پاکستان کې دین ته سپکاوی؛ یو محصل د وټس اپ پیغامونو له امله د مرګ په سزا محکوم شوی

د پاکستاني قانون له مخې اسلام ته د سپکاوي مجرمانو ته د اعدام سزا ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستاني قانون له مخې اسلام ته د سپکاوي مجرمانو ته د اعدام سزا ورکول کېږي.
    • Author, احتشام شامي
    • دنده, خبریال - ګوجرانواله

د پاکستان پنجاب یوې محکمې یوه ۲۲ کلن محصل ته له دې کبله د اعدام سزا ورکړې، چې د قاضي د پرېکړې له مخې د اسلام پیغمبر (ص) ته یې سپکاوی کړی، د مسلمانانو احساسات یې مجروح کړي او قرآن کریم ته یې سپکاوی کړی دی.

محکمې په همدې قضیه کې یوه بل ۱۷ کلن هلک د اعدام سزا له دې کبله په عمري زندان سزا بدله کړې، چې نابالغ دی.

د دې دواړو کسانو خلاف نژدې دوه کاله مخکې د پنجاب ایالت مرکز لاهور په یوه محکمه کې قضیه ثبت شوې وه، چې وروسته د ځايي عالي محکمې په امر ګوجرانواله سیمې محکمې ته ولېږدول شوه.

مذهب ته په سپکاوي تورن کسان او د دوی مدافع وکیلان وايي، ''د دروغو یوه قضیه پرې په لوی لاس تپل شوې ده.''

د مجرم بلل شوي محصل پلار چې پېژندګلوي یې نه ښوول کېږي، بي بي سي ته وویل، د پرېکړې پر ضد په لاهور عالي محکمه کې استناف غوښتنه کوي.

دی وايي، له دیني مدرسو یې فتواوې هم ورته راوړي، خو هېچا یې غږ نه دی اورېدلی: ''موږ بریلوي مسلکه سني مسلمانان یو. د کور پر دروازه مو د اسلام پیغمبر (ص) د عظمت کلیمات لیکلي دي، زوی مې له اته کلنۍ راهیسې د مولود شریف لپاره د چمتوالي لړ کې مډالونه او جائزې ګټلې دي، یو څوک دې راته ووايي، چې هغه څنګه د پیغمبر (ص) د سپکاوي خبره کولای شي؟ پر موږ یې دروغ قضیه تپلې ده، په هېڅ ځای کې مو هېچا خبره نه ده اورېدلې.''

د مجرم پېژندل شوي کس خلاف شکایت کوونکي کس بیا د پاکستان پلټنو ادارې انټرنېټي جرمونو څانګې ته شکایت کړی و، چې دین ته د سپکاوي په تړاو یې له دریو بېلابېلو موبایل ټیلیفونونو ویډیويي کلیپونه او تصویرونه استول شوي وو.

ایف ای اې پلټونکې ادارې وروسته وویل، د عریضه کوونکې کس موبایل ټیلیفون یې معاینه کړی او معلومه شوې، چې ''نامناسب مواد'' ورته استول شوي دي.

د محاکمې پر مهال د محکمې ودانۍ په شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.
د عکس تشریح، د محاکمې پر مهال د محکمې ودانۍ په شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.

بل لور د دې قضیې په تړاو د ګوجرانواله سیمې د قاضي ظفریاب چدهړ په پرېکړه کې ویل شوي، چې مرکزي مجرم پېژندل شوي کس داسې ویډیو ثبت کړې، چې د مسلمانانو احساسات یې مجروح کړي او د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی، چې د قانون د ۲۹۵ مادې له مخې د اعدام سزا ورکول کېږي.

په پرېکړه دغه راز ویل شوي، چې د قانون له مخې دې کس ته د پنځه کاله زندان سزا، او د قانون یوې بلې مادې له مخې د اسلام پیغمبر د ازاوج مطهرات په هکله د نامناسبو خبرو له کبله د درې کاله زندان سزا هم ورکول کېږي او تورن کس کولای شي په یوه اونۍ کې دننه د دې پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.

د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي، چې د قضیې په تړاو پلټنو کې ثابته شوه، چې یوه تورن کس ویډیويي کلیپونه ثبت کول او بل ملګري یې پر انټرنېټ خپرول.