افغان ولسمشر د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کېښوده

د عکس سرچینه، ARG
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ ته لاړ او د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره یې کېښوده.
کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه بلل کېږي، چې د قرغیزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسوي.
د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغیزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوري.
د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.
دا پروژه د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې پرانیستل شوه، چې د نړيوالو سازمانونو مالي ملاتړ ور سره دی.
د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې تر اوسه نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې دي.
افغانستان ته یې ګټه

د عکس سرچینه، ARG
افغان چارواکي وايي، له دې برېښنا به د افغانستان نژدې شپږ سوو سیمو ته برېښنا ور کړل شي.
افغانستان به له برېښنا د ګټې اخیستنې تر څنګ په کال کې ۴۵ میلیون ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو په خبره، کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.
د چارواکو په خبره، د دې پروژې په پلیتابه سره به هغو سیمو کې امنیت هم ښه شي چې دا پروژه ترې تېرېږي.
د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې د افغانستان برېښنا شرکت پاکستان ته د دې برېښنا د لېږدولو لپاره له دوو خصوصي شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
پر کورنۍ برېښنا پانګونه

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره، ایران، ترکمنستان او تاجکستان ترلاسوي، خو دې برخه کې کاسا زر پروژه تر ټولو لویه بلل کېږي.
که څه هم پر حکومت نیوکې کېږي چې پر کورنیو اوبو د پانګونې او د برېښنا جوړولو په ځای یې بهر ته مخه کړې، خو افغان ولسمشر د ۲۰۱۷ کال په جولای کې وویل، چې له بهر د برېښنا واردول په دې مانا نه دي چې کورنۍ هڅې نه کوي.
تېرو څو کلونو کې په هرات کې سلما بند پرانیستل شوی، د کجکي برېښنا تولید ډېر شوی او کابل کې د شاه توت او شاه عروس برېښنا بندونو باندې کار روان دی.








