ایا اروپا کولی شي له امریکا پرته خپله دفاع وکړي؟

د عکس سرچینه، Ukraine Presidential Press Service
د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، ویلي اروپايي هېوادونه باید د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکرایین د دفاع لپاره د مالي ملاتړ "ستره" برخه برابره کړي.
خو دا خبرې اروپا ته په څه معنی دي؟
هېګسېت دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په سعودي عربستان کې د روسیې او امریکا د پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي. له دې داسې جوتېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوکرایین جګړې د پایته رسولو لپاره څه ډول پلان لري.
د امریکا مرستيال ولسمشر جي ډي وېنس د روانې فبرورۍ مياشتې پر ۱۴ نېته په ميونيخ کې د امنيتي کنفرانس پر مهال د خپلې دفاع لپاره د اروپا د زیاتې ونډې اخيستو يادونه وکړه.
نوموړي وويل، اروپا باید "په لویه کچه د خپلې دفاع لپاره ګام پورته کړي."
د امریکا له لوري په دریځ کې دې ناڅاپي بدلون د اروپا مشران اندېښمن کړي، او د فبرورۍ په ۱۷مه د پاریس په بېړنۍ غونډه کې د اوکرايين د جګړې او د دې وچې د امنیت په اړه خبرې وشوې.
اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې اروپا تر کومه بریده د خپلې امنیتي دفاع لپاره پر امریکا تکیه لري، او ایا په یوازې سر کولی شي خپل پايښت خوندي کړي؟
امریکا ولې له اروپا سره ملګرتیا وکړه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ناټو (د شمالي اتلانتیک تړون سازمان) په ۱۹۴۹ کال کې د دې لپاره جوړ شو چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د اروپا د نيولو مخه ونیسي.
امریکا دا اړینه وبلله چې له اقتصادي او پوځي اړخه پياوړې اروپا په دې مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي. امریکا اروپايي هېوادونو ته پراخه مرستې برابرې کړې څو دوی وکولی شي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خپل اقتصادونه بېرته ورغوي.
اوس ناټو ټولټال ۳۲ غړي لري، چې د ختیځې اروپا ځينې هېوادونه هم پکې شامل دي. د ناټو غړو هېوادونو داسې هوکړه کړې چې که پر یوه غړي برید وشي، نور غړي به یې دفاع ته هم وردانګي.
خو د دې اوونۍ له تحولاتو وروسته د اروپا لپاره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی امنیتي جوړښت له خطر سره مخ شوی. که څه هم امریکا لا هم د ناټو غړې ده، خو اروپايي مشران وېره لري چې نور نه شي کولای د امریکا پر مرستو حساب وکړي.
اروپايي هېوادونه د دفاع پر بودیجو څومره لګښت کوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ناټو تړون له مخې غړي هېوادونه بايد لږ تر لږه د خپلو ملي عوايدو (جي ډي پي) ۲٪ د دفاعي بودیجې لپاره ځانګړي کړي.
د ۲۰۲۴ کال د ناټو د اټکليزو شمېرو له مخې، پولنډ د دوهم پرله پسې کال لپاره د خپلو ملي عوايدو ۴.۱٪ د دفاع لپاره ځانګړې کړې، چې دا د ټولو غړو ترمنځ تر ټولو لوړ لګښت دی.
اېسټونیا د ۳.۴٪ سره دویم ځای لري، او امریکا هم د ۳.۴٪ لګښت سره په درېیم ځای ده، دا شمېره له تېرو لسو کلونو نژدې همدومره ده.
بریتانیا بیا په لست کې په نهم ځای ده، چې په دې برخه کې د خپلو ملي عوايد ۲.۳٪ لګوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ډېوېډ لامي، ویلي، هېواد یې "په مطلق ډول" ژمن دی چې دفاعي بودیجه ۲.۵٪ سلنې ته لوړه کړي او په راتلونکو میاشتو کې به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یو واضح پلان وړاندې کړي.
په اروپا او کاناډا کې د ناتو غړو لپاره منځنۍ اندازه ۲.۰٪ اټکل شوې.
د ناټو د دفاعي پانګونو پخوانی مرستيال کميلي ګرنډ بي بي سي ته ويلي چې د امریکا غوښتنه د اروپايي هېوادونو له خوا د لا ښې پانګونې لپاره د حيرانتيا وړ نه ده.
نوموړي ويلي، "اروپایان له څو لسیزو راهیسې لږ لګښت کوي، او اوس د هغه څه بيه پرې کوي. دا د امریکا له لوري یوه پر ځای غوښتنه ده - ولې شتمن هېوادونه نور لګښت نه کوي؟"
ایا د "اروپايي پوځ" جوړېدل شوني دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا له لوري د مرستو د احتمالي کمېدو په غبرګون کې، د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زيلېنسکي د "اروپايي پوځ" د جوړېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه وویل، "راځئ رښتیني ووسو. اوس موږ دا احتمال نشو ردولی چې امریکا به د اروپا لپاره په داسې مسئله کې نه، وايي چې اروپا ته ګواښ دی. ډېر زيات مشران د دې خبرې ملاتړ کوي چې اروپا باید خپل پوځ ولري - یو اروپايي پوځ."
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون له اوږدې مودې راهیسې د دې نظر پلوی دی چې اروپايي ټولنه باید خپل پوځ ولري تر څو پر امریکا تکیه کمه کړي، خو دا مفکوره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، کاجا کلس، له خوا ژر رد شوه.
بريتانیا کې د کېنټ پوهنتون د سیاست او نړیوالو اړیکو استاد، پروفیسور رېچارډ ویټمن، بي بي سي ته ویلي، که څه هم د ناټو غړي اروپايي هېوادونه د روسیې په څېر د ګواښونو پر وړاندې د پیاوړې دفاع جوړولو اقتصادي وس لري، خو تر ټولو لویه ستونزه به یې د تنظیم مسئله وي.
نوموړي ويلي، "ستونزه دا ده چې دوی څنګه کولای شي خپل ټول وسایل سره همغږي کړي او څنګه د لرې واټن څارنه او د هغو وصل کول، لکه د سپوږمکۍ سیسټمونه، برابر کړي."
د بريتانيا د سري پوهنتون د پروفيسرې اميليا هيډفيلډ په وینا، دا موضوع "په بشپړ ډول له بحثه وتلې ده."
نوموړې وايي، "اروپا، په ځانګړي ډول ناټو، خورا په لوړه کچه د ګډ کار وړتیا لري، ډېر ماهر او پراخ روزل شوي ځواکونه لري. "
"خو تاسو ترې غوښتنه کوئ چې له دری کلونو څنډې پاتې کېدو وروسته، یوه ګرم بحران ته ور ودانګي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو له جوړېدو راهیسې، د دې نظامي عملیاتو مشري تل د اروپا د متحدو ځواکونو ستر قوماندان کړې، چې تل یو امریکایي پوځي افسر پاتې شوی او پراخه جنګي تجربه لري.
پروفیسور ویټمن وایي، اروپايي جنرالان دا ډول تجربه نه لري، چې دا د "اروپايي پوځ" په وړتیاوو کې یوه ستره تشه رامنځته کوي.
پروفیسر ویټمن زیاتوي، "امریکا یوازې تجهیزات نه راوړي، بلکې هغه سیاسي واک هم لري چې د داسې عملیاتو مشري وکړي. په صادقانه توګه، اروپا لا هم ورته سیاسي جوړښت نه لري چې دا دنده د ګډې اجماع له مخې ترسره کړي."
د پروفیسرې هېډفیلډ په باور، فرانسه او بریتانیا چې د اروپا تر ټولو ستر امنیتي او دفاعي شریکان دي ښايي د مشرتابه لپاره مخکښان وي.
خو دوی باید دا پرېکړه هم وکړي چې د دفاعي لګښتونو بار به څنګه وېشي او تر ټولو لوی بار به د کوم هېواد پر غاړه وي.
پروفیسور ویټمن پوښتي، "څومره ژر کېدلی شي سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستول شي؟ دا د ورځو، اونيو او مياشتو خبره نه ده - بلکې د کلونو خبره ده."
دا د دې پوښتنه هم راپورته کوي چې د اروپا پوځ به په اوسني حالت کې د اوکرايين د جګړې لپاره څومره اغېزناک وي.
ښاغلی ګرنډ وايي "دغه مفکوره زما لپاره قانع کوونکې نه ده."
نوموړی وایي، د اروپا تر ټولو سترې ننګونې به د پوځ د ځواک اندازه او چمتووالی وي - یعني نه یوازې د عسکرو شمېر، بلکې دا هم چې هغوی څومره ژر د جګړې لپاره چمتو دي او پرمختللي ټېکنالوژي، ډرونونه او لرې واټن ویشتونکې توغندي لري.
د اروپا د راتلونکي لپاره دا په څه معنی ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپا د پوځي وړتیاوو د خلا له کبله د امریکا د امنیتي مرستو د احتمالي کمېدو ګواښ ډېر خلک اندېښمن کړي دي.
پروفیسور وېټمن وایي، "سخته ده چې تصور کړئ، اروپایان دې له امریکا پرته له پوځي پلوه خوندي پاتې شي."
ښاغلی ګرنډ وايي، اروپايي هېوادونه باید خپل دفاعي لګښتونه د یوه دوامداره او ګډ پوځ د جوړولو لپاره په پراخه کچه زیات کړي.
پروفیسره هېډفیلډ وايي "ناټو باید ډېر ژر دا روښانه کړي چې پرته له خپل بنسټګر غړي به څه وي او څنګه به خپلې دندې پر مخ وړي.











