ټېک ټاک په ایرلنډ ‌کې شاوخوا ۳۷۰ میلیونه ډالره جریمه شوی

خواله رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

ایرلنډي چارواکو د کم عمره ماشومانو د معلوماتو یا ډېټا ناسم مدیریت له کبله د ټېک ټاک خواله رسنۍ ۳۴۵ میلیونه ایرو چې شاوخوا ۳۷۰ میلیونه ډالره کیږي جریمه کړې.

پر دغې ډېرې کاریدونکې خواله رسنۍ یا ټېک ټاک د ۲۰۲۰ کال اړوند د کم عمره ماشومانو د معلوماتو یا ډېټا د مدیریت په اړه شکایت و.

دا خواله رسنۍ پر دې تورنه وه چې د کم عمره ماشومانو په ځانګړي ډول د دوی د عمر او خصوصي حریم په تړاو سمه پالیسي نه لري.

د دې جریمې په غبرګون د ټېک ټاک کمپنۍ ویاند ویلي، "د لګول شوې جریمې له کچې سره مخالف دي،" ځکه د ده په ټکو پر موږ نیوکې د درې کلونو وړاندې تنظیماتو له امله دي، او په وینا یې ټېک ټاک په دې تړاو د څيړنو له پیلولو وړاندې یو لړ سمونونه راوستي دي.

د هغه په ټکو "اوس له ۱۶ کلنو د کم عمره ماشومانو ټول اکاونټونه په اتومات ډول خصوصي تنظیم شوي دي."

پر دغې چیني خواله رسنۍ دا جریمه د اروپايې ټولنې د خصوصي حریم ادارې یا (DPC) کې د ایرلنډ د ډېټا یا معالوماتو ساتنې کمیسیون لخوا لګول شوې ده.

د دغه قانون له مخې، په اروپا کې فعالیت لرونکي شرکتونه باید د اروپا د خصوصي حریم ساتنې قانون په بشپړ ډول پلی کړي.

د بریتانیا د معلوماتو د خوندیتابه کمېسون وايي، چې ټېک ټاک خواله رسنۍ د کم عمره کسانو د خصوصي حریم په خوندیتابه کې شفافه نه وه.

خواله رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېره مې میاشت کې د فیسبوک او واټس اپ لرونکی شرکت میټا یو اعشاریه دوه میلیارده ډالر جریمه شوی و چې پر ټېک ټاک اوسنۍ جریمه یې پرتله څو برابره کمه ده

د دغه کمېسیون غړې، هلن ډیکسون بي بي سي ته ویلي، د دوی څېړنې وښودله چې له ۱۳ څخه تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو چې په ټېک ټاک کې اکاونټونه جوړول، معلومات به یې عمومي و او خپرونکې منځپانګه یې هر چا ته د لاسرسي وړ وه.

ټېک ټاک ته درې میاشتې وخت ور کړل شوی چې معلوماتو د خوندیتابه په تړاو خپل تدابیر د اروپايي ټولنې له قوانینو سره برابر کړي.

که څه هم ټېک ټاک میلیونونه یورو جریمه شوې، خو دا جریمه په دې وروستیو میاشتو کې د خواله رسنیو د نورو شرکتونو د جریمې پرتله ډېره کمه ده.

په تېره مې میاشت کې له اروپا څخه امریکا ته د کارونکو د معلوماتو د لېږدولو پر مهال له دغو معلوماتو څخه د ناوړه ګټې له امله د فیسبوک او واټس اپ لرونکی شرکت میټا یو اعشاریه دوه میلیارده ډالر جریمه شوی و.