امریکا: نړۍ تر هغې له طالبانو سره تعامل نه کوي چې د ښځو او نجونو حقونه ورنه کړي

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلن کېدو سره ملګرو ملتونو په افغانستان کې وضعیت ناوړه بللی او د ښځو او نجونو پر حقونو یې د بندیزونو له امله اندېښنه څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا له افغانستان د خپلو ځواکونود ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او یوه جګپوړي بریتانوي سیاستوال له خپل حکومت نه غوښتنه کړې چې د افغانستان خلک هیر نه کړي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي اوس په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو دوه کال تېر شول خو په دغه هېواد کې وضعیت لا هم په ژوره توګه ناوړه دی او د ده په ټکو د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شوي بندیزونه په خپل حال دي. هغه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان خلک هېر نه کړي.

دغه راز په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د یوې خبري غونډې پر مهال، د ملګرو ملتونو ویاندې الېزابېت تراسل وویل، دغه سازمان په افغانستان کې "د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله ژور اندېښمن دی".

د ملګرو ملتونو ور ها خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېکن افغانستان کې د طالبانو د حکومت له دوه کلن کېدو سره همهاله یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان د وتلو پرېکړه ستونزمنه خو سمه پرېکړه وه .

هغه ویلي له دې سختې پرېکړې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. ښاغلي بلېنکن د افغان ښځو او نجونو له حقونو نه د دفاع په ګډون له افغانانو سره د خپل ملاتړ پر دوام هم بیا ټينګار کړی دی.

د ښاغلي بلېنکن په وینا دوی تر اوسه شاوخوا ۳۴ زرو افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړې او په وینا یي امریکا اوس هم د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او ورسره بشري مرستې کوي.

د امریکا د دغه لوړ پوړي چارواکي په وینا هېواد یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې را وروسته له افغانستان سره تراوسه د یو اعشاره ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون طالبانو خپلې ګڼې ژمنې نه دي پوره کړي او په وینا یې امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو طالبانو ته روښانه کړې ده چې تر هغه به ورسره تعامل ونکړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې باوري کړي نه وي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ویلي چې خپلې ژمنې یې پوره کړي او د رسمیت پيژندلو لپاره یې هم ټول شرایط پوره کړي.

په همدې حال کې د بریتانیا د پارلمان یوه غړي توبیس ایلووډ یو ځل بیا پر خپل حکومت غږ کړی چې د افغانستان په هکله پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.

د انډېپېنډېټ ورځپانې د رپوټ له مخې د محافظه کاره ګوند دغه جګپوړي غړي ویلي بریتانیا باید د افغانستان خلک هير نه کړي او له حکومت نه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ښکیلتیا غوښتنه بیا تکرار کړې ده.

بل پلو د نړیوالو زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د برتانیې پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د مسلمانو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې کندهار ته د یوه پلاوي د استولو ملاتړ وکړي چې هلته علما دې ته وهڅوي چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړو بندیزونه لرې کړي. هغه بندیز چې په وینای په قران او دین کې کوم بنسټ نه لري.

هغه په سختو شرایطو کې د افغان مېرمنو د مبارزې او میړانې ستاینه کړې.

نوموړي ویلي، په دې باور لري چې د طالبانو په حکومت او پوهنې وزارت کې داسې کسان شته چې د ښځو پر زدکړو د بندیز لرې کېدل غواړي، خو په وینا په کندهار کې علما د ښځو د زدکړو مخالف دي او له هغه ځایه د دغو بندیزونو لارښوونې کوي. د یادونې ده چې طالبان تل وايي چې د ښځو پر ثانوي او لوړو زده کړو لګول شوي بندیز تر امر ثاني پورې دی.