د مسلمانانو داسې هېواد چې غواړي له نوې پلازمېنې سره د نړۍ په پنځو سترو اقتصادونو کې شامل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حنا سموسر او نکي وډاډیو
- دنده, بي بي سي اندونیزیايي څانګه-جکارتا او نوسانتارا
د اندونیزیا پنځوس کلن مسمل یادي له خپلې مېرمنې نورمس سره له خپل کور، کلي زرګونه کیلومتره لېرې د خپل هېواد نوې پلازمېنه کې مېشت شوی.
دا نوې پلازمېنه په یوه ځنګله کې ودانېږي. مسمل یادي له بي بي سي سره خبرو کې وویل: ''تر څو چې د نوې پلازمېنې ودانیزې چارې روانې وي، دلته به د کار، روزګار موندل اسان وي.''
د مسمل او د ده د مېرمنې اوس نوی کور د بورنیو ټاپو نوسانتارا ښار دی، چې په جاوا ژبه کې ''ټاپووزمه'' مانا لري.
نورمس سیمنټ چمتو کوي او مېړه یې موزایک یا ټائلز ځای پر ځای کوي. د دې جوړې ارمان هماغه دی، چې ''د اندونیزیا ارمان'' بلل کېږي.
دی غواړي تلپاتې روزګار ومومي او له یوې لویې ودانیزې پروژې سره کوچنی ټیکیدار شي.

د عکس سرچینه، OKI BUDHI
دوه کاله مخکې چې ولسمشر جوکو ویدودو د هېواد لپاره د نوې پلازمېنې ودانولو اعلان وکړ، دلته د ودانیزو چارو کاروبار هم ورسره چټک شو.
حکومتي اټکلونه ښيي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې به دلته نژدې دوه میلیونه کسان مېشت شي.
خو دلته اوسېدونکی ۵۱ کلن پانډي او مېرمن یې سیامسیاح بیا ډارېږي، چې هسې نه حکومت یې د نوي ښار ودانولو په پلمه له خپل کوره بې برخې کړي.
دوی ځايي اوسېدونکي دي، چې له څو پېړیو دلته اوسي، خو د ځمکې ملکیت اسناد نه لري.
دلته داسې نژدې ۲۰ زره کسان ژوند کوي. پانډي وايي، یوه ورځ له خوبه راکېناست نو ځینې کسان یې ولیدل، چې د ده د کور مخې ته یې نقشه رسم کوله.

د عکس سرچینه، OKI BUDHI
حکومت غوښتل له سېلابه د خوندیتوب په موخه خلک له دې ځایه وباسي، خو دا کسان محکمې ته ورسېدل، عریضه یې وکړه او محکمې حکومت ته امر وکړ، چې ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو بې ځایه نه کړي.
نوموړي بي بي سی ته وویل: ''زه دا هر څه د خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو لپاره کوم. که زه هېڅ و نه کړم، زما ماشومان او زما د ماشومانو ماشومان به د حکومت لپاره د خځلو انبار ته ورته وي. موږ همداسې له بې عدالتي سره مبارزه کوو.''
خو دا حل لاره موقته ده، ځکه د ډېرو کلیو اوسېدونکي وار له مخه له خپلو مېنو وتلي دي. حکومت د دوی د ځمکو بدل کې څه پېسې ورکړې دي، چې خورا لږ دي.
د مسمل او پانډي له کیسو ښکاري، چې د نوې پلازمېنې ودانولو پلان چې ولسمشر ویدودو پیل کړی، دوه اړخه لري او هغه داسې چې ځینو ته ښايي کار، روزګار ومومي، خو ځینو نورو ته بیا له خپلې مېنې د بې ځایه کېدو لامل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالې مالي ادارې ای ایم ایف شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې چې ولسمشر ویدودو واکمن شو، د پېر ځواک لومړیتوب (پي پي پي) له مخې اندونیزیا د نړۍ لسم تر ټولو ستر اقتصاد و، خو اوس چې یوه لسیزه تېره ده، اندونیزیا په دې کتار کې ۷م ځای نیولی دی.
د اټکل له مخې ویل کېږي، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به د نفوس ډېروالي له مخې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی هېواد اندونیزیا له روسیې هم مخکې شي.

د عکس سرچینه، OKI BUDHI
د فبرورۍ پر ۱۴مه په اندونیزیا کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې او د غیر دولتي شمېرو له مخې د دفاع وزیر پرابوو سوبیانتو د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کولو ته نژدې کېږي.
ښاغلي سوبیانتو ژمنه کړې، چې د اوسني حکومت اقتصادي پلانونه به روان وساتي او د اوسني ولسمشر ویدودو زوی به د خپل مرستیال په توګه وګوماري.
د اندونیزیا له لسو لویو بانکونو د یوه پرماتا بانک مشر اقتصاد پوه جوسوا پاردیدې وايي: ''د ولسمشر پلان په اسنادو کې ښه ښکاري او دا کولای شي، اندونیزیا د ای ایم ایف وړاندوینې ته نژدې کړي.''
خو د اندونیزیا هوډ له دې هم ستر دی. د دغه هېواد چارواکی غواړي تر ۲۰۴۵ پورې چې د دې هېواد د خپلواکۍ ۱۰۰مه کلیزه لمانځل کېږي، د نړۍ په هغو پنځو هېوادونو کې شامل شي، چې سړي سر عاید یې زیات دی.
خو د اندونیزیا مالیې یا خزانې وزیره سري مولیاني وايي، دې هدف ته د رسېدو لپاره یې باید د هېواد ودې او پرمختګ کچه هر کال له شپږ تر اووه سلنې پورې وي، چې اوسمهال پنځه سلنه ده.











