'افغانستان کې ۶۰۰ پروژې د پراختیايي بودجې نشتوالي له کبله په ټپه ولاړې دي'

د ویډیو تشریح، 'افغانستان کې ۶۰۰ پروژې د پراختیايي بودجې نشتوالي له کبله په ټپه ولاړې دي'

د افغانستان ملي پراختیا شرکت وایي ۶۰۰ پروژې یې د پراختیایي بودجي نشتوالي له امله په ټپه ولاړې دي.

ددغه شرکت مسئولان وایي له جوړښت وروسته یې په ۱۱۳۱ پروژو کار پیل کړی وو چې له سیاسي بدلون وروسته یې نږدې شپېته سلنه کارونه شاته پاتې شوي دي.

یاد شرکت دارنګه وایې هغو ادارو ته یې چې پروژې بشپړې کړي نږدې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیارده افغاني یې نه دي ورکړې نو ځکه نوې پروژې نه شي پیلولای او نه هغو شرکتونو ته پیسې ورکولای شي چې ترې پوره وړي دي.

دا مالومات د افغانستان ملي پراختیا شرکت د خپل کلني رپوټ او راتلونکو پلانونو وړاندې کولو پر مهال په کابل کې له رسنیو سره شریک کړل.

یاد شرکت چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل چارې مخته وړي دا مهال یوازینۍ اداره بلل کېږي چې په افغانستان کې په لویو او وړو پراختیایي کارونو بوخت دی.

خو چارواکي یې د بودیجي له کموالي شکایت لري او وایي ان هغو ادارو یې پورونه نه دي ورکړي چې مخکې یې پروژې ورته بشپړې کړې دي.

د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیزې تصدۍ رییس عبدالله احمدزی وایي که پیسې ور نه کړل شي یادې پروژې به د وخت په تېرېدو ډېر زیان وویني.

د ښاغلي احمدزي په وینا دوی ان نه دي توانیدلي چې هغو شرکتونو ته چې ځينې پروژې یې ورته بشپړې کړې د کار پیسې ورکړي.

عبدالولي عادل

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل په وینا د یادو پروژو په بشپړېدو به خلکو ته ډېره ګټه ورسیږي.

بل خوا یاد شرکت وایې د روان ۱۴۰۲ کال لپاره پلان لري چې د ۸۲ پروژو کارونه پیل کړي او دارنګه هغه سترې پروژې چې کارونه یې روان دي کارونه یې نور هم چټک کړي.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل په وینا د یادو پروژو په بشپړېدو به خلکو ته ډېره ګټه ورسیږي.

یاد شرکت وایې چې دا مهال یې تر ټولو مهمې پروژې د قوش تیپې کانال، کمال خان بند پاتې کارونو بشپړړل او ځینو نورو بندونو جوړول دي.

د چارواکو په وینا د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالي په ۱۳۲ برخو کې کار روان دی چې چارې یې ۷۲ سلنه بشپړ شوي.

د یادولو ده چې د ملي پراختیا شرکت د افغانستان د تېر جمهوري دولت لخوا په ګڼو برخو کې د پراختیایي کارونو لپاره جوړ شو او یوازېنۍ اداره ده چې د تېر حکومت لخوا ورته ټاکل شوی مشر یې د طالبانو په حکومت کې په خپله دنده پاتې دی.