تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو شمېر له ۱۶ میلیونو اوښتی
- Author, سید ولي ناصر
- رپوټ له:, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال یې ۲ میلیونو او ۴۵۴ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې په دې سره د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو شمېر له ۱۶ میلیونو اوښتی دی.
د دغې ادارې د نفوسو د احوالو ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت د طالبانو د حکومت د یو کلنو لاس ته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو له ډلې شپږ میلیونه یې د جمهوریت پر مهال او کابو لس میلیونه یې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته وېشل شوې دي.
ښاغلي نصرت زیاته کړه، تېر یوه کال کې د ټولو وېشل شویو برېښنايي تذکرو له ډلې کابو ۲۵ سلنه یې ښځو ته وېشل شوې دي: " تېر کال یو میلیون او ۷۷۸ زره نرانو او ۶۰۰ زرو ښځو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي."
د نوموړي په خبره، تېر کال پلازمېنه کال د ۶۲۹ زره برېښنايي پېژندپاڼه په وېشلو سره په لومړي، کندهار د ۱۷۸ زرو برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو سره دوهم، هرات د ۱۷۰ زره برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو سره درېیم، بلخ د ۱۵۰ زرو برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو سره څلورم او ننګرهار د ۱۰۹ زره برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو سره پنځم ځای خپل کړی دی.
د طالبانو حکومت د احصايي او معلوماتو د ملي ادارې مشر عبدالقاهر حاجي ادریس وویل، دغه اداره پلان لري چې راتلونکي کال کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکه او ۳ اعشاریه ۲ میلیونو کسانو ته دغه تذکرې ووېشي.
برېښنايي پېژندپاڼه څه ده؟
برېښنايي پېژندپاڼه د افغانستان د تابعیت یو عصري، خوندي، او ډیجیتلي سند دی چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ پر بنسټ جوړه شوې چې د اخیستونکي شخصي، بیولوژیکي او د تابعیت معلومات په کې ځای پر ځای شوي وي.
برېښنايي پېژندپاڼې د افغانستان د کاغذي تذکرو بدیل دی. کاغذي تذکرې معمولا په لاس لیکل کېږي او د تېروتنو امکانات په کې زیات دي.
پر دې سربېره یې د جعل کول نسبتا اسانه دي او تر ټولو مهم دا چې د ۲۱مې پېړۍ له غوښتنو سره سم د نورو ادارو له سیسټمونو سره نښلول شوې نه دي.
په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه د ۱۳۹۷ کال د غوايي/ثور په ۱۳مه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په کابل کې د لومړۍ تذکرې په اخیستلو پیل شوه.
ټاکل شوې وه چې لومړی پېژندپاڼه د محمد اشرف غني پر ځای بل پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته ورکړل شي، خو د خپلې دورې په جریان کې نوموړي د 'یو لړ مخالفتونو' له امله "د احوالو او نفوسو د ثبت" قانون چې د ۱۳۹۲ کال د جدي په ۱۱مه نېټه د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی و، لاسلیک نه کړ.
که څه هم د طالبانو حکومت د برېښنايي تذکرو تر لاسه کولو ته د خلکو د لېوالتیا زیاتېدو خبره کوي، خو لا هم په افغانستان کې د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ درول شوې نه ده. د طالبانو حکومت د نفوسو او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې تېر کال ګڼ شمېر خلکو ته دغه تذکرې وېشل شوې دي.
عامه چوپړونه
د عامه چوپړونو د پړاوونو اسانتیا، د پړاوونو اسانول او د موثریت زیاتول په نړیوال کچ د خدماتي ادارو مهم لومړیتوب دی چې په افغانستان کې له پخوا تر اوسه دې برخه کې د خلکو شکایتونه اورېدل شوي دي.
د طالبانو حکومت د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د خپلو کلنیو لاس ته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل چې دې برخې ته یې پام زیات کړی او په څلورو زوني ولایتونو کې یې د 'اسان خدمت' ادارې مرکزونه جوړ کړي دي.
د دوی په خبره، اوسمهال د 'اسان خدمت' د متحده عربي اماراتو د مرکز په ګډون په افغانستان کې د دغې ادارې یوولس مرکزونه فعال دي چې تېر کال یې ۵۰۰ زرو خلکو ته خدمتونه رسولي دي.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې مشر عبدالقاهر حاجي ادریس وویل، پلان لري چې تر راتلونکي کاله په څلورو نورو ولایتونو او درې بهرنیو هېوادونو کې هم د 'اسان خدمت' چوپړونه پیل کړي.
'اسان خدمت' څه کارونه کوي؟
اسان خدمت اداره د پرځېدلي جمهوریت پر مهال تر یوه چتر لاندې خلکو ته د چټکو، رڼو، معیاري، او له فساد څخه پاکو دولتي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف جوړه شوه.
د اسان خدمت ادارې له لارې مراجعین کولی شي له یوې ادارې بلې د تلو پر ځای ډېر حکومت اړوند خدمتونه له نسبتا کمو سرګردانیو سره له یوه ځایه تر لاسه کړي.
دغه اداره د یو لړ مشخصونو فیسونو په بدل کې مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي چې د چارواکو په خبره، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د مکروریانو د اسان خدمت اداره ان د بهرنیو چارو وزارت اړوند ځینې کونسلي خدمتونه لکه د تذکرو، نکاح خطونو، تحصیلي اسنادو او نورو سندونو د تاییدۍ خدمتونه هم وړاندې کوي.