونده بېل کېږي او بیا واده کوي، ځکه چې بهر سخت ژوند کې د ژوند یوه ملګري ته اړتیا لري."

امینه وایي، د خپلوانو تر سیوري لاندې ژوند یې له تبعیض سره مخامخ کوي.

د دې په وینا خلکو به راته ویل: "تاسې عربان یاست، پلرونه مو بېلابېل دي."

د دې مشره خور فاطمه وايي، سخت چلن ورسره کېده:

"که به مور پیسې نه استولې، موږ ته به غوسه کېدل، ځینې وختونه به وهل کېدو."

کوچنۍ فاطمه په ختیځ لومبوک کې د خپلوانو کره پاتې وه.

د عکس سرچینه، Family archive

د عکس تشریح، کوچنۍ فاطمه په ختیځ لومبوک کې د خپلوانو کره پاتې وه.

بی‌بی‌سی د دوی له مور سره اړیکه ونیوه، خو هغې له خبرو انکار وکړ.

دا د هغو زرګونو ماشومانو یوازې یوه بېلګه ده چې د "ډالۍ ماشومانو" په نوم له ټولنیز فشار سره مخامخ دي.

په لومبوک کې د رودات انسټیټیوټ په نوم یو غیر دولتي مرکز هڅه کوي دې ماشومانو سره قانوني مرسته وکړي، چې هویت‌پاڼې ترلاسه کړي، ښوونځي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

په ماشومتوب کې د ودونو خطر

د رودات انسټیټیوټ مسوولین وایي د "ډالۍ ماشومانو" له نوم سره تړلې بدنامي، په کم عمرۍ کې د دوی واده کېدو خطر زیاتوي.

اندونیزیا د ماشومانو ودونو له نظره په نړۍ کې څلورم ځای لري، او لوېدیځ نوسا ټینګارا د داسې ودونو تر ټولو لوړه کچه لري.

فاطمه د خپلوانو د بد چلن له امله له ښوونځي پاتې شوه او د خپلو کوچنیو خویندو وروڼو پالنه یې پر غاړه واخیسته.

دې په ۱۵ کلنۍ کې واده وکړ. دا وایي:

"ښه ده چې واده مې وشو، چې یو څوک خو مو د نفقې وموند."

Fatma is wearing a floral patterned shirt, black trousers and a black headscarf, leaning against the open door.

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir

د عکس تشریح، فاطمه لومړی ځل په ۱۵ کلنۍ کې واده شوه.

کارپوهان وایي لکه څنګه چې له فاطمې سره وشول، د کم عمرۍ ودونه معمولاً په بېلتون پای ته رسېږي.

دا چې اوس ۲۵ کلنه ده، درې ځله یې نکاح کړي چې هېڅ یوه یې هم ثبت نه وه، او دوه ماشومان لري.

په اندونیزیا کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر ۱۹ کاله ټاکلی او په ماشومتوب کې واده د جنسي تاوتریخوالي جرم ګڼل کېږي.

هغه کسان چې ماشومانو ته د واده اجازه ورکوي یا یې عملي کوي، تر ۹ کلونو بند یا شاوخوا ۱۲،۳۴۰ امریکایي ډالرو پورې جریمه کېدای شي، خو عملاً د دې قانون پلي کېدل لا هم کمزورې بڼه لري.

که څه هم قانون اجازه ورکوي چې والدین له محکمې ځانګړې اجازه اخیستلای شي، خو ډېر ودونه له داسې کومې اجازې او ثبت پرته تر سره کېږي.

د کم عمرۍ مېندوارۍ ستونزې

کم عمره ناوې ډېر وخت له خطرناکو مېندواریو سره مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (یو این ایف پي اې) مسوولین وایي چې د ځوانو مېندو لپاره لوړ فشار، د زېږون ستونزې او وېروسونه ډېر خطرناک دي.

دغه راز د دوی ماشومان هم له وخته مخکې د زېږون، کم وزن، یا په ماشومتوب کې د مړینې له خطرونو سره مخامخ دي.

امینه ۱۶ کلنه وه چې له وخته مخکې ماشوم یې وزېږاوه، خو دوې میاشتې وروسته یې ماشوم مړ شو.

وروسته یې مېړه ورسره تاوتریخوالی کاوه، چې ژوند یې لا ورسره تریخ شو. دې چې هیڅ رسمي زدکړې نه درلودې، نو د کار هیڅ مناسب فرصت یې هم نه درلود.

ځایي خیریه ټولنې وایي د بدنامۍ له ډاره ډېر خلک په کار د "ډالۍ ماشومانو" ګومارلو ته زړه نه ښه کوي.

امینې په جکارتا کې د کور یوې صفاکارې دنده وموندله، چې ایله شپږ میاشتې دوام یې وکړ.

په ۱۹ کلنۍ کې له غیر قانوني لارو سعودي عرب ته د کار لپاره لاړه، ځکه چې اندونیزیا له ۲۰۱۵ کال راهیسې هلته د کارګرو استول بند کړي دي.

امینه وایي هلته له بشر ضد شرایطو سره مخامخ شوه:

"موږ به وهل کېدلو، سربداله به شوو ، زموږ رواني حالت خراب شو."

کله چې ستنه شوه، نو پوه شوه چې هغې چې هر څومره پیسې استولې وې، غلا شوې وې:

"زه بېرته تش لاسونه راغلم."

رودات انسټیټیوټ وایي، دا ډول پېښې ډېرې لیدل شوي.

زرهان افریادي وایي:

"هغه کورنۍ چې پیسې ورته امانت پرېښودل شوې وې، خپله هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي، کله چې پیسې په لاس کې وي، نو لګول کېږي."

استي اوس ۱۸ کلنه ده، دوه ځله یې واده کړی او یو ماشوم لري.

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir

د عکس تشریح، استي اوس ۱۸ کلنه ده، دوه ځله یې واده کړی او یو ماشوم لري.

"ظالمانه دوره"

خو له دې هر څه سره یو څه پرمختګ هم شوی. تېر کال د غیر دولتي موسسو په مالي مرسته، حکومت د ختیځ لومبوک سیمې نژدې ټولو "ډالۍ ماشومانو" ته هویت کارتونه ورکړل، چې ښوونځیو او روغتیا ته لاسرسی یې ورسره آسان شو.

خو تر یوه بریده تبعیض او یوازیتوب لا هم دوام لري. تورماوازي، چې له یوې خیریه ادارې سره کار کوي، وایي:

"بدنامي لا هم موجوده ده، ورو ورو ښايي ختمه شي."

د دوی کشره خور استي په ۱۴ کلنۍ کې له ښوونځي ووته، واده یې وکړ، ماشوم یې وزېږاوه، خو بیا له مېړه جلا شوه.

هغې د کباړ ټولولو په یوه ځای کې کار کاوه، یوازې دومره یې ګټل چې خپل او د ماشوم ژوند پرې تېر کړي.

رودات انسټیټیوټ خبرداری ورکوي چې دا دور بیا-بیا تکرارېږي، او ډېر ماشومان بېرته کډوال کارګر کېږي او هغې رامنځته شوې بدمرغي ته بېرته ستنېږي.

امینه، فاطمه او استي غواړي دا دوره ختم کړي.

امینه اوس د خپل مېړه د عاید په مرسته خپل ماشوم پالي. استي پرېکړه کړې چې بهر ته به نه ځي، او غواړي خپله د ماشوم پالنه وکړي.

فاطمه، چې بیا واده کړې او ښه مېړه لري، د ټولنیز بدلون لپاره غږ پورته کوي.

دا وايي: "دا زما په څېر ماشومانو لپاره د شرم خبره ده، چې په دې ناوړه کړۍ کې ایسار پاتې شي."