مونیخ امنیتي کنفرانس کې پر خپلو اروپايي متحدانو د امریکا د مرستیال ولسمشر توندې نیوکې

د ویډیو تشریح، میونیخ کې د ښاغلي وېنس د وینا یوه برخه

تمه وه چې سږ کال به مونیخ امنیتي کنفرانس تر ډېره پر دوو شیانو څرخي: لومړی دا چې روسیې ته له تسلیمېدو پرته اوکرایین کې جګړه څنګه پای ته رسېدای شي او دویم دا چې اروپا څنګه د خپلو دفاعي لګښتونو زیاتولو ته اړتیا لري.

خو د دغه کنفرانس تر ټولو جګپوړی امریکایی ګډوال، مرستیال ولسمشر جي‌ ډي وېنس، له دوی پر یوه موضوع هم تم نه شو.

هغه برعکس د بریتانیا په ګډون د واشنګټن پر متحدانو را وګرځېد او په تونده ژبه یې دغو هېوادونو کې د ناسمو او غلطو معلوماتو د خپراوي او د بیان ازادۍ د محدودېدو په تړاو څرګندونو سره ټول استازي حیران کړل.

دا ۲۰ دقیقې چې هغه پکې وینا وکړه ډېرې عجیبې وې او تالار کې د حاضرو استازو لخوا په ډېره چوپتیا بدرګه شوې.

ان د ده ټوکې یې هم څوک ونه خندول، چې "که امریکایي ډیموکراسي لس کاله د ګریټا تنبرګ [د اقلیم کمپاینرې] له پیغورونو ژوندۍ راوتی شي، نو تاسې هم څو میاشتې ایلان مسک زغملی شئ".

هغه اروپايي حکومتونه پر دې تورن کړل چې ګوندې له خپلو ارزښتونو په شا شوي او د کډوالۍ او د بیان ازادۍ په اړه د رای ورکوونکو اندیښنې له پامه غورځوي.

د وېنس وینا ډېره کمزورې او له شک پرته بده وه. په غیر معمول ډول کمزوری قضاوت شوی.

د وېنس وینا څو ورځې وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ټرمپ، د خپل دفاع وزیر پېټ هېګسېت له لارې، د اوکرایین د مذاکراتي دریځ بنسټ کمزوری کړ او څرګنده یې کړه چې اوکرایین ته د ۲۰۱۴ د روسیې له لومړي یرغل مخکې وضعیت ته د بېرته ستنېدو تمه "واقع ‌بینانه نه ده."

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د وېنس وینا څو ورځې وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ټرمپ، د خپل دفاع وزیر پېټ هېګسېت له لارې، د اوکرایین د مذاکراتي دریځ بنسټ کمزوری کړ او څرګنده یې کړه چې اوکرایین ته د ۲۰۱۴ د روسیې له لومړي یرغل مخکې وضعیت ته د بېرته ستنېدو تمه "واقع ‌بینانه نه ده."

خو هدف یې څوک وو؟

یوه امریکایي مبصر راته وویل چې "ټوله د امریکا د کورني مصرف لپاره وه."

په هره توګه د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره چې د یوه مثبت غږ پورته کولو لپاره یې خپله ټوله هڅه وکړه، ولیدل.

د زېلېنسکي په وینا دې جوړې "ښې خبرې" وکړې او هغه وویل چې دا "زموږ لومړنۍ ناسته وه، نه وروستۍ، زه پوره ډاډه یم." د اوکرایین مشر ټینګار وکړ چې واشنګټن او کېیف باید ډېرې خبرې وکړي او یو ګډ پلان چمتو کړي "چې څنګه پوتین ودروو او جګړه پای ته ورسوو."

زېلېنسکي زیاته کړه: "موږ واقعاً سوله غواړو، خو موږ ته د واقعي امنیت تضمینونه په کار دي."

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سوله غواړي، خو هغه سوله چې د ده په شرایطو وي. که د هغه دریځ پټ بدلون نه وي موندلی، نو دا شرایط د روسیې غوښتنو ته تسلیمي او د ځمکو دایمي سپارل شامل دي.

په مونیخ کې استازي د شنبې په ورځ د اوکرایین جګړې په اړه په یوه مهم بحث کې ګډون کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په مونیخ کې استازي د شنبې په ورځ د اوکرایین جګړې په اړه په یوه مهم بحث کې ګډون کوي.

د وېنس وینا څو ورځې وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ټرمپ، د خپل دفاع وزیر پېټ هېګسېت له لارې، د اوکرایین د مذاکراتي دریځ بنسټ کمزوری کړ او څرګنده یې کړه چې اوکرایین ته د ۲۰۱۴ د روسیې له لومړي یرغل مخکې وضعیت ته د بېرته ستنېدو تمه "واقع‌ بینانه نه ده."

امریکا هم کېیف ته د ناټو د غړیتوب هیله له منځه یووړه، چې دا د زېلېنسکي یو مهم هدف و او دا یې هم رد کړه چې د روسیې د راتلونکي یرغل پر مهال به امریکایي سرتېري د اوکرایین د سرحدونو د ساتنې لپاره واستوي.

د مونیخ له کنفرانس مخکې اروپا په هغه خبر حیرانه شوه چې ټرمپ له پوتین سره یوه ۹۰ دقیقې اوږده تیلېفوني مکالمه کړې او په دې سره یې ناڅاپه هغه درې کلن بندیز ختم کړ چې لوېدیځ له ۲۰۲۲ یرغل راهیسې د روسیې له مشر سره د خبرو پر وړاندې لګولی و.

په مونیخ کې استازي د شنبې په ورځ د اوکرایین جګړې په اړه په یوه مهم بحث کې ګډون کوي.

په مونیخ کې د اروپايي مشرانو او استازو ترمنځ وېره دا ده،‌ که ټرمپ د اوکرایین د سولې تړون د ژر تر ژره ترلاسه کولو لپاره بیړه وکړي، نو پوتین به له دې وضعیته بریالی، لا پیاوړی او د اروپا د نورو سیمو د نیولو په پلان کې وي.