د انرژۍ 'کاسا زر' پروژې په اړه مهمه ناسته؛ طالبان وايي "د نړیوال بانک په ملاتړ یې کارونه بېرته پیلېږي"

د عکس سرچینه، DABS - د افغانستان برښنا شرکت
د ترکیې په استانبول ښار کې له قرغیزستاني، پاکستاني، تاجکستاني چارواکو او نړیوال بانک استازو سره له دوه ورځنیو خبرو وروسته طالبانو اعلان کړی چې له ګډونوالو سره د کاسا زر پروژې د عملي کار په پیل هوکړې ته رسېدلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي "تیره ورځ د کاسا یو زر پروژه چې له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د بريښنا د انتقال یوه مهمه پروژه ده، د قرغیزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه."
نوموړي ویلي "نړیوال بانک د دغې پروژې تر شا ده او مالي ملاتړ به يې کوي."
په دې اړه ناسته د مارچ په اوومه او اتمه ترکیه کې جوړه شوې وه، او نن د مارچ په نهمه یې پایلې رسنیزې شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت هم په دې تړاو خپاره کړي پیغام کې ویلي، "ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا لېږد دا ستره پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ بیاځلې د ۱۴۰۳ لمربز کال غويي/ثور میاشت کې پيل او د ۱۴۰۴ لمریز کال پای کې بشپړه شي".
دغه شرکت زیاته کړې "د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شیرخان بندر څخه د ننګرهار تر تورخم پورې بشپړیږي".
'کاسا زر' له قرغیزستانه د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې په افغانستان کې یې لومړني کارونه د جمهوریت پر مهال پیل شول او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ولاړ دي.

د عکس سرچینه، ARG
د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغیزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدې لارې پر پاکستان وپلوري.
د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک هم لاسلیک شو.
د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.
دا پروژه د نړیوالو سازمانونو په مالي ملاتړ په لومړي ځل د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې پرانیستل شوې وه.
په ښکاره پاکستان کې د انرژۍ بحران او افغانستان کې د طالبانو ډاډمنتیا ته په کتو ښکاري چې نړیوال بانک یې له دوه کالن ځنډ وروسته بیا د ملاتړ ټټر ډبولی.
افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت او د برېښنا شرکت د دغې پروژې تخنیکي چارې ارزوي.

د عکس سرچینه، DABS - د افغانستان برښنا شرکت
د برېښنا شرکت چې استازو یې دغې ناسته کې هم ګډون کړی و د دې پروژې په اړه لا جزیات خپاره کړې او په وینا یې د را روانې غوايي میاشت کې به یې عملي چارې پیل شي.
دغه شرکت په یوه بیان کې ویلي " ددې پروژې چارې د نړیوال بانک له لورې د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لورې د چمتووالي او بشپړو شرایطو او ډاډمنتیا ښودلو سره بیا پيلیږي."
په ۲۰۲۰م کال کې د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی و او د نوي پلان له مخې په پام کې ده چې دا پروژه د ۱۴۰۴ کال په پای کې بشپړه شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندز له شیر خان بندر څخه د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.











