یوه افغان په اندونیزیا کې د کډوالو کمپ کې ځان وژلی

کډوال
د عکس تشریح، عقیل علي

د رپوټونو له مخې یوه ۲۸ کلن افغان کډوال د اندونیزیا د ریایو ټاپو په "تانجونګ پینانګ" ښار کې د کډوالو یوه پنډغالي کې ځان وژلی دی.

د دغه هلک نوم 'عقیل علي' ښودل شوی او ویل کېږي په استرالیا کې یې د پنا اخیستلو غوښتنې د منل کېدو په تمه شاوخوا لس کاله په اندونیزیا کې تېر کړي دي.

د ښاغلي علي یوه ملګري حسین عزیزي چې دی هم په د کډوالو په همدغه پنډغالي کې اوسي، بي‌بي‌سي ته ویلي‌ چې دا پېښه د تېرې یکشنبې (د اکتوبر ۲۲مې) پر شپه شوې.‌

دی زیاتوي چې د عقیل مړی د کډوالو دغه پنډغالي‌ کې د سپورت میدان ته نږدې موندل شوی دی.

ښاغلي عزیزي وايي د عقیل د جنازې مراسم په همدغه ښار کې ترسره شول، خو کاکا او نور خپلوان یې له استرالیا ورغلي او غواړي مړی یې د تدفین لپاره هلته ولېږدوي.

بي‌بي‌سي ته په استول شویو تصویرونو کې ښکاري چې ظاهرآ لسګونه افغان کډوالو د عقیل علي د جنازې لېږدونکی امبولانس بدرګه کوي.

کډوال

د حسین عزیزي په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دغه پنډغالي‌ کې شاوخوا '۲۹۰ افغان پناه غوښتونکي' اوسي او ډېر یې له کلونو راهیسې دې ته انتظار باسي چې په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ غوښتنه ومنل شي.

اندونیزیا کې مېشتو افغان کډوالو مخکې هم په وار وار د دوی وضعیت ته د کوربه هېواد د حکومت، دریمو هېوادونو او ملګرو ملتونو له نه پاملرنې شکایتونه کړي وو.

ښاغلي عزیزي وايي، په تېرو څو کلونو اندونیزیا کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د ناوړه وضعیت، ستونزو او اوږده موده د بې برخلیکه پاتېدو له کبله ځانونه وژلي‌ دي.

بي‌بي‌سي د ۲۰۲۱ کال اپرېل کې تر هغې د ور وړاندې دریو کلونو په اوږدو کې په اندونیزیا کې د ۱۳ افغان کډوالو د ځان وژنې په اړه مفصل رپوټ ورکړی و.

بي بي سي‌
د عکس تشریح، عکس آرشیف: په اندونیزیا کې کډوال په لاريون کې تابوتونه وړي

د یادونې ده چې اندونیزیا د کډوالۍ کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی او پناه غوښتونکو ته په خپله خاوره کې د دایمي اوسېدو اسناد نه ورکوي.

افغان کډوال وايي، چې د اندونیزیا حکومت ورته د کار او فعالیت اجازه هم نه ورکوي.

که د ځان وژنې فکر درلوېږي، نو د مرستې لپاره افغانستان کې ۱۱۹، ایران کې ۱۲۳، بریتانیا کې ۱۱۶۱۲۳ او په امریکا او کاناډا کې ۹۱۱ شمېرو ته زنګ وهلی شئ