د سرو زرو بدل کې جنسي اړیکي - د سویلي افریقا غیرقانوني کانونو کې له ماشومانو سره د جنسي زورزیاتي پېښې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مياني جونز
- دنده, بي بي سي، جنوبي افريقا
په دې مطلب کې ځینې داسې خبرې شته، چې ښايي د ځینو مخاطبینو لپاره خواشینونکې وي. د جوناتهن لپاره هغه شپږ میاشتې ډېرې ځورونکې وې، چې د سویلي افریقا د سروزرو یوه متروک کان کې یې تر ځمکه لاندې له ماشومانو سره د جنسي زورزیاتي پېښې لیدې.
مدني فعالان وايي، دې کانونو ته ځینې ماشومان د کم مزده مزدورانو په توګه راوستل شوي، خو یو شمېر نور بیا یوازې د جنسي فعالیت لپاره دې کانونو ته راوستل کېږي.
جوناتهن چې اوس یې عمر تر شلو کلونو تېر دی، دې کانونو ته په اسانۍ سره د پیسو موندلو له ژمنو سره راوستل شوی و. په سویلي افریقا کې د سروزرو داسې لسګونه کانونه شته، چې مخکې ګڼ ملیتي لویو شرکتونو ترې زر ایستل، خو اوس هغوی ځکه پرې ايښي چې د هغوی لپاره نور د ګټې اخیستنې وړ نه دي.
موږ د جوناتهن بشپړه پېژندګلوي ځکه نه یادوو، چې نوموړی د مجرمانو هغو ډلو له غچ اخیستنې ډارېږي، چې په غیر قانوني توګه د دې کانونو چارې پرمخ بیايي. د تېر کال په وروستیو کې د هغو ځوانو کان کېندونکو په هکله معلومات له هغه وروسته برالا شول، چې د سټلیفونټین ښارګوټي ته نژدې د پولیسو له لوري د یوه کان محاصره کولو پر مهال هلته لسګونه کسان ووژل شول.
جوناتهن چې په کراره غږیږي، په سخته ګرمۍ کې د کار، کم خوراک او بې خوبۍ کیسه تېره کړه، چې د ده پر بدن یې د اغېز نښې له ورایه ښکاري. یو څه چې وايي، هېڅ یې له یاده نه وځي، له کم عمره کسانو سره په کاري چاپېریال کې هغه پېښې دي، چې دی یې عیني شاهد و:
''داسې ماشومان مې په خپلو سترګو په دې کانونو کې لیدلي، چې عمرونه به یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو تر منځ وو. ځینو به بیا له دوی ناوړه ګټه اخیسته. د داسې یو څه وو، چې ترې ډارېدم او له دې هر څه سره ارام نه وم.''
دی وايي، د لوی عمر کان کېندونکو به پر دې ماشومانو جنسي تېری کاوه او دوی ته به یې ویل، چې له هغو زرو به یو څه ورکړي، چې دوی موندلي دي. هغو ماشومانو به دا ورسره منله چې پېسو ته به یې اړتیا درلوده.
جوناتهن وايي، ځینې ماشومانو به د کان کېندونکو ټیمونو ته حال وایه، خو په خبره یې ''د هغوی خپل شرطونه وو.''
جنسي زور زیاتي د هغو ماشومانو لپاره د سزا په توګه هم کارول کېده، چې ورکړل شوي کاري هدفونه به یې پر ټاکلي وخت نه شو پوره کولای.
جوناتهن وايي، په هغه کان کې چې ده مزدوري کوله، کان کېندونکي ماشومان ټول بهرنیان وو او هيڅ نه پوهېدل چې ځان په څه ډول ستونزو کې اچوي.

د عکس سرچینه، AFP
د کان کېندنې ماهر او مدني فعال ماخوتلا سیفیولي، چې دا موضوع تعقیبوي وايي، د مجرمانو ډلې په ځانګړې توګه په ټوله افریقا کې د غیر قانوني کان کېندنې لپاره له ماشومانو ګټه اخلي.
دی وايي، د دې ماشومانو لوی شمېر له ګاونډیو هېوادونو تښتول کېږي او په قاچاقي لارو دې ځایونو ته لېږدول کېږي. له دوی سره په رسمي کان کېندنه کې د مزدوري موندلو دروغ ژمنې کېږي.
سیفیولي وايي: ''سویلي افریقا ته له راوستل کېدو وروسته معمولاً له دې ماشومانو د دوی پاسپورټونه ضبط کېږي او عام ګومان دا دی، چې له دې ځوانو هلکانو سره جنسي زورزیاتی کېږي.''
بي بي سي لږ تر لږه د دوو نورو کانونو له کارګرو سره خبرې وکړې، چې وايي، دوی د کاري ساعتونو په ترڅ کې له ماشومانو سره د جنسي زورزیاتي پېښې لیدلې دي. ټیشیپو (اصلي نوم نه دی) وايي، په خپلو سترګو یې لیدلي چې د لوی عمر کسانو په کان کې دننه کم عمره هلکان جنسي اړیکو ته اړایستل.
دی وايي: ''ځینې د پیسو بدل کې داسې کوي، ځینې نور بیا په ځانګړې توګه د همدې لپاره په دنده ګومارل شوي دي، دوی ته تر ځمکه لاندې د جنسي اړیکو بدل کې مراعات ورکول کېږي.''
دی وايي، جنسي زورزیاتي پر ماشومانو خورا ژور اغېز کړی: ''د دوی رویه بدله شوې، په بارو کولو کې ستونزې لري، نه غواړي څوک نژدې ورشي، ځکه دوی فکر کوي پر هیچا باور نه شي کولای.''
د سویلي افریقا غیرقانوني کان کېندنې موضوع پروسږ کال له هغه وروسته په نړیواله کچه د خبرونو سرلیکونو کې راغله، چې د سټیلفونټین سروزرو کان کې پولیسو کان کېندونکي محاصره کړل.
چارواکو غوښتل د غیرقانوني کان کېندنې مخه ونیسي، چې د دوی په وینا تېر کال یې د حکومت عاید ته د درې اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو زیان اړولی.
دوی د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې د والا اومګودي یا (غار وتړئ) په نوم عملیات پیل کړل او ژمنه یې وکړه، چې د مجرمانو ډلو پر ضد به سخت اقدمات کوي.
دوی د همدې عملیاتو لړ کې یاد کان ته د خوړو او اوبو لېږدول کېدو کچه کمه کړه، چې د یوه کان کېندونکي په وینا له غیرقانوني کېندونکو یې ''دوړې وڅنډلې''.
چارواکوهغه مهال ویلي وو، کان کېندونکي د نیول کېدو له ډاره له کانه بهر ته نه راوتل. له محاصرې ژر وروسته د کان له دننه هم داسې تصویرونه خپاره شول، چې کمزوریو نارینه وو په داسې حال کې د ژغورل کېدو مرسته غوښته چې څنګ ته یې په کڅوړو کې مړي هم پراته وو.
وروسته یوې ځايي محکمې چارواکو ته د دې خلکو د ژغورنې امر وکړ.
له کانه راایستل شويو ډېری کسانو وویل، دوی کم عمره دي، خو دا اکثر داسې بهرنیان وو، چې اسناد یې نه درلودل، چې د عمر اندازه یې تائید شي، ځکه بیا چارواکو د اټکلي معلوماتو لپاره د دوی طبي معاینات وکړل.
په دې ترڅ کې د ټولنیزې ودې او پرمختیا ادارې (ډي اېس ډي) تائید کړه، چې له سټیلفونټین کانه ژغورل شویو کسانو کې ۳۱ ماشومان شامل وو. دا ټول د موزمبیق اوسېدونکي وو او د دسمبر پر ۲۷مه ټول خپل هېواد ته واستول شول.
په سویلي افریقا کې د ماشومانو ژغورنې سازمان د کم عمره کان کېندونکو او ژغورنې مرستندویه کارکوونکو تر منځ د ژباړې برخه کې همکاري کړې وه. د دې خیریه ټولنې مشره ګوګو کشابا بي بي سي ته وویل: ''دوی له ذهني ځوره تېرېدل، ځکه له دوی نه ځینو له خپلو نورو همزولو سره د جنسي زور زیاتي پېښې لیدلې وې. یوازې همدې فکر چې ښايي دوی له هغه ځایه بهر و نه شي وتلای، دغه ماشومان ذهنا مات کړي وو. د لوی عمر کان کېندونکو به بیا دوی نازول. یو ډول تظاهر به یې کاوه، چې ګواکې خوښ یې دي.''
دا زیاتوي ماشومانو به بیا د لویانو پر وړاندې جنسي حرکات کول او له هغه وروسته به پرې بیا-بیا جنسي تېری کېده.
نوموړې زیاتوي د غیر قانوني کان کېندنې برخه کې د مجرمانو ډلو ځکه ماشومان په کار ګومارل چې مزد یې هم کم دی او زورزیاتی کول ورسره اسانه چاره ده: ''که یو چا ته وویل شي چې د ورځې به ۲۰ رانډ (یو ډالر) درکوم، د لوی عمر کسان ښايي له داسې مزدورۍ انکار وکړي، خو ماشومان بیا له دې پرته بله لار نه ویني، ځکه نو دا اسانه ده، چې ماشومان د مزدورۍ لپاره وګومارل شي دا ډېره اسانه ده، چې یو بې غږه ماشومان د مزدورۍ لپاره راوستل شي.''
اغلې کشابا وايي، د دې ماشومانو د اقتصادي استحصال تر څنګ د مجرمانو ځینې ډلې په ځانګړې توګه ځینې ماشومان د جنسي کاروبار لپاره ګوماري.
غیر قانوني کان کېندونکې تر میاشتو پورې په دې کانونو کې دننه وخت تېروي او خورا کم داسې کېږي، چې د ځمکې مخ ته راوځي. همالته تر ځمکه لاندې داسې هټۍ ډول ځایونه هم وي، چې د دوی اړتیا وړ توکي پکې موندل کېږي. ''ګڼ شمېر دغه ماشومان د جنسي غلامانو په توګه کارول کېږي. هلته یو دلال هم وي، چې پیسې اخلي او د دې مانا دا ده، چې دغه ماشومان هره ورځ د بازاري جنسي کارکوونکو په توګه هره ورځ کارول کېږي.''
بي بي سي له ځايي پولیسو او ډي اېس ډي ادارې پوښتنه وکړه، چې ایا له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستې په تور تر اوسه پورې چا ته سزا هم ورکړل شوې او که نه؟ خو دې ادارو تر اوسه پورې د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
یوې سرچینې چې د سټلفونټین کان قضیې په لړ کې یې معلومات درلودل وویل، د هغو ماشومانو له ډلې اکثریت نه غوښتل شاهدي ورکړي.بل لور د غیرقانوني کان کېندنې سیکتور په دې هېواد کې اوس هم مخ پر وده دی.
په داسې حال کې چې اټکلاً نژدې ۶۰۰۰ متروک ناسپړل شوي کانونه لا هم شته، دا داسې یو کاروبار دی، چې ژر یې ختمېدل ناشوني ښکاري او له دې سره زرګونه ماشومان هم د جنسي زورزیاتي له احتمالي خطر سره مخامخ دي.












