تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بايډن: په غزه کې د اسرائیلو او حماس اوربند ښايي ايران پر اسرائيلو له بريده راوګرځوي
د امریکا ولسمشر جوبايډن ويلي، په غزه کې د اوربند هوکړه ښايي مرسته وکړي چې ايران پر اسرائیلو له بريده را وګرځي.
ښاغلي بايډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د اوربند پلي کېدو او د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو په صورت کې به ايران له غچ اخيستونکي برید څخه ډډه وکړي. ويلي، "زه داسې تمه لرم."
ايران په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه د وژلو پړه پر اسرائيلو اچوي او د غچ اخيستو ګواښ يې کړی دی.
د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي، ويلي ښايي ايران په دې اوونۍ کې پر اسرائیلو لوی بريد وکړي. بل پلو د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د لوېديځو هېوادونو هغه غوښتنه چې پر اسرائيلو له بريده بايد ډډه وکړي، "سپين سترګي" بللې ده.
ښاغلي کنعاني تېره ورځ ويلي وو، "د ارامتیا لپاره د فرانسې، جرمنی او بریتانیې غوښتنې د سیاسی منطق د نشتوالي، د نړیوالو قوانینو خلاف او زیات غوښتلو لپاره دي".
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د اوربند شونتيا کمه شوې، ښاغلي بايډن وويل، "هوکړې ته رسېدل د سختېدو په حال کې دي." خو نوموړي ټينګار کړی چې "موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکوو."
راپورونه وايي، د امریکا حکومت په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
تېره اوونۍ امریکا، مصر او قطر اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ به د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه د یوې هوکړې ترلاسه کولو لپاره غونډه وکړي.
حماس بيا وايي په دې غونډه کې ګډون نه کوي او د دوی ځواب هغه دی چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې يې د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا وړانديز شوي اوربند ته ورکړی و.
حماس ويلي وو، په غزه کې د اوربند لپاره خبرې بايد د امريکا د ولسمشر جوبايډن د پخواني پلان له مخې ترسره شي او د خبرو د نوي پړاو له کبله بايد اسرائیلو ته د نورو بريدونو لپاره وخت ورنکړل شي.
اسرائيل وايي، دې غونډې ته يو پلاوی استوي خو د دې هېواد پر لومړي وزير بنيامين نتنياهو د نويو غوښتنو له کبله نيوکې شوې دي.
بل پلو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې په منځني ختیځ کې د دې هېواد موخه د کړکېچ کمول دي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور د امنیت شورا تورنه کړه چې هغومره هڅې نه کوي او د دې شورا له غړو یې وغوښتل چې پر اسرائیلو دې بندیزونه ولګوي.
د اسرائیلو استازي ګيلاد اردان بيا حماس تورن کړ چې ملکي وګړي د موخو په توګه کاروي.
په منځني ختیځ کې د کړکېچ کمولو په تړاو د امریکا ډیپلوماتیکې هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې واشنګټن پر اسرائیلو د شل میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړی دی.