هغه پنځه هېوادونه چې ښځو ته خوندي بلل کېږي

سفر

د عکس سرچینه، D3SIGN/GETTY IMAGES

له دې سره سره چې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو تر منځ‌ دا دود غوړېدلی چې یوازې سفر وکړي خو له خپل هېواده بهر بېله یا جلا سفر کول لا هم ورته یوه ننګونه ده. خو ځینې هېوادونه شته چې د امنیت او د ژوند د کېفیت یا څرنګوالي له پلوه ښځو ته خوندي او د نورو هغو پرتله ښه بلل کېږي.

د کروز لاین په نوم د یوه ناروېژي شرکت پلټنو په ډاګه کړې چې له هرو درو نفرو یې یو غواړو چې یوازې سفر وکړي او دا خوی تر کورونا وبا وروسته په ځانګړي ډول په ۶۵ کلونو ښځو کې تر ۲۰۲۲ راوروسته ډېر شوی دی.

د پلټنې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د دغو عمرو خوړلو ښځو یوازې څلور سلنه هغو یوازې سفر کاوه خو په ۲۰۲۲ کې دا کچه ۱۸ سلنې ته ختلې ده.

له دې سره سره چې په ښځو کې د جلا سفر کولو دود ډېر شوی خو د نړۍ په هره برخه کې دوی له توپيري چلند سره مخ کېږي‌ او خپل خوندیتوب ته اندېښمنې وي. خو ځینې هېوادونه شته چې ښځو ته یې د سولييز او خوندي چاپېریال په برابرولو کې ډېر کار کړی دی او هلته د نورو هېوادونو پرتله ښځې ډېر د امنیت احساس کوي.

دلته مو په همدې اړه د ډبلیو.پي.ایس په نوم د جارج ټاون پوهنتون اړوند یوه رپوټ ته کتنه کړې او بیا له ځينو هغو ښځو سره غږېدلي یو چې دغو هېوادونو ته یې سفر کړی او پوښتلې مو دي چې څومره خوندي ورښکاره شوي دي او د یوازې سفر کولو پر مهال نورو ته څه سپارښتنې لري.

سلوانیا

سفر

د عکس سرچینه، DAVORLOVINCIC/GETTY IMAGES

سلوانیا د مرکزي او ختيځې اروپا د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې د ډبلیو.پي.ایس بنسټ د ارزونې پر بنسټ د ښځو لپاره د خوندي چاپېریال درلودلو له پلوه تر ټولو مخکې دی. دغه هېواد د مېرمنو د امنیت لپاره خورا ډېر کار کړی دی. د ارزونې له مخې ۸۵ سلنه ښځې په سلوانیا کې د امنیت احساس کوي.‌

کلر رامسدل هغه ښځه ده چې د سلوانیا پلازمېنې لیوبلیانا ته تللې او د شپې تر ناوخته یې هلته پر واټونو چکر وهلی او عکسونه یې اخیستي دي. دا وايي، "هلته له ګرځېدونکو خلکو تر منځ مې د خوندیتوب احساس کاوه. که څه هم په یوازې سفر کې د پردي هېواد ژبه او له یو چا سره خبرې کول سخت وي خو هلته ما هېڅ ستونزه حس نه کړه"

رامسدل وايي، په ځینو هېوادونو کې که له چا پوښتنه وکړې نو یو سرخوږی درته جوړېږي خو په سلوانیا کې "د ټول سفر پر مهال هېڅ کس ما ته مزاحمت ونه کړ"

دې ته هلته پلي تګ، ټرانسپورټي سیسټم، د لیوبلیانا خواړو او کاکو خوند ورکړی او نورو ته هم سپارښتنه کوي چې خوند ترې واخلي. همدا راز وايي چې د دغه هېواد په لوېديځ کې د شنه سیند سوچا لیدل هم په لیدو ارزي.

روانډا

سفر

د عکس سرچینه، MICHAEL COOK - ALTAI WORLD PHOTOGRAPHY/GETTY IMAGES

د روانډا هېواد د پارلمان ۵۵ سلنه غړې ښځې دي. دغه هېواد هم د ښځو لپاره د سوله یيز چاپېریال درلودونکو هېوادونو د ارزولو بنسټ ډبلیو.پي.ایس له نظره مېرمنو ته د خوندي هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای لري. هلته ډېرې ښځې په اقتصادي، ښوونیزو او خدماتي برخو کې ښکېلې دي.

ربکا هنسن په ۲۰۱۹ کې له ډېنمارکه روانډا ته یوازې تللې وه او وايي، "په هره سیمه کې شپه او ورځ پولیس او امنیتي ځواکونه شته. که څه هم اول ځل لیدو باندې یې سړی وارخطا کېږي خو وروسته پوهېږې چې دوی منظم په یونیفورم کې ولاړ وي، ډېر مینه ناک چلند کوي او هره شېبه ستا مرستې ته چمتو دي"

ربکا وايي، که څه هم خلک یې له چا سره کار نه لري خو ځينو سیمو کې یو نیم پيدا کېږي‌ چې غواړي خپله انګریزي پخه کړي او څو کلمې خبرې درسره وکړي، یا درته ووايي چې څنګه یې او یا هم سهار په خیر.

دغه هېواد په ۱۹۹۴ کې د توتسي قوم تر ټول وژنې وروسته د سولې او روغې جوړې د رامنځ ته کولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی. هلته د همدې پېښې په یاد بېلابېل څلي جوړ شوي دي خو اغلې هنس مسافرو ته سپارښتنه کوي چې خامخا دې د کېګالي څلي لیدو ته ورشي چې په پلازمېنه کې دی.

دا همدا راز د روانډا په شمال کې د اور غورځوونکو غرونو ملي پارک او د بېزوګانو لیدو ته هم خلک وربولي.

متحده عربي امارات

سفر

د عکس سرچینه، JORG GREUEL/GETTY IMAGES

د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونو په ډله کې متحده عربي امارات د ډبلیو.پي.ایس بنسټ د ارزونې له مخې د ښځو لپاره د اقتصادي برابرۍ او مشارکت په برخه کې ډېر خوندي‌ هېواد بلل کېږي.

دغه هېواد د ښځينه او نارینه تر منځ د برابرو حقونو درلودلو په برخه کې مخ پر وړاندې روان دی. تازه یې په پارلمان کې هم جنسیتي برابري رامنځ ته کړې ده او د څېرمه هېوادونو تر منځ د ټولنيز امنیت په درلودلو کې تر ټولو مخکښ دی.

په دغه هېواد کې تر ۱۵ کلنۍ پورته شاوخوا ۹۸.۵ سلنه ښځې وايي، د شپې چې په هره سیمه او واټ تېرېږي، د امنیت احساس کوي.

په ځانګړي ډول دوبۍ د سفر د بیمې له پلوه هم ښځو ته ډېر خوندي ځای بلل کېږي.

پر خواله رسنیو فعاله سېنډي اورډ کله په دوبۍ او کله هم په پاریس کې ژوند کوي. دا وايي، د دوبۍ په لرو پرتو سیمو کې هم ځان خوندي احساسوي او زیاتوي، "یو ځل مې موټر پنچر شو، هماغلته مې د سړک پر غاړه پرېښود، کولپ مې هم نه کړ او کیلي مې هم پکې پرېښودله. زه بالکل ډاډه وم چې ګاډی به مې خوندي وي او کوم موټر چې په ما پسې راځي او ما وړي، هغه هم د باور وړ دی"

دا دوبۍ ته تلونکو ښځو ته سپارښتنه کوي چې خامخا دې د صحرا چکر ولګوي ځکه چې په وینا یې،‌ هلته به له جالبو خلکو سره مخ شي.

جاپان

سفر

د عکس سرچینه، D3SIGN/GETTY IMAGES

جاپان د خوندیتوب په برخه کې د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې یو دی.

په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او جرم کچه تر بل هر هېواد ټيټه ده او ډېرې لږې کورنۍ او بهرنۍ پېښې پکې کېږي. هلته په مېټرو یا رېل کې ښځو ته جلا ځایونه بېل شوي دي او ښځې په ارام زړه او خوندي سفر کولای شي.

په جاپان کې رسټورانټونو او هوټلونو ته د ښځو یوازې تګ هم دود دی او د نورو هېوادونو پرتله ډېر پکې عام دی.

میکا وايټ په جاپان کې زېږېدلې او د یوه مسافرتي شرکت بنسټګره ده. دا وايي، "جاپان هغه هېواد دی چې نفوس پکې په کمېدو دی. واده ته لېوالتیا پکې کمه ده،‌ تنها او یو نفره ژوند کول پکې له ژوند د خوند اخیستو لار بلل کېږي. د همدې له کبله هلته ډېر یوازې تللي مسافر شته او ځینې ځایونه هم داسې تنها کسانو ته ځانګړي شوي دي"

د لولو اساګف په نوم یوه ښځه وايي، "ځايي خلک داسې چلند درسره کوي چې فکر کوې په خپل کور کې یې او هر وخت مرستې ته تیار دي"

د دې سپارښتنه ده چې که د جاپان کلیوالو سیمو ته سفر کوئ نو خامخا یو ځايي ژباړن درسره ملګری کړی ځکه چې هلته کم خلک په انګریزي پوهېږي.‌

ناروې

سفر

د عکس سرچینه، JOHNER IMAGES/GETTY IMAGES

د ښځو لپاره د امنیت په برخه کې ناروې هم د هېوادونو په سر کې ده. هلته له ښځو سره په اقتصادي، حقوقي او امنیتي‌ برخه کې تبعیض په نشت حساب دی. له کلونو راهیسې ناروې د هغو لسو هېوادونو په ډله کې ده چې د ښځو او نرانو تر منځ برابري پکې په لوړه کچه ده. دا د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد هم ګڼل کېږي.

تورون ترونسوانګ په اوسلو کې اوسږي او وايي، د نارويژیانو دود دا دی چې پر نورو ډېر باور کوي او د یوازې سفر کوونکو ښځو لپاره مناسب هېواد دی.

اغلې ترونسوانګ زیاتوي، "په یوه کافه کې په ډېر ډاډه زړه له یو چا هیله کولای شئ چې ستاسې وسایلو باندې پام وساتي او تاسې څو شېبې تشناب ته لاړ شئ"

دا ویاړي چې په ناروې کې ګڼې ښځې د کاروبارونو مشري کوي او وايي چې که په ازاده فضا کې د ژوند کولو فلسفې پلویان یئ نو د ناروې چکر ووهئ. ځکه چې د ناسا وروستي رپوټ کې په ډاګه شوې چې تر ۲۰۲۵ به په دې برخه کې له ګڼو جنجالونو سره مخ یو.‌