د طالبانو حکومت وايي له "نړيوال بانک سره د کاسا زر پروژې په اړه هوکړې ته نژدې شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت کې د انرژۍ وزارت چارواکي وايي له نړیوال بانک سره د کاسا زر پروژې په اړه هوکړې ته نژدې شوي او په نژدې راتلونکې کې به د دې پروژې عملي چارې افغانستان کې پيل او په ۲۰۲۶ کال کې بشپړې شي.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حکومتي ادارو د کلني رپوټ وړاندې کولو په لړ کې د اوبو او برېښنا وزارت د پروګرام د څانګې مشر انجینر فرهاد محمودي وویل، د اوبو او برېښنا برخه کې د نورو کارونو ترڅنګ د کاسا زر پروژې په اړه له نړیوال بانک سره هوکړه نژدې ده او پام کې ده دا پروژه ژر پيل شي.
کاسا زر پروژه د برېېنا د لېږد یوه لویه پروژه بلل کېږي چې د قزغزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او له دې لارې پاکستان ته لېږدوي.
د دې پروژې په اړه خبرې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوې وې. د څه د پاسه ۱۲سوه کیلومټرو په اوږدوالي د دې مزو له لارې به له قرغزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته ولېږدول شي. له کلونو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې له واکه د لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کابل سروبي ولسوالۍ کې د دې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده. خو د طالبانو په بیا واک ته رسېدو د دې پروژې چارې یو ځل بیا وځنډېدې.
وړاندې هم طالب چارواکو ويلي وو چې د ترکیې په استانبول ښار کې له قرغزستاني، پاکستاني، تاجکستاني چارواکو او نړیوال بانک استازو سره هوکړې ته رسېدلي چې د کاسا زر پروژې عملي کار پيل کړي.

د عکس سرچینه، DABS - د افغانستان برښنا شرکت
دا پروژه د افغانستان د کابل، ننګرهار، بغلان او پنجشیر په ګډون له اوو ولایتونو او ۳۷ ولسوالیو تېرېږي. له دې وړاندې د پاکستان، قرغزستان او تاجکستان چارواکو ویلي چې د دې پروژې چارې یې په خپلو هېوادونو کې نژدې بشپړې کړې دي.
د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت د پروګرامونو د څانګې مشر انجینر فرهاد محمود وايي، د بادي او لمریزې برېښنا برخو کې هم کار روان دی.
نوموړي کابل کې د لمریزې برېښنا د لس میګاواټه پروژې یادونه وکړه چې په وینا یې چارې يې نژدې بشپړې شوې دي.
د دې پروژې بنسټ هم مخکني حکومت کې اېښودل شوی وو.
نوموړي د ۲۳ میګاواټه په توان د لمریزې برېښنا د یوې بلې پروژې یادونه هم وکړه چې تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی. ښاغلي فرهادي وویل ننګرهار کې د اتیا میګاواټه په توان د لمریزې برېښنا د دوه پروژو تړونونه وروستیو پړاوونو کې دي. هغه په فراه، روزګان او پکتیا کې هم د نوې کېدونکې انرژۍ د څو پروژو یادونه وکړه چې تړونونه یې دې وروستیو کې لاسلیک شوي دي.
افغانستان د اوبو، لمر او باد له درکه د ډېرې برېښنا د تولید ظرفیت لري. که څه هم د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي پنځه کلن پلان کې یې ګڼو پروژو ته ځای ورکړی خو که په تېر کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا جګړه د دې پروژو پر وړاندې د مالي امکاناتو د کموالي ترڅنګه لوی خنډ وه، دا مهال بیا د مالي سرچینو موندل لا هم یوه لویه ننګونه بلل کېږي په تېره دا چې افغانستان کې د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.











