تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوې څېړنه؛ ترهګرۍ ضد جګړه کې څلور نيم ميليونه کسان وژل شوي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي، لندن
د براون امریکايي پوهنتون د تازه څېړنې اټکلي شمېرې ښيي چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې ترهګریزو بریدونو وروسته په ترهګرۍ ضد جګړه کې په مستقیم او نامستقیم ډول ۴ اعشاریه ۵ میلیونه انسانان وژل شوي دي.
د دغه امریکايي پوهنتون په څېړنه کې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمي له ترهګریزو بریدونو وروسته، په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه، یمن او ځینو نورو ځایونو کې د ترهګرۍ ضد جګړې د انساني مرګژوبلې اټکلي شمېرې خپرې شوې دي.
څېړنه کې ويل شوي، په دغه جګړه کې له ۳ اعشاریه ۶ تر ۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان په نامستقیم ډول وژل شوي دي.
دا هغه کسان دي چې د جګړو د اغېزو؛ د بېلګې په ډول د روغتیايي مرکزونو او زېربناوو د نړېدو، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او نورو لاملونو له امله یې ژوند له لاسه ور کړی دی.
په جګړه کې مخامخ څومره کسان وژل شوي؟
څېړنه مخکې کاږي، په دغه جګړه په مستقیم ډول ۹۲۹ زره کسان وژل شوي چې په ډله کې یې امنیتي ځواکونه، وسله وال مخالفان، ژورنالیستان او د خیریه چارو کار کوونکي شامل دي.
د څېړنې د شمېرو له مخې، ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله د افغانستان په جګړه کې په مستقیم ډول تر ټولو ډېره مرګژوبله افعان امنیتي ځواکونه او په دویم قدم کې وسله والو مخالفانواو بیا ملکي افغانانو ته اوښتې ده.
دغه څېړنه وايي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله پورې په افغانستان کې ۱۷۶ زره ۲۰۶ کسان وژل شوي چې په ډله کې یې ۶۹۰۹۵ افغان پولیس او امنیتي ځواکونه، ۵۲۸۹۳ مخالف وسله وال، ۴۶۳۱۹ ملکي خلک، ۶۲۴۱ امریکايي ځواکونه او قراردادیان، ۴۴۶ د نادولتي موسسو کارکوونکي ۷۴ ژورنالیستان او نور شامل دي.
د یادولو ده چې پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې پخپلو څرګندونو کې ویلي وو له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په څلورو کلونو کې د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو یاد شمېر ته په کتو، دا شونتیا ډېرېږي چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو، وسله والو مخالفانو او ملکي افغانانو شمېر د براون پوهنتون تر اټکلي شمېرو لوړ دی.
د دغه پوهنتونو د تازه څېړنې شمېرې همداراز وايي، د ترهګرۍ ضد جګړې له پیله تر ۲۰۲۰ کاله پورې په اتو ډېرو زیانمنو شویو هېوادونو؛ افغانستان، عراق، پاکستان، یمن، سومالیا، لېبیا، سوریه او فیلپین کې ۳۸ میلیونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي یا نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د جګړو له امله افغانستان کې بې ځایه شوي
څېړنه مخکې کاږي، په یاده موده کې په افغانستان کې ۵ اعشاریه ۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي یا نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د یادونې ده چې دې څېړنې له ۲۰۲۰ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې او پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ را وروسته له هېواده د کډوالو شویو افغانانو شمېرې نه دي په ډاګه کړي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو، اروپا، امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د براون پوهنتون څېړنه همدا ډول کاږي، امریکا په دغه جګړه کې ۸ ټریلیون ډالره لګولي خو د افغانستان او عراق د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې شوې بودیجه د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو پر وسلو او نور تجهیزاتو لګول شوې او د بشري مرستو او مدني ټولنې ملاتړ ته د ځانګړې شوې بودیجې ډېره برخه د درغلیو، ضایع کولو او ناوړه استفادې ښکار شوې ده.
یادې څېړنه همدار وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته ترهګرۍ ضد جګړې د اقلیم له نړیوال بدلانه سره پاموړ مرسته کړې او د امریکا د دفاع وزارت په نړۍ کې د شین کوریزو ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی.