ټرمپ د ایران د معترضانو د وژنې په اړه: ۳۲ زره کسان وژل شوي؛ عراقچي: له ثبوت سره خبرې وکړئ

تهران کې پر یوه دېیوال د امریکا د پوځي ممکنه ګام ضد شعارونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد حکومت باید د "عادلانه تړون" لپاره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې واشنګټن د پوځي ګام پر غوراوي هم غور کوي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "ښه به دا وي چې د یوه عادلانه تړون لپاره خبرې وکړو."

بله خوا،‌ د امریکايي وېب‌سایټ "اکسیوس" د راپور له مخې، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ټرمپ اداره چمتو ده هغه وړاندیز وارزوي چې ایران ته د یورانیمو "سمبولیک" بډایولو اجازه ورکوي، خو په دې شرط چې دا کار د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره لاره خلاصه نه کړي.

د سرچینې په وینا، دا وړاندیز ښيي چې د دواړو لوریو د اعلان شوو سرو کرښو ترمنځ ډېر محدود واټن پاتې دی، حال دا چې د داسې یوه تړون ته د رسېدو هڅې روانې دي ‌ چې د ایران اټومي پروګرام محدود کړي او د پوځي ښکېلتیا مخه ونیسي.

خو امریکايي چارواکو همداراز ټینګار کړی چې ولسمشر ته پوځي انتخابونه هم وړاندې شوي، چې پکې د ایران د لوړپوړي مشر پر ضد پلانونه هم شامل دي.

یو امریکايي چارواکي وویل، هر راتلونکی ایراني وړاندیز به د امریکا په اداره او د سیمې له متحدینو سره په جدي ډول وڅېړل شي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر به یوازې هغه تړون ومني چې "ریښتینی بنسټ" ولري او په کور دننه یې سیاسي ملاتړ کېدای شي، او خبرداری یې ورکړ چې که تهران قانع کوونکی وړاندیز ور نه کړي، "زغم به ډېر اوږد نه وي".

په همدې حال کې، دوو امریکايي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي پلانونه پرمختللي پړاو ته رسېدلي او پکې د ځانګړو کسانو پر نښه کول او ان د تهران د مشرتابه د بدلون هڅې هم شته، که ټرمپ یې د پلي کولو مستقیم امر ورکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ تهران ته ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې وخت ورکړی و چې تړون ته ورسېږي او خبرداری یې ورکړی و که داسې ونه شي، نو "ډېرې بدې پایلې" به ولري.

د "اکسیوس" د راپور له مخې، پنټاګون (د امریکا دفاع وزارت) ټرمپ ته څو سناریوګانې وړاندې کړې دي، چې په یوه کې د ایران د مشر او د هغه د زوی مجتبی په نښه کول شامل دي، چې د احتمالي ځایناستي په توګه ورته کتل کېږي. یوې بلې سرچینې هم تایید کړې چې د خامنه‌اي او د هغه د زوی د وژلو موضوع څو اونۍ وړاندې مطرح شوې وه.

د اختلاف اصلي ټکی د ایران دننه د یورانیمو د غني کولو موضوع ده. واشنګټن په رسمي ډول د "صفر غني کولو" پر اصل ټینګار کوي، خو تهران وایي چې له غني کولو بشپړ لاس اخیستل د هغوی له ملي حاکمیت او ملکي حقونو سره ټکر لري.

خو امریکايي چارواکي ویلي چې واشنګټن ښايي د "محدود او سمبولیک غني کولو" وړاندیز وارزوي، که ورسره داسې تخنیکي تضمینونه وي چې ثابته کړي دا پروګرام پوځي بڼه نه شي خپلولای.

له بلې خوا، عراقچي رد کړې چې امریکا د جنیوا په وروستیو خبرو کې د "صفر غني کولو" رسمي ژمنه غوښتې وي او دا یې هم رد کړې چې ایران د خپل پروګرام د موقتي ځنډولو وړاندیز کړی وي.

ټرمپ او عراقچي

د عکس سرچینه، Getty Images/araghchi

ټرمپ د ایران د معترضانو د وژنې په اړه: ۳۲ زره کسان وژل شوي؛ عراقچي: له ثبوت سره خبرې وکړئ

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې په کې یې د لومړي ځل لپاره د ایران د جدې میاشتې د مظاهرو پر مهال د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو ادعا کړې وه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترې وغوښتل چې د خپلو خبرو لپاره "ثبوت" وړاندې کړي.

ښاغلي عراقچي پر اېکس په خپل حساب کې لیکلي: "د خپلو خلکو پر وړاندې د بشپړ شفافیت د ژمنې په اډانه کې، د ایران حکومت له مخکې د وروستیو ترهګریزو پېښو د ټولو ۳۱۱۷ قربانیانو بشپړ لېست خپور کړی، چې پکې شاوخوا ۲۰۰ د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل دي".

هغه زیاته کړې: "که څوک زموږ د معلوماتو پر کره‌والي شک لري، نو مهرباني دې وکړي له ثبوت سره دې خبرې وکړي."

ډونلډ ټرمپ پرون د لومړي ځل لپاره وویل چې په لنډ وخت کې په ایران کې ۳۲ زره کسان وژل شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د ایران خلک له خپلو مشرانو ډېر توپیر لري او دا وضعیت یې "ډېر، ډېر، ډېر خواشینوونکی" وباله.

ټرمپ یو ځل بیا د ایراني معترضانو د اعدام موضوع یاده کړه او ویې ویل: "هغوی غوښتل ۸۰۲ کسان اعدام کړي. ځینې یې غوښتل د کرېن په وسیله دار ته وخېژوي... وروسته یې وویل ۸۳۷ کسان به اعدام کړي. ما هغوی ته پیغام ورکړ چې که ان یو کس هم اعدام کړئ، نو هماغه شېبه به هدف وګرځئ. ما غوښتل دوه اونۍ انتظار ونه کړم او خبرې ونه کړم. هغوی له اعدامونو لاس واخیست، خو اوس زه د ایران د خلکو ته ډېر خواشینی یم. هغوی په دوزخ کې ژوند کوي."

د امریکا الوتکه‌وړونکې بېړۍ πیو‌اېس‌اېس جیرالډ آر. فورډπ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۰مه د جبل‌الطارق ترڅنګ سمندري اوبو کې ښکاره شوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا الوتکه‌وړونکې بېړۍ πیو‌اېس‌اېس جیرالډ آر. فورډπ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۰مه د جبل‌الطارق ترڅنګ سمندري اوبو کې ښکاره شوه.

دا دویم ځل و چې ښاغلی ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران پر وړاندې د احتمالي برید په اړه له پوښتنو سره مخ کېده.

تر دې مخکې، هغه د وال‌سټریټ ژورنال د راپور په اړه، چې د ایران پر ضد د محدود پوځي برید احتمال یې یاد کړی و، ویلي و چې "دا موضوع تر څېړنې لاندې ده."

د ۱۴۰۴ کال د جدې میاشتې اعتراضونه له سخت او مرګوني ځپلو سره مخ شول، چې پکې زرګونه کسان ووژل شول او ټپیان شول. د ایران رسمي شمېرې د بشري حقونو د بنسټونو له شمېرو ډېرې ټیټې دي.

د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) تر ۱۴۰۴ کال د دلو تر ۲۶مې (۱۵ فبروري) پورې د ۷۰۱۵ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي. له دې ډلې ۶۵۰۸ معترضان، ۲۱۴ امنیتي او حکومتي ځواکونه او ۶۷ غیرمعترض ملکي وګړي پېژندل شوي دي.

هرانا ویلي چې لا هم د زرګونو نورو راپور شویو پېښو ارزونه روانه ده.

خو د ایران حکومت وایي چې په ټولیز ډول ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي او د هغوی نوملړ یې خپور کړی دی.

د ایران دننه معلوماتو ته د مستقیم لاسرسي د نشتوالي له امله، د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې ښايي رښتینې شمېرې څو برابره لوړې وي، تر هغو چې تر اوسه تایید شوې دي.